موسکان هوتک د کابل په هودخېلو سيمه کې اته کاله وړاندې وزېږېدله.

څلور کاله وړاندې لندن ته په کډه راغلهدې د انگليسي ژبې يو ټکى نه و زده خو اوس د برتانيا د ماشومانو د غوره کيسو په ټولگه کې د دې په قلم ليکل شوې کيسه ځاى شوې ده.

موسکان هوتک له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د دې کيسه د جادو او کوډگرۍ په باب ده.

دا وايي ښوونځي کې ورته وويل شول چې داسې کيسه وليکي چې تر ٨٠ ټکو ډير په کې ونه کاريږي.

يوازې د دوى د ښوونځي نه بلکې د نورو هغو ماشومانو هم په دې سيالۍ کې برخه واخيسته.

د ١٣٤ ماشومانو کيسې غوره شوې او د ځوانو برتانيايي ليکوالو په کتاب کې چاپ شوې.

د کتاب نوم "د نړۍ له لروبره په ٨٠ کلمو کې برتانيايي کيسې" دى.

د موسکان هوتک کيسه د "هول يا سوري " په نامه ده.

د موسکان د کيسې پښتو ژباړه:

[زما زړه دربېږي.

بايد کوډگره ومومم.

ما کونجي وموندله خو کوډگره ونه چېرې ده؟

ونه مې وليده خو ولې برېښي؟

کوچنى ور لري ما پرانيست.

وروختم.

پاس مې بل سورى وموند.


په خاپوړو شوم او هلته مې يوه مرغۍ وموندله.

مرغۍ خزانې ته بوتلم.

يو بکس له ياقوتو او زمردو ډک وو.

زمرد مې واخيستل او زه هم کوډگره شوم.]

په ښوونځي کې ښوونکو د موسکان هوتک کيسه ډېره خوښه کړه. د دې کيسه د ټولې برتانيا په غوره کيسو کې راغله.

موسکان هوتک وايي په پښتو ليکل نه شي کولى، ډير پام يې اوس خپلو زده کړو ته دى. دا وايي غواړي درس ووايي او چې لويه شي طب پوهنځي ته ځي چې ډاکټره شي.

موسکان وايي په افغانستان کې ډاکټرانو ته ډيره اړتيا ويني. خو د اوس لپاره دا له خپلې کيسې خوند اخلي او خوښه ده چې د برتانيا په ماشومو ليکوالو کې يې نوم راغلى دى.