غزل
نوي څه. ځان سره رانه وړل وختونو
منظرونه دي دتېرو موسمونو
ستا په نوم ګلاب مې ګوتو کې نیولی
باور نه کوم په کرښو دلاسونو
دوخت زلفو کې تیاره اوس هم ویده ده
په کنډو څه ته راخيژیه لمرونو
دارمان درد په هرځای کې راسره وه
يم رغلی زه تر تا په تېندکونو
حرارت مې دجذبو زړه کې محسوس کړ
چامې ونیول لاسونه په لاسونو
چې په سترګو کې يې خوب طایره نشته
تعبیرونه څنګه ورکړو دخوبونو
طایرځلاند
9ـ11ـ2011 کابل
28.11.2011
- طاېر ځلاند
ادب دژوند له پاره
طایرځلاند
مشهور قول دی چې، شعر او ادب دژوند تفسیر هم دی او دژوند انځور هم . دشعر او ادب په اړه دوه نظریې عامې دي (ادب د ادب لپاره)او (ادب دژوند له پاره )
لومړۍ نظریه، ادب یواځې د روحا ني خوښۍ او تفریح یوه ذریعه ګڼي ، ددې نظریې منونکي دادب ل...
15.12.2011
- طاېر ځلاند
پښتو غزل ددوه زره لسم کال په تناظر کې
طایرځلاند
يوېشتمې پېړۍ په لومړي قدم کې له ځانه سره ډیرداسې ناورينونه راوړل چې تر دوه زره لسم پورې هغه پرهرونه چې له امله يې سينې ځړیکې څړېکې وې ټکور نه شول او نن هم ددرېمې نړۍ وګړي يې له امله زوريږي
تاسې به وایې چې عنوان دغزل په اړه دی...