اسلام په سپڅلې دین کې بیا بیا د خدای (ج) بندګانو ته د دعا کولو سپارښتنه شوې ده ، او دعا د فضایلو په اړه د اسلام د ستر پیغمبر(ص) ډیر حدیثونه نقل شوې دي .

په دې وروستیو کې  یو شمیر امریکايي ساینس پوهانو تر یو لړ څیړنو وروسته په خپلو لاس ته راوړنو کې موندلې چې دعا کول د انسانانو په روان او کړنو لوی اغیز لري او هغه کسان چې دعا کوي په رواني لحاظ تر نورو ډیر سالم او د ښه ذهني او دماغي حالت څښتنان وي .

دوی وايي دعا کونکي پر خپله غوسه هم زر قابو مومي او د زړه اطمینان او ډاډ ورته حاصلیږي .

دا هماغه څه دي چې د اسلام په مبین دین کې  يې څوارلس سوه کاله پخوا سپارښتنه شوې وه او انسانانو ته ویل شوي و چې د لو خدای (ج) په ذکر او دعا د زړونو ډاډ حاصل کړۍ.

له سپين غر پاڼي څخه