په اوږو يې اخیستلی لکه خس دی

هوس ژونددی او که ژوند خپله هوس دی

توراوربل دې  دمخ لمر دی مړاوی کړی ؟

که پرېشان له نوي غم زما اولس دی

محبت دې حوصلې کړې زما لوړې

ګنې درد دې له پخوا نه یو په لس دی

په غزل کې مې خواږه له بل ځي نه دي

راټول کړی مې دتا له شونډو رس دی

کتابونه مې خواره واره پراته دي

پکې ورک رانه تصویر دزړه دکس دی

بیا مې چادکور ور نیمه شپه ټک ټک کړ

بیا مې ولې ورخطا هر یو نفس دی

ستوري کاڼي دي ، په کاڼوباورنه کړم

انتظار دلاسو کرښو ته عبث دی  

شېبه مخکې په دې ځای کې څوک ولاړ و

دا چې اوس دلته ولاړ ګل د نرګس دی