ضیاالرحمن سپین غر 

نسانان چې الله پاک ورته غوره مخلوق ويلى لامل يې همدا دى چې دى دفکر ،احساس ،مينې او داسې نورولورينه يې  پرې کړې اوس خبره داده چې دې انسان ته الله دغه هرڅه ورکړه نوده ته څه په کار دي چې څه وکړي ؟؟؟

په پېل کې به غوره دا وي چې احساس پېدا کېده په دوه برخو ويشو!

١-کوچنيانو ته په ښوونه او روزنه کې احساس ورکول

٢-په لويانو کې داحساس پياوړي کول

لومړى :کوچنيانو ته په ښوونه او روزنه کې احساس ورکول:

په دې برخه کې مور،پلار،دکورنۍ نورمشران،ښوونکي ،ديني عالمان او داسې نوروته په کارده چې په دغه نسل کې کوچنيانو ته ديني او ملي احساس ورکړي خو ترټولو ورته ديني احساس ډېر اړين دى ځکه که په يو چاکې ديني احساس وده کړي وي نو په هغې کې تر ډېره ملي احساس هم وده کړي وي مثلاً:

که يو څوک په دې ديني احساس پوه وي چې (ځان ته حلاله روزي ګټل عبادت دى)نو هغه بيا هيڅکله ملي شتمني بې ځايه او دځان په ګټه نه استعمالوي!!!

لکه پورته چې مې اشاره ورته وکړه په پېل کې دغه چاره موراو پلارته ورپه غاړه ده له هغې وروسته په ښوونځي کې ښوونکي بيا ديني عالم ته په ممبر کې او په ټوله کې دټولنې هر وګړي ته که مو دا کار تر سره کړي وي نو دډېرو انسانانو ژوند به مو ښکلي او نېکمرغه کړى وي ...
او که نه نو ډېر انسانان به مو دټولنې دوږو بار کړي وي...

دوه يم :په لويانو کې داحساس پياوړي کول :

په دې ډله کې هغه پاتې کسان راځي چې دکوچنيوالي پر وخت يې داحساس مالګه نه ده څکلې .

که وغواړو دغه خلک په ديني او ملي احساس مسحه کړو نو ددغه چارې سرته رسولو لپاره په اوس وخت کې تر ټولو ښه وسيله رسنۍ (غږيزې ،انځوريزې او چاپي )دي ،نه يوازې دوې بلکې په دې يون کې بيا هم ديني عالمان ،سياستمداران او داسې نور دغه يون ته پياوړتيا وربخلى شي .

درسنيو په برخه کې بيا هم يو احساس ته اړتيا ده او هغه دا چې که چېرته په دغه رسنۍ کې مسلکي کسان شتون ولري نو هغوۍ به وکولاى شي داسې خپرونې خپرې کړي چې دغه درمل به په کې په اسانۍ تطبېق شي.

همدارازکه ديني عالم ورته په مسجد او سياستمدار ورته په ستيج دمننو پر ځاى ددين پالنې او وطن پالنې خبرې وکړي نو ناشونې نه ده چې دغه احساس به په هر چا کې پياوړى شي.

ددې کار لپاره موږ په دواړو برخو کې روزل شوي احساس ته اړتيا لرو ځکه چې زموږ هېواد څو لسيزو جنګونو داسې ويجاړ کړى چې زه يې اوس بيا رغونه په احساس کې ګورم .

که خبره لږه وغزوم بده به نه وي .که احساس مو سم وي نو ډېرې ګټې به مو کړي وي مثلاً:

دالله او دهغه نيازبين پېغمبر  رضا به مو تر لاسه کړي وي ،دهغې او دې نړۍ له خفګان او ويرې څخه به لاس په سر شوي ياستو،پروژي به مو په سمه او ريښتيني ډول بشپړيږي ،ادارو کې به مو کاراهل کار ته سپارلى وي،په ادارو کې به له تشويق او ترغيب څخه برخمن شوي يو ،او په ټوله کې به دنړۍ له پرمختللو هېوادونو سره انډول اوترې دمخ شوي ياستو .

په دې هيله چې په کشرانو او مشرانو کې ښه او سم احساس پېداکولو کې دټولنې هر وګړى نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي  په همدې تمه .