بلال ناصري
په پښتو کې متل دی چې ( د نارینه په مقابل کې د ښځې ژړا د وسلې کار ورکوي او په مقابل کې یې د نارینه زړه نرمیږي ) خو اوس نړیوالو څیړنو ښودلې چې هغه ښځې چې ډیره ژړا کوي د عمر کچه یې د هغه ښځو په نسبت چې نه ژاړې او یا هم کمې ژاړې ډیر وي .
د لندن د ډاکترانو یوې ډلې پدې اړه څیړنې کړي او ویلې دې چې ډیره ژړا د ښځو روغتیا ته ګټه رسوي .
دوې وایې چې له احساساتو څخه وروسته ژړا هغه څه دي چې د انسان زړه سپکوي او په اعصابو یې بوج کمیږي نو همدلته ده چې دا ډله خلک له احساساتو د پیداکیدونکو او عصبي ناروغیو څخه په امن کې وي .
دا څیړونکې د نارینه په پرتله ښځې نیکبختې ګڼې چې لدې لارې یې د عمر کچه اوږدیږي .