په بريتانيا کې د روغتيا او غوره پاملرنې د ملي انستيتوت له لوري لارښود نوې طرحې له ډاکترانو غوښتي دي، چې د چاغښت له ناروغانو سره په درناوي چلن وکړي او پر چاغۍ يې پړه ونه بولي.

دغه لارښود داسې مهال وځي چې په انگلستان کې د ټولو بالغو کسانو څلورمه برخه خلک چاغ گڼل شوي دي.

دغه لارښود چې له درې مياشتو سلامشورو وروسته راوتلى د روغتيا د برخې ټولو مسلکي کسانو ته لارښوونه کوي، چې له چاغو کسانو سره د چلن پرمهال خپل کړه وړه او ژبه په خپله ولکه کې وساتي چې چاغو کسانو ته د آزار کچه ټيټه شي.

لارښود وايي روغتياپالان بايد د هغو هڅو پر اړتيا هم پوه شي چې له مخې يې چاغ کسان خپل وزن وبايلي او نور وزن وانخلي.

سند، دارنگه له روغتيا پالانو غواړي چې له چاغو سره د چلن پرمهال بايد داسې کلمې و نه کاروي چې د هغوى د خفگان سبب شي.

سپکوونکې خبرې

دبيلگې په ډول بايد چاته ونه ويل شي چې " خيټو" اويا داچې لږ وخوره چې داسې نه شې او ديته ورته نورې سپکوونکې خبرې.

په دغه سند کې د بريتانيا د روغتيا له برخې دا غوښتنه هم شوې ده چې بايد هغه وسايل او اسانتياوي برابرې کړي چې چاغ کسان ورته اړتيا لري.

چاغو ناروغانو ته بايد په دوامداره توگه دا په گوته شي چې څومره وزن بايد وبايلي او څنگه داکاروکړي.

په دې برخه کې بايد د چاغو کسانو د خوراک بڼه ورته وښوول شي او اړ شي چې فزيکي فعاليتونو ته مخه کړي.

البته د چاغښت پر ستونزې د خبرو پر مهال بايد پر هغو ستونزو هم لږ تم شو چې له چاغوالي نه خلکو ته رامنځ ته کېږي.

چاغوالى په انسانانو کې د وينې د فشار د لوړيدو او په پاى کې د زړه د حملي سبب کېږي.

چاغوالى دارنگه د شکرې د ناروغۍ سبب هم کېږي.