په فلپین کې د یوې بې وزله کورنۍ یوه ځوان ۱۸ کلنۍ ته په رسېدو سره د نړۍ تر ټولو د ټيټې ونې سړي ریکارډ مات کړ .
د ګینس ادارې جنري بالاونګ ته چې ۵۹.۹۳ سانتي متره ونه لري، د ۱۸کلنۍ په ویاړ یو ستاینلیک هم ورکړ .
ددغه ځوان پلار ویلي، چې له دوه کلنۍ راهیسې یې د زوی بدن وده نه ده کړې .
بالاونګ تر خپل پخواني نیپالي ریکارډ ماتوونک خاجندرا تابا ماګار څخه اووه سانتي متره ټيټه ونه لري، چې دا له تېر اکتوبر راهیسې په نړۍ کې تر ټولو د ټيټې ونې سړی ثبت شوی دی .
د بالاونګ خپلوان وايي هغه په درېدو او تګ کې ستونزه لري، خو ترڅنګ روان یا ولاړ کسان د مرستې لاس ورغځوي .
د فلیپين د جنوبي مندناو ټاپو په سندنګان کلي کې د ګڼو خلکو، خپلوانو او ملګرو په مخ کې د ګینیس د مؤسسې چارواکي کریګ ګلیندای د بالاونګ د زوکړې په وینا وویل: ''په رسمي توګه اعلانوم چې دا په ګرده نړۍ کې تر ټولو د ټيټې ونې سړی دی .''
د فرانسې خبري اژانس ویلي، په مبارکي ورکوونکو کې، چې سیاسي سټې هم په کې وې، بالاونګ ته د پیسو په ګډون ګڼې ډالۍ وړاندې کړې .
د نوموړي بې وزله کورنۍ د چارواکو مالي مرستې ته سخته خوشاله شوه .
د ده پلار وویل: ''له ټولو مننه کوم چې زما د زوی - چې په نړۍ کې تر ټولو ټيټ سړی دی - ملاتړ مو وکړ . ''
''زه ستړی یم''
بالاونګ د خپلې زوکړې په مناسب د راوړل شوي کیک پر سر لګول شوې شمه بله او وویل: ''زه ستړی یم''
د بالاونګ پلار وویل، زوی یې تل ناروغه وي، ډاکټران یې د بدن د ودې د نه کولو په علت نه پوهېږي .
جنري درې سکني وروڼه لري، چې درېواړه نورمال انسانان دي.
له بي بي سي پاڼي څخه