ښايي ډېرى داسې کسان وي چې غواړي د Wi-Fi له لارې کمپيوټر د موبايل له انټرنيټ سره وتړي او نه پوهېږي چې څنګه نوموړي کار ته د عمل جامه واغوندي، تر هر څه مخکې بايد ووايم کوم سافټوير چې زه يې په دې برخه کې درپېژنم يوازې د هغو موبايلونو لپاره چې د Wi-Fi  له اسانتياوو څخه برخمن وي د کار وړ دى.

روښانې بېلګې يې Nokia N95, Nokia N96, Nokia N97, Nokia E71, Nokia E76  يعنې ټول هغه موبايلونه چې د Wi-Fi له اسانتياوو څخه برخمن وي يادولاى شو.

نوموړى سافټوير په موبايل کې ځاى پر ځاى کېږي او د لاندنيو وړتياوو څښتن بلل کېږي.

١،  يو کمپيوټر د Wi-Fi له لارې د موبايل له انټرنيټ سره تړل.
٢،  يو موبايل د Wi-Fi  له لارې د بل موبايل له انټرنيټ سره تړل.
٣، ګڼ شمېر کمپيوټرونه د Wi-Fi له لارې د موبايل له انټرنيټ سره تړل، يعنې د يوه موبايل انټرنيټ د څو کمپيوټرونو لپاره کارولاى شئ، همداسې د يوه موبايل انټرنيټ د څو نورو موبايلونو لپاره هم کارولاى شئ.
٤، د Bluetooth يا کېبل اړتيا نه ليدل کېږي.
٥، د ځانګړي سافټوير (PC-Suite)  اړتيا نه ليدل کېږي.
٦،  نوموړى سافټوير د هغو موبايلونو موډيمونه چې د GPRS  انټرنيټ کاروي په Wireless  بڼه بدلوي.

نوموړى نه يوازې دا چې يو کمپيوټر په اسانه توګه د موبايل له انټرنيټ سره تړي بلکې د انټرنيټ سرعت هم چټکوي او ټول هغه موبايلونه چې د ياد شوي موبايل په فضا کې شتون لري د هغه انټرنيټ کارولاى شي، همداسې نوموړى سافټوير دا وړتيا هم لري چې د خپل انټرنيټ لپاره ځانګړى شفر (Password) وټاکي.

که غواړئ نوموړى سافټوير په موبايل کې ځاى پر ځاى کړئ لاندنۍ لارښوونې په پوره غور وڅارئ:

١، د JoikuSpot Premium  په نامه سافټوير د افغانسافټ د سافټويرونو له زېرمې څخه د لاندني پيوند په کليکولو سره کښته او په خپل موبايل کې يې ځاى پر ځاى کړئ.

Click to download JoikuSpot Premium

Click to download JoikuSpot another version

٢،  د سافټوير تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو موبايل خامخا له سره روښان کړئ.
٣،  د موبايل د سافټويرونو په برخه کې نوى ځاى پر ځاى شوى سافټوير ولټوئ.
٤،  نوموړى سافټوير پرانيزئ او له يوې پوښتنې سره (غواړئ انټرنيټ مو له ټولو دباندنيو توکو سره شريک شي) مخېږئ، Yes تڼۍ کليک کړئ او Access Point په نښه کړئ.
٥،  د Access Point تر ټاکلو وروسته JoikuSpot  په کار پيل کوي او له  ١،١  او  ١،٢  شکلونو سره مخېږئ:

 

١ شکل

 

٢ شکل

 

 د Wi-Fi له لارې يو کمپيوټر د موبايل له انټرنيټ سره تړل

١،  د ټاکسبار پر کرښه د Time Indicator تر څنګ د بې سيم (Wireless)  نيټ ورک نښه کليک کړئ ١،٣ شکل ته ځير شي:

 

٣ شکل

٢،  د پورتنۍ نښې تر کليکولو وروسته يوه پاڼه پرانيستل کېږي، که د کمپيوټر د بې سيم نيټ ورک پر چاپېريال له يوه څخه زيات بې سيم نيټ ورکونه موجود وي د ټولو ليست په نوموړې پاڼه کې غونډېږي او که نه وي يوازې د موبايل د بې سيم نيټ ورک نوم په نوموړې پاڼه کې موجود وي ١،٤ شکل ته ځير شئ:

 

٤ شکل

٣،  په ياده شوې پاڼه کې بې سيم نيټ ورک په نښه او Connect تڼۍ کليک کړئ ١،٥ شکل ته ځير شئ:

 

٥ شکل

٤، د يادې شوې تڼۍ تر کليکولو وروسته له يوه وړوکي پيغام سره چې د نوموړي پروسې معلومات ښيي مخېږئ او تر څو شېبو وروسته کمپيوټر د په نښه شوي نيټ ورک سره وصلېږي ١،٦ شکل ته ځير شئ:

 

٦ شکل

له هنر مل څخه