په لویدیځه نړۍ کې هر کال د جون دریمه یکشنبې د پلار د ورځې په نوم لمانځل کېږي ، په یو شمیر هېوادونو کې بیا د پلار ورځ د کال په نور نیټو هم لمانځل کېږي .
که څه هم د پلار ورځ هسې چې د مور ورځ لمانځل کېږي نه وي . خو بیا هم لودیځ ماشومان هڅه کوي په دې ورځ خپل پلار ته د ډالیو په ورکولو سره هغه ته ددې ورځې مبارکي ووايي . او دا وریاد کړي چې اولاد یې منونکی دی .
عموما په نړۍ کې نړېوالې ورځې د هغو مواردو لپاره ځانګړې کېږي چې نړېواله ستونزه وي اوعمومي نړېوال کمپاین ته اړتیا ولري او د خلکو پام را اړول ورته ضروري وي ، او یا د داسې کلتوري ټولنیز مسایل وې چې د خلکو پاملرنه ورته له یوې ورځې بلې ته کمیږي .
په لودیځه ټولنه کې د ا مهال جدي ستونزه د کورنیو ترمنځ د د اړیکو کمزوري ده ، دلته مور پلار یو ماشوم کلونه کلونه پالي خو کله چې لوی شي نو لار یې خپله شي ، او که د داسې نړېوالو ورځو برکت نه وی نو ګڼو لویدیځو ځوانانو به کلونه کلونه هم د خپلو میندو پلرونو پوښتنه نه وی کړی . بس همدا ورځې دي چې لږ تر لږه خو په کال کې اولادونه د مور پلار پوښتنې کولو ته اړ باسي .
دا پوښتنه ډېر کله په ټیلفون او یا د پوسټ له لارې د یوکارت په ور استولو تر سره کېږي ، خو سره له دې هم هغو میندو او پلرونو ته ډېر څه وي چې د تقاعد عمر د حکومتي بیمو او تقاعدي تنخواګانو پر مټ په تنګو تنګو اپارتمانونو کې یوازې تیروي .
دوی نه ېوازې چې اولادونه یې پوښتنه نه کوي بلکې دلته خو نورې ټولنیزې اړیکې هم نه شته ، بس ټوله ورځ د خپلې روغیتا په اړه فکر کوي او په تلویزون کې زاړه فلمونه ګوري . او مازیګر نېږدې مغازې ته ورځي چې ځان ته د خوراک څه واخلي .
ډېرو سره یې د ژوند ملګري (ښځه ، میړه ) هم تر دې وخته نه وي پاتې ، ځکه دلته دا اړیکه هم ډېر بې مانا شوې ده .
البته د کورنیو اړیکو سستیدو دلته د خلکو پر ټولنیز ژوند ډېرې نورې ناوړه اغیزې هم کړي او اوس حکومتونه جدي هڅه کوي څو بېرته د کورنیو تر منځ تړاو ټینګ کړي ، خو اوس اوبه له ورخه تېرې ښکاري .
په افغانستان کې د نور ټولو بدبختیو سره سره تر اوسه دا یوه خوشبختي شته چې کورنۍ جوړې دي ، او که د مور پلار ځانګړې ورځې نه لمانځل کېږي نو علت یې هم ښايي داوي چې د افغانستان په ډېرو کورنیو که هره ورځ د پلار او مور ورځ وي .
البته یوه اندېښنه شته او هغه دا چې که دا خپلسرې ډیموکراسي همداسې په درز کې روانه وي ، نو کیدای شي یو وخت په افغانستان کې هم پر نورو بدبختیو دا هم ورزیاته شي چې میندو او پلرونه کلونه کلونه د خپلو اولادونو د پوښتنې په تمه وي ، او که پوستي سیستم هم همداسې وي چې دا اوس دی نو د پوسټ کارډ د ورسیدو امکان هم نه شته .
معاصر ژوند که ګڼې اسانیتاوې رامنځ ته کوي ډېر په زړه پورې ټولنیز او کلتوري دودونه له خلکو اخلي . چې ورو ورو هېریږي او بیا د نړېوالو ورځو په ټاکلو هڅه کېږي چې خلکو ته بېرته ور په زړه شي . او په لویدیځ کې د پلار ورځ اوس همداسې یو شی دی .
له سپين غر څخه په منني