نرګس

په دې اونۍ کې د سعودي میرمنو له خوا د موټر چلولو پر سر اعتراض په نړېوال رسنیو کې ډیر غبرګون راپورته کړ ، که څه هم د ښځو د اعتراض په نورو عربي هیوادونو کې له هغه اعتراضونو سره ډیره ورته والی نه لري چې په دې وروستیو کې د حکومتونو په ضد راپورته شوي خو بیا یې د نړېوالو پام ور اړولی دی .

په دې لړ کې یو شمیر سعودي میرمنو د فیسبوک او نورو اینټر نیټي ټولنیزو شبکو له لارې یو کمپاین پیل کړی دی .

واشینګټن پوسټ ورځپاڼه په دې اړه په یوه مقاله کې وايي ، کله چې د منال الشریف په نوم یوه سعودي میرمنې له دې امله چې د موټر چلولو پر مهال یې خپله ویډیو ثبت کړې وه او بیا یوټیوب ته پورته کړې ونیول شوه ، نو دې نیونې په سعودي د هغو ښځو د اعتراض یو کمپاین راپورته کړه چې غواړي په دې هیواد کې د موټر چلولو حق ولري .

سعودي د هغو ګوتو په شمیر اسلامي هیوادونو څخه دی چېرې چې ښځو ته اجازه نه شته چې موټر وچلوي .

د سعودي د پاچا عبدالله څوکاله مخکې په یو مرکه کې ویلي وو ، دی خپله د ښځو پر حقونو ډیر باور لري خو دې نه شي کولی چې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړي .

نوموړي ویلي و دا به داسې څه ونه کړي چې دده د ولس خلک ورته په ښه سترګه نه ګوي .

خو په دې وروستیو کې چې په ګڼو نورو عربي هیوادونو کې د حکومت ضد مظاهرو د سعودي میرمنې هم زړورې کړي او غواړي د عرب پسرلي په نوم ددې پاڅونونو څخه په الهام په دې هیواد کې د موټر چلولو اجازه ترلاسه کړ ي.

دوی د ټولنیزې اینټرنیټي شبکې فیسبوک له لارې د ( ښځې د ډرایو کولو حق لري ) یو کمپاین هم پیل کړی چې تر اوسه پورې تر شل زرو زیات غړي لري . یو شمیر ښځې ددې اعتراص په لړ کې پر قوانینو د اعتراض يه توګه له موټرو سره سړکونو ته هم وتلي چې ځینې یې پولیسو نیولې او بندیانې کړي هم دي

هغه ښځې چې په سعودي کې د موټر چلولو د حق لپاره یې اعتراض پیل کړي په لودیځ کې یې له ډیپلواماټو میرمنو غوښتي چې د دوی ددې غوښتنې ملاتړ او ننګه دې وکړ ي.

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن وویل دا د سعودي میرمنو دا ګام ستايي او موخه یې سمه بولي .

د واشینګټن پوسټ ورځپاڼه په سعودي کې د ښځو د حقونو د یو شمیر فعالانو په حواله وايي د موټر چلولو مسله ښايي د ځینو په نظر ډیره مهمه نه وي خو په دې اړه وروستي بحثونه او ناندرې په سعودي عربستان کې د ښځو په نورو حقوقي مسلو هم بحثونو ته لاره هواروي .