امنیتي ارګانونه :
 
مخکې له دې چې پرامنیت اود فاع او ورپسې پرامنیتي ارګانونو باندې خبرې وکړم ، لومړی را ځم دېته چې ؛ امنیت څه ته وایي ؟  ولې ا منیت ته اړتیا ده ؟
د الله تعالی فطري نظام په ټول کې له دوو برخو( محیط او انګړ) څخه جوړدئ . په دې معنا چې محیط یا چاپېریال د انګړهغه ساتند وی قشردئ چې په انګړ کې ما فیها ټول له جانبي او بهرنیوعارضو څخه په کې خوندي ساتل شوي وي .
که موږ خپل بدن ته لږ فکر وکړو چې الله تعالی زموږ زړه ، تنفسي او د معدې جهازونه د سینې په قفس اوهمداسې زموږ ماغزه اوعصبي سیستم د سرپه کوپړۍ اود وجود په پوست کې څه ډول ځای پرځای کړي . د هغوی ارادي او غیر ارادي حرکات ، احساس او وده یې څه ډول ژوندي او خوندې په کې ساتلې ده ؟ د هغوی لومړنۍ اډاڼه ، پیدایښت ، وده ، ځواني ، پوخوالی ، زوړوالی او بېرته فنا کېدل یې څه ډول سره تنظیم کړي دي ؟
د تغذیې سیستم او د لومړنیو موادو پر پخو موادو باندې ادلون بدلون او تصفیه په دغه الهي لابراتوارکې څه ډول مراحل طی کوي ؟
 حجرې ، انساج ، سلولونه او د بدن د غړو بېلابېلې برخې او د هغوی وده څنګه صورت مومي ؟
خا مخا د حیرانتیا خبره ده چې دغه د مېلیونونو او میلیاردونو حجراتو څخه جوړالهي ماشین چې د استهلاک موده یې په اوسط ډول د (۶۰) کالو په خوا و شا کې اتکل شوې خو کله نا کله په نا د ره توګه د دغه انساني ماشینونو فعالیت تر (۱۰۰) او (۱۵۰) او آن تر (۲۰۰) کالو پورې هم وراوړي .
که چېرته په انساني بدن کې له کلیدي غړو څخه یو یا دوه او یا ټول یې د کومې داخلي یا خارجي عارضې له کبله خپل فعالیت او وده پرېږدي ، څه پېښېږي ؟ د ژوند دوام او که ژوند ته د پای ټکی اېښودل ؟
خوکه د بدن په دغه الهی واکمنه جغرافیه کې د منظم صحي خوراک څښاک سیستم او د دې سیستم تمویلوونکې رغنده سرچینې او تل پاتې داسې څارنه موجوده وي چې د وجود ټولو برخو ته له خپل مرکز څخه پرته له کوم توپیري چلند څخه یوخېل اکمالات په کې وشي ، د فعالیت ، ودې او د ژوند د يایښت او دوام رغنده اغېزې یې بیا څنګه محسوسې او بعینه مشاهده کولای شو؟
همدا ډول که د نفی بالنفی قانون ته پام وکړو ، نو ناطق او غیر ناطق حیوانات خو نباتات او حبوبات خوري ، ځان پرې لویوي ، ور باندې ځوا نېږي ، د وخت په تېرېدو سره زړېږي او بلآخره فنا کېږي ، خاورې کېږي ، له هغو څخه بیا نباتات تغذیه کوي او نباتات بیا د ژوو نورراتلونکي نسلونه خوري ، هغوی بیا ځوانېږي ، زړېږي او فنا کېږي او په مسلسل ډول د هغو له خاورو بیا نور نباتات ګټه اخلي او نبات بیا حیوانات خوری اودا تسلسل به ترهغو پورې دوام ولري ترڅو چې د ځمکې پرمخ د ژوو او نباتاتو نسلونه وجود ولري ، او د نسلونو موجودیت او دوام  د هغوی په ځاني خپلواکو جغرافیواو د خپل وجود دننه نظامونو پورې تړلی دئ . هرڅومره چې د وجود داخلي د فاعي او څارګر سیستمونه فعال ، حساس ، خپلواک اوځواکمن وي ، په همغه کچه د وجود داخلي نظام هم ور سره ژوندی ، فعال او خوندي وي .   
په بله وینا : که موږ د ځمکې جوړښت ته د جیولوجیکي علم له مخې وګورو، راته څرګنده به شي چې ځمکه الله پاک د هګۍ د با ند یني کلک پوست ، سپینواوژېړوپه تناسب جوړه کړې چې د مخ کَوَر( زیال) طبقه یې ډېره سخته ده ، اود ( زیما ) طبقې یې بیا د ( نېف ) طبقه پوښلې ، ځکه په ( نېف )طبقه کې ټول ذوب شوي مواد ځای پرځای دي . لکه څنګه چې له هرو(۱۵) تر(۲۰ ) مترو ژور والي پورې د سانتي ګرېد یوه درجه تودوخه زیا تېږي . نو ځکه خو د نېف ترکچې پورې د حرارت درجې دومره زیاتې شي چې هرډول نجیبه اوغیرنجیبه فلزات په کې د اورپه څېرټول ذوب شوي عناصرلکه جوش خوړلي مائعات د طغیان په حالت کې سره اوړې را اوړي . خو که د ځمکې د زیال اوزیما پرکومه ضعیفه نقطه باندې ددې طبیعې دېګ بخارفشارورزیات شي ، نو خطر ناکې مرګونې زلزلې ، آتش فشانونه ، ؤلکانونه اومذابې را مینځته کوي چې په را مینځته کېدو سره یې د پېښې ترپوښښ لاندې ساحې له امله د ځمکې د مخ ټولې ژوندۍ اوغیرذی روح شتمنۍ له یوې مخې له مینځه وړي .
همدا رنګه ؛ که د شمسي منظمې جوړښت ته وګورو، هلته هم د سماوي اجرامواوکتلو( د سیارواو اقمارو) حرکت او سکون په خپلو خپلو مدارونوکې خوندي او ثابت پاتې دئ . که چېرته د سماوي اجرامو ترمینځ د کشش دغه کتلوي فعال جوړښت او د جاذبې تیف د دوی ترمینځ موجود نه وي او د خپل توازن اوکشش قوې ( خپلواک ځاني څار، امنیت او د فاع ) له لاسه ورکړي ، نوهمغه د م ګړۍ به شمسي منظمه خپل توازن هم له لاسه ورکړي ، ټولې سیارې به یو پربل سره و لګېږي ، د د ود په څېر به ذره ذره شي ، قیامت به جوړکړي اود فاني نړۍ ژوند ته به د پای ټکی کېږدي . بیا به دا نظامونه ، پاچا هۍ او امپراتورۍ نور د ځمکې پرمخ نه وي .
همدلته ده چې موږ باید د طبیعت له نظام ( د انسان له بد ني جوړښت ، پیاوړتیا ، کمزورتیا اوهمداسې د ځمکې د طبقاتې اوبیروني اوپه هوا کې زموږ د سرد پاسه د سماوي اجرامواولویولویوکتلوله د قیقې مداري موازنې ، وضعي اوانتقالي حرکاتو، سکون اود خپل توازن ساتلواوله لاسه ورکولو) څخه د خپل نظام جوړولواوچلولوپه تړاودرسونه عبرتونه  واخلو .
لکه څنګه چې یوه کورنۍ خپل کوراود کورنورو اړینو لوازمو، ظروفو ، فرشونو، ځوراک او څښاک  ته اړتیا لري ، ځکه کوراو سر پناه  د کورنۍ د سر، مال اوعزت خوندي ساتلو له پاره یوازینی امنیتي پوښ اوکَوَردئ ، خود کورد ننه اود باندې نظام هم د کورنۍ یوه مد برمد یریت ، پلان شوي ژوند کولو او قانون ته اړتیا لري چې د رغنده روابطو او اړیکو ساتلو له لارې د خپل کورټولې اړتیاوې پرې پوره او په متوازنه توګه سمې پرمخ یوسي ، ترڅود کورنۍ ټول غړي په مشرتابه او مسؤول مد یریت کې منفي او د کمبودۍ احساس په ځان کې پیدا نه کړي اود کورنۍ هرغړی ځان د دغه ګډ کورمسؤول وګڼي .
همداسې په یوه جغرافیه اونظام کې هم اړینه ده چې تریوه جنډه اود یوه قانون ترچترلاندې ټول اتباع په ګډه دخپلوټولوملي ارزښتونوخوندي ساتلوهوډاوخپلواکه اراده په ژوندۍ او محسوسه بڼه په ځان کې ولري .
که موږ خپل ځان ته پام ور واړوو ، نو زموږ سترګې ځانته  زموږ د بدن څارنه کوي ،غوږونه مو ځانته مثبت اومنفي غږونه د ماغ ته د تفکیک ، پرتله کېدو او وروستۍ پرېکړې او قو ماندې له پاره رسوي ، خو روغ ماغزه په روغه کوپړۍ کې بیا داسې بېلې خپلواکې پرېکړې کوي چې د وجود ټولو برخو ته یې د قناعت وړخیرورسېږي ، ترڅو په نا د رو اضطراري حالاتو کې ټول وجود د خپل ګډ دښمن په وړاندې د وظیفوي مکلفیت او وجود ته د اخلاص او همدردۍ له مخې مقابلې ته پرې وهڅوي .
هو! امنیت او امنیتي ارګان همدې ته وایي . 
خوداسې خود مختاره ماغزه پرنشواخته کوپړیوکې هېڅکله هم نه موندل کېږي او نه خو له هغوی څخه د سمې او پرځای پرېکړې تمه کېدای شي چې هغوی ترټولو مخکې لومړی خپل ځانونه د نشې په خمارو داسې وژني چې وینه یې هم ځمکې ته نه ترې توئېږي ، نو بل چا او یا ټولنې او ملت ته به یې څه خیر ورسېږي .
امنیت اود فاع دوې بېلابېلې کلمې دي ، خوهد ف اوموخه یې سره شریکه ده . ځکه امنیت د د فاع په صورت کې تأمینېدای شي ، که د فاع نه وي ، نو امنیت هم نه شته . د فاع د قربانۍ د ژوندي او خپلواک حس په صورت کې تحقق موند لی شي .
خو د فاع د وه ډوله ده :
لومړی : د ځان څخه د فاع ده ، ځکه که ځان نه وي نوله نورو څخه پرڅه با ند ې د فاع کېدای شي ؟ له همدې کبله لومړی د ځان د فاع د خپل وجود د شتون له پاره فرض او شرط ده . ورپسې له خپلو حقوقو څخه د فاع شرط ده . ځکه که د چا خپل حقوق په ناروا اوغصب سره نورخلک وخوري ، پرې لازمه ده چې خپل حقوق حتی د خپل ځان په بیه له غاصبینو او زورواکو څخه واخلي ، ترڅو د بل مظلو م حقوق په دومره آسانۍ سره ونه خوري . الله تعالی د قیامت په ورځ ظالم اوهغه  مظلوم چې له خپل حق څخه یې له خپل وس سره سره د فاع نه ده کړې ، یو ځای د وزخ ته ورغورځوي . په دې معنا چې ظالم ظلم کړی او مظلوم له خپل حق څخه د فاع نه ده کړې . د همدې اصل له مخې باید په خپل ټول توان سره د ظالم مقابله وشي . چې دې ته ځاني د فاع یا مقابله وایي . ځانګړې یا شخصي د فاع ، محافظت او ځان ساتنه خپله په وګړي پورې اړه لري ، که بل چایې په دې د فاع کې ملاتړ وکړهم ښه خبره ده .ځکه په لاس او ژبې سره د ظالم د ظلم مخنیوی د الله (ج) هم خوښ دي .  
دوهم : د ټولنې یا ملي د فاع :  په دې د فاع کې انسان ترخپلو ټولو شخصي ارزښتونو ملي ګټو ته ډېره ترجېح اولومړیتوب ورکوي ، خکه ملي د فاع حق العبد دئ . په حق العبد اداء کولو سره عامه ګټې خوندي کېږي . عامه ګټې د عام ؤلس داسې شتمني ده چې هېڅوک یې چاته په خپل سرد خپلو ناروا معاملو په بهیرکې نه خو ور بخښلی شي او نه یې هم ورهبه کولی اوپرچا باندې پلورلی شي ، خو څارنه اوساتنه یې د ټولنې دهروګړي ذ مه واري او ایماني د نده ده . ځکه چې د ټولنې د هر وګړي اوهرجنسیت هویت اود موجود یت ثبوت د هغوی په خپله جغرافیه ، کلتور، بیرغ ، قانون ، کتاب ، خپلواک نظام ، ملي شتمنیواوټولنه کې نغښتی . که نومول شوي عناصرخوندي اوخپلواک شتون ولري ، نړیوال او سیمه ئیز وزن او ارزښت به یې پرځای او ثابت وي ، خوکه دا نه وي ، په خپله ټولنه ، سیمه اونړۍ کې بیا هېڅ ارزښت او وزن  نه لري .
زموږ مشرانو اوهغوعلمبردارانو ته چې ځانونه د افغانستان شموله ټولنې مسؤول ګڼي ، دا لازمه ده چې ترهرڅه وړاندې د خپلې ټولنې له پاره په خپله جغرافیه ( افغانستان ) کې سوچه کورنی امنیتي باوري پوښ جوړکړي ، ترڅو خلک یې پر مټ خپل ډاډ من ژوند ته دوا م پرې ورکړي .
خوامنیتي باورهغه مهال را مینځته کېدای شي چې موږ په بشپړه ملي او اسلامي او افغاني روحیه سمبال امنیتي جوړښتونه ولرو. امنیتي جوړښتونه ( د فاع ، ملي امنیت او ملي پو لیس ) هغه بنسټونه دي چې له سلیقوي او نمائشي تشکیلاتوپرته  د خپل وجدان او ضمیر پربنیاد جوړشوي وي ، خپلې دندې د وظیفوي امانت په توګه ترسره کوي او د خپلو شخصي اغراضو پیاز یې چاته په بډه نه وي په کې وهلي .
 دا چې امنیت یوملي امانت دئ ، او دغه ملي امانت باید په د فاعي او امنیتي برخو کې داسې خلکو ته ور وسپارل شي چې په خپل لاس او ژبې سره پرته له خاموش اکثریت څخه خپلې ژبې ، خپل ګوند ، خپلې غدۍ ، خپلې داړې ، خپلې مافیا ، خپل قاچاقبر، خپل قوم ، خپل سمت اوخپل مذهب ته ترجیح ورنه کړي . بلکې پرته له دوه مخۍ اوتو پیري چلند څخه په کاملاً ملي اوافغاني روحیه د ملي مناسباتو ټینګېدوله پاره د هېواد نخبه ، صاد قې ، مسلکي اوریښتینې هوډ منې څېرې پرکلیدي څوکیوباندې وګوماري اود هغوی کړنې تل وڅاري ، ترڅو د ملي امنیت دندې د خپل وجدان او ورسره مسلکي پلان او مد یریت له مخې په بریالیتوب سره د خپلوخلکود ملاتړخپلولوترڅنګ پرمخ یوسي . هلته بیا په داسې ټولنه کې غله ، قاچاقبر، مافیا ، مخل د امنیت ، مضر د جامعي او مشهور پر فساد ته ځای نه پاتې کېږي . ځکه مېکروب په چټلبیو اوجراثیمو کې خوښ وي . خوچې چټلۍ او کثافات نه وي د مېکروب ژوند هم هلته ډېرسخت او حتی په مرګ یې تمامېږي .
کله چې یوه ټولنه او په ټولنه کې ټول اتباع د سالم ملي امنیت په شتون کې خپل ځان خوندي احساس کړي ، نوبیا خود هغې ټولنې وګړي څه چې څاروي هم داسې امن ځایونوته پناه ور وړي . که موږ په خپل دې کارکې بریالي شو، په ریښتیا به موږ په خپل امنیتي اود فاعي سکتورونو کې اصلاحات را وړي وي ، چې له دې سره به زموږ سیمه اونړۍ هم زموږ امنیت را سره ومني .
له همدې ځایه به زموږ د بیا رغونې ډاډ من کارونه پیل او ډېر ژر به د جاپان او جرمني په څېر د خپلو شتمنیو د سالم مد یریت په کارولو سره د سیمې اونړۍ د سیالانو په کتارکې پرخپلو پښو ودرېږو . موږ به نورله هغې وروسته داوس په څېرد وارداتي هېواد په توګه څوک نه پېژني ، بلکې موږ ته به د یوه سر شاره صادراتي هېواد په توګه ټوله سیمه او نړۍ په درنه سترګه ګوري او بیا به افغانستان د پرد یو بې کیفیته توکوپلورلومارکېټ نه وي ، په دې شرط چې لومړي زموږ امنیت خوندي اوورپسې زموږ سیستم په هره برخه کې پرله پسې وڅاري .
افغانان همداسې یوروغ نظام غواړي چې پکې ریښتینی ملي حراست ، د نظام په ټولواړخونوباندې دوامداره مثبت څاراوپرهرچا ندې د امنیت اود فاع ترسیوري لاندې د قانون یوخېل پلي کول موجود وي . داسې امنیت چې نور د پرد یو تپل شوو جګړو ، ځان وژنو، ځانمرګې بریدونو، ترورېزم ، ترهګریو ، ترورېستي ډلو ، تورو پیسو ، قاچاق ، نشه یي توکو ، اداري ، سیاسي او اخلاقي فساد توره لمن زموږ له پاکې او سپېڅلې خاورې څخه ورټوله او دا هېواد د پرد یو استخباراتي کړیو له لاسوهنو وژغوري .  
هو! د همداسې یوې هیلې پوره کېدو په تمه چې په کې د امنیتي ارګانونو له اصلاحاتو را تلوسره سم ټول نظام په ملکي اونظامي دواړوبرخوکې په ریښتینې توګه په عمل کې اصلاح شي ، نه یوازې په الفاظو، ژبې اوشعارونوسره .