خان ولي کامران ـ واښینګن - هالینډ

په دې ورستیو کې مې د افغانستان د چاپیریال ساتنې په یو راپور کې ولوستل چې که په کابل ښار کې د ژوند د چاپیریال غم ونه خوړل شي نو په راتلونکیو درې څلور کلونو کې به دا ښار د ژوند کولو وړ و نه اوسي .

په پلازمینی کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د چاپېریال د ککړتیاوو څخه یوه لویه ستونزه د نفوسو ډیرښت دی او هره ورځ په ښارونو کې د نفوسو تراکم زیاتیږی ،د کلیوالي سېمو خلک کوښښ کوې په ښارونو کې ژوند غوره کړي چې په ښارونو کې د نفوسو ډیرښت  لامل شوې او ښارونه  له سختو چاپېریالی ککړتیاوو سره مخ دی.

 

په دې لکینه کې هڅه شوې هغه لاملونه روښانه شی چې ولې خلک خپل کلي او بانډی پریږدی او په ښارونو کې خپل ژوند غوره کوي چې د چاپېریال له پلوه ژوند په کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

 په لودیځ او نورو  پر مختللو هېوادونو کې خلک له ښارونو څخه لرو پرتو شنو او کلیوالی سېمو ته خپلی کورنۍ او ماشومان لیږدوي ترڅو د ژوند تیرولو لپاره یوه ښه هوا او چاپېریال ولری خو په وروسته پاتې هېوادونو کې بیا دپرمخ تللو هېوادونو خلاف له کلیوالی سېمو څخه خلک ښارونو ته ځی.

په افغانستان کې که له یوې خوا جګړو د شا او خوا دوه میلونو انسانانو ژوند اخیستی  او اوس هم د پردیو لخوا په روان او تپل شوې جنګ کې افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، ددغو پردیو جنګونو څخه په میراث راپاتې ستونزي، دافغان حکومتونو نا مسلکیتوب او له بلی خوا زموږه خپله د عامو افغانانو بې غوري اوس ددې لامل شوې چې چاپېریالي ککړتیاوې هم د خلکو ژوند ته جدي ستونزې پېښې کړي .

په پلازمینی کابل او د هېواد په  یو شمېر لویو ښارونو جلال اباد، مزارشریف، هرات، کندهار، کندز او له خوست څخه د روغتیایې مسولینو د راپورونو له مخی هره ورځ په یادو ولایتونو کې په بیلا بیلو ناروغیو باندې اخته کسان چې ناروغۍ یې له ککړ چاپیریال سره تړلي  روغتونونو ته  مراجعه کوي چې ځینی خپل ژوند له لاسه ورکوي، د ډاکترانو په وینا زیاته سلنه د ماشومانو جوړوي چې د شدیدو ناروغیو په مقابل کې مقاومت نشی کولای او ډیر یې مري.

 په افغانستان کې د ورکړل شوو احصایو او د خلکو د راپورونو پر بنسټ هره ورځ له پنځو څخه نیولی تر لسو پوری کورنۍ کوښښ کوی  خپلی کلیوالي سېمي پریږدی او ښارونو ته کډه شي .

 د خلکو ددغو مهاجرتونو او کډوالیو عوامل که څه هم  ډیر زیات دی او که په ټولو باندې خبرې ددې وړې لیکنې په لمن کې نه رانغاړل کې.ي  خو په لنډو به د څو هغو لاملونو یادونه وکړ چې خلک مجبوروي له خپلو  کلیوالی سېمو څخه ښارونو ته خپلې کورنۍ ولیږدوي.

نا امني چاپیریال ته تر ټولو جدي ګواښ دی په دې تصویر کې وینۍ چې د نورستان په یو کلي کې غواګانې هم په ارامه نه شي څریدلی

ناامني:

 ناامني یو له هغو لویو او مهمو عواملو څخه شمېرل کېږی چې د چاپېریال په ککړتیا کې ډیره ونډه لري او ددغو ناامنیو او جنګونو له امله که له یوې خوا د خلکو ژوند په خطر کې لویږی خو له بلی خوا هغه طبیعی او ملی سرمایې هم له منځه وړل کېږی چې خلک ورڅخه د خپل ژوند د بهبود لپاره ګټه پورته کوي نوناامنی ددې لامل کېږی خلک خپل کلي او بانډې  پریږدی او ښارونو ته مخه کړي چې په ښارونو کې دنفوسو د ډیرښت  سبب کېږي .

بې کاري:

بې کاري هم یو له هغو لویو عواملو څخه شمېرل کېږی چې په ښارونو کې د نفوسو ډیرښت رامنځ ته کوي .

د بې کارۍ له امله زیاتره خلک او کورنۍ دې ته اړکېږی خپل شته کورونه په خپلو سېمو کې پریږدي او د ښارونو په لورې مخه را وکړي ترڅو په ښارونو کې وکولای شی د خپلو کورنیو لپاره یو مړۍ ډوډۍ پیدا کړي نو که د خت له حکومتونو لخوا په کلیوالي سېمو کې د کارونو زمیني  برابري شي چې په خپلو سېمو کې کار وکړي نو له یوې خوا په کلیوالی سېمو کې خلک له بې کارۍ څخه وژغورل شوې وې  او له بلی خوا به ښارونو کې د نفوسو د تراکم مخنیوی وشي.

ښوونه او روزنه:

په یو شمېرهغو کلیوالي سمېو کې چې د ناامنیو کچه پکې کمه وی خو د ماشومانو د ښوونې او روزنی لپاره په یادو لرو پرتو سېمو کې د حکومتونو لخوا ښه زمینه نه وي  برابره شوې او هغه کورنۍ  چې د ښوونې او روزنې په ارزښت پوه شي  نو هڅه  کوي چې د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره نږدی ښارونو ته مخه کړي . دوی ډیر په ښونځیو او زده کړو پسې راځي .  

که چیرې دوی ته دغه د ښوونې او روزنې  اسانتیاوې  د وخت د حکومتونو لخوا  د دوی په خپلو بانډو او کلیو کې برابر شي او هلته ښونځیو ته پاملرنه وشي  نو فکر نکووم چې خلک دی د خپلو ماشومانو لپاره ښارونو ته را کډه شي.

 

دا هم په چاپېریالی ککړتیاوو باندی مستقیما تاثیر لری او په ښارونو کې د نفوسو تراکم سلنه لوړوي او بالاخره د ښارونو د ککړتیاوو باعث ګرځي.

روغتیايي ستونزې:

روغتیا هم  د ژوند له لویو سهلتونو څخه شمېرل کېږي چې چاته خدای ورکړې وې خو د افغانستان په زیاترو کلیوالي سېمو کې د خلکو د روغیتايي د هواري لپاره هم اسانتیاوې نه دي برابرې شوي  چې په دې پسې ګڼې کورنۍ له کلیو ښارونو ته کډه کېږي .

که څه د ښارونو ککړه هوا د دوی په کورنیو کې ناروغۍ نورې هم زیاتوي خو دوی سره له دې هم فکر کوي چې  که په ښارونو  کې ورته ناروغۍ  هم پېښی شی نو کولای شی په اسانۍ سره  روغتون او ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د یادو شویو لاملونو سربېره ګڼ سببونه  هم شته دی چې خلک اړکوې په کلیو او بانډو کې  خپلي سېمی او اباد کورونه پریږدي او دښارونو په لوري مخه کړی چې د لیکنی د اوږدیدو له امله ورڅخه تیرېږو.

په پای کې له افغان دولت له مسولینو او خلکو څخه په خورا درناوې هېله کوو چې دخپل ژوند چاپېریال ته ډیره پاملرنه وکړي. کنه د ژوند د چاپیریال ککړتیا همدومره لوی ګواښ دی لکه جګړه یې چې یوې سیمې ته متوجې کوي .

په ښارونو کې د ککړتیاوو د مخنیوې او د یو سالم چاپېریال د رامنځ ته کیدو په اړه افغان دولت او خلکو څو سلا مشورې  او وړاندیزونه به په راتلوونکې لیکنه کې  ولولۍ.                                                         

 د خوښ او ښه چاپېریال په هېله مو