په برتانیا کې یوې نوې څېړنې ښوولې، هغه کسان چې هوايي ډګرونو ته نژدې اوسېږي، تر ډېره د زړه ناروغۍ ورته پیدا کېږي، چې ان د مړینې لامل یې هم ګرځېدلی شي.
دوی وايي، دا چې هوايي ډګرونو ته چاپېریال سم نه وي او د الوتکو غږ ډېر اوچت وي، ورڅېرمه اوسېدونکي وګړي ډېر ارامه نه وي.په څېړنه کې راغلي، هغه کسان چې هوايي ډګرونو ته نژدې ژوند کوي، د ۱۰ او ۲۰ سلنې ترمنځ یې د زړه د ناروغیو احتمال ډېر دی.
په څېړنه کې ښوول شوې، د الوتکو د الوتنې او یا کوزېدو پرمهال د غورېږ او زوږ خطر د ککړ چاپېریال له زیان ډېر خطرناک دی.
د دغې څېړنې پایلې داسې مهال راوتلې، چې د برتانیا لندن کې د "هیترو" هوايي ډګر په باب ډېر پراخ بحثونه روان دي، چې ویل کېږي، د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر به وي.
په لندن کې د امپریل کالج د طبي څانګې څېړونکې او چارواکې انا هانسټل ویلي "په ناروغۍ کې مزاحمت، ذهني نارامي او شورماشور ډېر خطرناک دی. خو داښکاره خبره ده، چې شورماشور د وینې فشار لوړوي او د ارامه خوب ورکېدو لامل ګرځي".
دا زیاتوي چې "شورماشور ډېر بیوژولیکي اغېزې لري، چې تر ټولو خطرناکه یې د زړه ناروغي ده، ځکه چې د شورماشور پرمهال د وینې فشار لوړ شي، چې دا کار پر زړه لانور فشار ډېروي".
دغه څېړنه پر شاوخوا درې اعشاریه پنځو میلیونو هغو کسانو ترسره شوې، چې لندن کې "هیترو" ته څېرمه اوسېږي.
په څېړنه کې ویل شوي، هغه کسان چې هوايي ډګر ته نژدې اوسېږي او د زړه د ناروغیو له کبله روغتون ته رسول شوي، او ان ځینې مړه شوي هم دي، د هغو کسانو په پرتله یې د زړه حملې ډېرې زیاتې وي، چې په ارامو سیمو او له هوايي ډګرونو لیرې ژوند کوي.