درېيم څپركى

زيار او خپلواكي

تاسې به يې ونه منئ، چې په ژوند كې ډېر ستر كارونه په ډېرو وړو وسيلو او منځنۍ درجې وړتيا ترسره كېداى شي؛ خو لږ فكر و سوچ غواړي. اصل كې د ورځنيو اړتياوو په اړه فكر كول انسان ته نوې نوې تجربې ور زده كوي. كه پرمختګ يوه لار وګڼو؛ نو دا لار د ځينو نېكيو په لرغوني سړك جوړه شوې ده. ښه اوس به دا لرغوني نيكۍ څه وي؟ خو همدا زيار، رښتينولي، خپلواكي او ايمانولي لرغوني نېکۍ دي کنه!

وګړي هسې پانګه ړنده ګڼي؛ خو كه رښتيا ووايو پانګه دومره ړنده نه ده، لكه څومره چې انسان ړوند دى. كه د انساني ژوند پر عملي برخه لږ سوچ و غور وكړو؛ نو دا خبره ترې ډېره ښه معلوميږي، چې پانګه د زياركښانو پلوي كوي او ډېر ځله د همدوى كورونو ته ځان برابروي. شمال او لمر هم د ښو ماڼوګانو (كښتۍ چلوونكيو) مرستندوى دي. سهي كوښښ او برياليتوب ټول عمر سره يو ځاى وي. هغه څه چې د برياليتوب لپاره ډېر اړين دي، دومره حيرانوونكي او نوي نه دي. موږ يې يوازې دوه وييونو كې راټولولاى شو (( عام عقل اوخپلواكي )) وړتيا او استعداد دومره اړين نه دي.

تر ټولو لوړ استعداد لرونكي ځكه دې درجې ته رارسېدلي، چې زيار يې ايستلاى. ډېر عاقلان دا خبره نه مني، چې د ذهانت او عام عقل تر منځ دې توپير شتون ولري. لكه څرنګه چې جان فاسټر[1] ليكي (( ذهانت د فطري نور د روښانه ساتلو نوم دى. )) د بفن[2] په اند (( ذهانت او صبر د ستونزو د منلو او زغملو ځواك ته ويل كېږي او دا دواړه سره بېل نه دي. ))

د انګلستان ټول پوهان پر دې يوه خوله دي، چې نيوټن[3] په ذهانت كې د خپل وخت يوازينى انسان و، پر خپل مهال يې خپله جوړه نه درلوده؛ خو له هغه هم چې يو مهال وګړيو وپوښتل (( تا دومره نوې نوې خبرې څرنګه را وايستې؟ ))

هغه ورته ځواب وركړ (( ماټول عمر د هر څه په اړه سوچ و غور كړى )) يو ځل ترې وپوښتل شول (( ته لوستنه څرنګه كوې؟ )) هغه په ځواب كې وويل (( زه چې كله غواړم، كوم مضمون باندې پوه شم؛ نو هغه مضمون د زړه سترګو لاندې ږدم او بيا انتظار كوم، چې د حق روښنايي راښكاره شي، هماغه وي، چې لږ وروسته مې ذهن پرې خلاص شي او پر سكالو پوه شم ))

يوازې نيوټن نه؛ بلكې څومره ستر خلك چې تېر شوي، ټول زياركښان وو. د نيوټن خوى دا و، چې كه په يو كار كې به ستړى شو؛ نو بل كار به يې پيل كړ او ويل به يې چې دا زما تفريح ده. زياركښانو په نړۍ كې دومره ستر كارونه كړي، چې اوس ډېر وګړي شكمن دي، چې ذهانت هم انسان ته څه ګټه لري او كنه؟ ځينې په دې اړه دومره وړاندې تللي، چې وايي: هر څوك چې هڅه وكړي، شونې ده، چې شاعر، ويناوال او انځورګر شي.

 جي پي بډر د انګلستان يو ستر نوميالى انجينر تېر شوى دى، د هغه په يادو حساب كول ډېر مشهور دي. دى د خپل پرمختګ لامل داسې بيا نوي (( ما چې ښه غور وكړ او خپل ذهن مې له نورو سره پرتله كړ؛ نو دومره توپير په كې نه و. كه كوم توپير په كې ښكاري هم، نو بس دومره به وي، چې ما په يادو حساب كولو كې لږ زيار ايستى؛ ځكه له نورو نه ژر حساب كولاى شم ))

د بډر پلار يو مستري و، مشر ورور يې ورته په ماشومتوب كې تر سلو پورې حساب ورزده كړى و؛ يانې په وړوكوالي كې يې ذهن له عددونو او شمېر سره يو ډول تړلاى و. څو ورځې وروسته يې د ضرب زباني په زده كړې پيل وكړ او تر لسو پورې يې زده كړه. د دوى د كور تر څنګ يو لوښى جوړونكى و. دى به ډېرى مهال د هغه خواته ورته. يو ځل ترې چا پوښتنه وكړه چې (( نهه په نهو كې څو؟ )) ده سمدستي ځواب وركړ چې (( يو اتيا )) بيا ترې وګړيو يو څو نورې وړې وړې پوښتنې وكړې؛ نو ټولې يې سمې ورته ځواب كړې. وګړي ورته هېښ پاتې شول. له دې وروسته دى مشهور شو، بيا به ترې هر چا پوښتنې كولې، ده به ورته ځوابونه وركول او هغوى به يو څه پيسې د انعام په توګه وركولې. دې انعامونو او ستاينو د هغه پام نور هم د حساب پلو واړوه، وروسته يې بيا تر زرو پورې ضرب زباني زده كړه او بيا يې تر سلو لكو پورې هم زده كړه. دا مهال نو دا هلك دومره مشهور شوى و، چې په ورځپاڼو كې يې تصويرونه چاپ شول. لږ وروسته يې يو ځاى كې د ليكوونكي دنده واخيسته او له هغې وروسته يې د انجينرۍ كار پيل كړ، چې په كې ښه مشهور شو. يو مهال بډر يوې غونډې ته وينا كوله، ويې ويل (( ما كلونه كلونه د ضرب زباني په زده كړه كې كوښښ وكړ، دې راته په ورځني ژوند كې هم ډېره ګټه ورسوله او وګړي يې هم زما پلو په پام كې كړل، همدا لامل شو، چې زه يې له عادي حالت څخه دې حالت ته راورسولم، چې نن ستاسې مخې ته ولاړ يم او وينا درته كوم ))

 دالټن[4]، چې د كيميا په پوهه كې يې جوړه نه درلوده، د خپل ذهانت اصلي لامل زيار او د غوره خبرو راټولول ګڼي. جان هنټر ليكي (( زما زړه د شاتو مچيو ځالې غوندې دى، له لرې پرېشانه ښكاري؛ خو چې له نږدې وكتل شي؛ نو يو څه به خامخا په كې وي. په دې كې د شاتو غوندې ګټورې خبرې له بېلابېلو ځايونو راټولې شوي دي او ترې ډك دى ))

لنډه دا چې كه د سترو پوهانو، هنرمندانو او.... ژوند ته وګورو، دا خبره ترې ښه روښانه كېږي، چې د هغوى برياليتوب يوازې د زيار په وجه و. دغو وګړيو د زيار په وجه له هېڅ څه نه سره زر جوړ كړل. د ډرزيلي[5] په اند (( برياليتوب د كارونو په پوخوالي پورې تړلى دى. )) خو خبره دا ده، چې د كارونو پوخوالى له زيار او هڅې پرته هم شونې دى او كه نه؟

نه هېڅكله نه! كه موږ په ژوند كې زيار او هڅه خپله كړو؛ نو شونې ده، چې ډېر ستونزمن كارونه راته اسانه شي. رابرټ پيل چې د انګلستان پارلمان كې دومره شهرت حاصل كړ، څه فكر كوئ، چې د ذهانت په وجه و؟ نه هېڅكله نه، يوازينۍ لامل يې خواري، زيار او ډېره هڅه وه.

هغه چې ماشوم و؛ نو پلار به يې مېز ته كېناوه او وينا (( تقرير )) به يې ورزده كوله. لومړي سر كې يې خو لږ پرمختګ كاوه؛ خو يو مهال داسې راغى، چې په ډېر كم عمر كې يې ډېر ښه تقرير كولاى شو. كله به چې پارلمان كې هغه د وګړيو د ويناوو ځوابونه ويل؛ نو وګړي به ورته هېښ پاتې ول؛ خو دا خوى هغه يو دم نه و خپل كړى؛ بلكې له ماشومتوبه يې ځان عادت كړى و.

سيتار غږول څومره اسان كار ښكاري؟ خو د هغه زده كړه هم ډېرې هڅې او زيار ته اړتيا لري. يو ځوان له (( ګيارډني )) نه وپوښتل چې څوكاله وروسته به زه تاغوندې سيتار وغږولاى شم؟ هغه ورته په ځواب كې وويل (( كه هره ورځ پوره دولس ­ساعته _ څلورويشت كاله پرله پسې سيتار وغږوې ))

د پرمختګ كړۍ ډېره سسته ده. سترې پايلې ډېر ژر نشي تر لاسه كېداى. انسان چې كله ډېر لرې واټن وهي؛ نو هم په يو يو قدم اخيستلو يې وهي. ډي مسټير وايي (( برياليتوب له انتظار څخه وروسته وي )) رښتيا چې د صبر ميوه په مدار پخيږي او خوږه هم وي. انسان بايد هر كار ته په خوښۍ غاړه وركړي او ژوند په همدې خوږېږي. د يو پوه وينا ده (( تل خوښ پاتې كېدل، له لسو د يني كمالونو څخه نهه خپلول دي )) سډني سمتهـ [6] د يارك شاير ښار كې د پادري په توګه دنده تر سره كوله، چې دده هېڅ خوښه نه وه. يوه ورځ يې ترې يو ملګري وپوښتل، چې څنګه كار دې په زړه پورې دى او كه نه؟ هغه ورته وويل (( وروره! ما په خپل زړه دا بوج راوړى، چې بايد دا دنده خوښه كړم او ترې راضي اوسم، دا ماته ناځواني ښكاري چې هر ځاى كې شكايت وكړم، پر ما ظلم كېږي او زه په دې دنده كې خوښ نه يم )) هغوى، چې اوس يې وګړيو ته ګټه رسي، دې لپاره يې ډېر كار كړاى دى. كه د هغوى ژوند تاسې ولولئ؛ نو درته به معلومه شي، چې په ژوند كې يې هېڅ مرستندوى نه درلود؛ ځكه اوس له نورو سره مرسته كوي. هغوى چې كوم تخم كرلاى و، هغه د واورې لاندې شوى، مخكې له دې چې پسرلى پرې راشي، كروندګر يې مړ شوى. ادم سمت[7]، چې د تمدن او ټولنې په اړه كوم كتابونه ليكلي، هغه د هغه په وخت كې چا نه دي لوستي، تر اويا كلونو پورې دا كتابونه د وګړيو له پامه لرې وو. له دې وروسته وګړيو هغه ولوستل؛ خو بيا هم په اوسنۍ نولسمه پېړۍ كې هم لكه څرنګه چې بايده و، هغسې قدر يې چا ونه كړ.

مايوسي او نهيلي يوه بلا ده، الله جل جلاله دې هر انسان له دې بلا څخه وساتي. كه پر چا يې هم لاس پورته شو؛ نو له خاورو سره يې خاورې كوي. د هيلې او اميد بېلګه د لمر غوندې ده. څوك چې ورته مخه كوي، نو ستونزې او غمونه يې لكه سيوري له مخې لرې كېږي.

(( څرنګه كار وكړم؟، څرنګه خوشحاله شم؟، نړۍ ډېر خراب ځاى دى )) دا ډول غونډلې(جملې) د هغوى له خولو راوځي، چې هيلې نه لري. هغوى چې لاسونه يې په خپله له منځه وړي وي.

 ډاكټر ينګ[8] يو ستر پوه تېر شواى دى. هغه به ډېر ځل دا خبره كوله (( كوم كار چې يو انسان كولاى شي، بل يې هم كولاى شي. )) يو ځل دى پر اس سپور چېرته روان و، بارسلي[9] هم ورسره و. د دوى دواړو مخې ته يوه وياله راغله، بارسلي چې د اس سپرلۍ كې يې ډېر مهارت درلود، په يو خېز اس له ويالې واړوه. ينګ هم كوښښ وكړ؛ خو له اس څخه لاندې راولوېد. دلته خو ده ته پكار و، چې خپل همت يې له لاسه وركړى واى؛ خو نه سمدستي بيا پر اس سپور شو او بيا يې هڅه وكړه، چې له ويالې تېر شي؛ خو بيا هم راولوېد. دا ځل يې هم همت ونه بايله؛ بلكې د درېيم ځل لپاره يې هم هڅه وكړه؛ نو ايسته ترې تېر شو.

كه څه هم لوستونكيو ته به دا ډېره عادي او وړه خبره ښكاري؛ خو همدغسې وړو وړو خبرو كې ډېر مهم درس پروت وي او ډېر ځل همدا وړې خبرې پوره انسان بدلوي. د هغه كړو وړو ته بدلون بښي.

اډوبن[10] مشهور انځورګر تېر شوى. دى وايي (( ما څو كاله خوارۍ نه وروسته ايله پنځوس ډېر ښه انځورونه جوړ كړل. دا ټول مې په يو بكس كې كېښودل او خپل يو ملګري ته مې وسپارل. زه خپله په سفر ووتم. د تګ پر مهال مې په خپل ملګري ددې د ساتنې ښه تاكيد وكړ؛ خو كله چې له سفر نه راوګرځېدم او له ملګري مې هغه بكس واخيست او ومې كوت، څه ګورم چې ټول انځورونه موږكانو خوړلي او پر ځاى يې خپلو بچيو ته په کې كورونه جوړ كړي دي. دا يوه داسې پېښه وه، چې لومړى يې زه سخت وارخطاء كړم؛ خو وروسته مې سوچ وكړ، چې څه شوي؟ زه كولاى شم له دې نه ډېر ښه نور انځورونه جوړ كړم. هماغه و، چې هغه انځورونه مې هېر كړل او د نورو انځورونو په جوړولو بوخت شوم. د خداى په مهربانۍ مې له هغو ډېر ښه انځورونه جوړ كړل.

ددې پېښې په درد بله څوك دومره نه پوهېږي، هغه څوك دا درد ډېر ښه درك كولاى شي، چې همدغه ډول پېښه ورته پېښه شوي وي. هغه پر دې پوهېږي، چې اډوبن له څومره همت او زړورتيا نه كار اخيستى او دى څومره سپين زړى او صبر كوونكى انسان و؟

لارډلايل[11] د انګستان نوميالى تاريخ ليكونكى او پوه تېر شوى دى. په ډېرې سختۍ او زحمت يې يو كتاب وليكه، چې نوم يې و (( د فرانسې بغاوت )) ددې كتاب يوه برخه چاپ شوې وه او بله برخه يې همداسې پاتې وه. د هغه يو ملګري ترې دا مسوده د لوستلو لپاره واخيسته. د خپل كور كړكۍ كې يې ايښې وه، چې د هغه يو مزدور وليده؛ نو فكر يې وكړ، چې عادي كاغذونه دي. ايسته يې وسوځوله. كله چې لارډلايل له دې پېښې خبر شو؛ نو سخت خفه شو؛ خو بيا يې هم خپل همت ونه بايله. بيا يې د هغې برخې په ليكلو پيل وكړ، تر هغې چې كتاب يې بشپړ كړ.كه د هغه پر ځاى بل څوك واى؛ نو بې ځايه غوسه به يې كړې وه، همداسې خفه به ناست و او كتاب به هماغسې نيمګړى پاتې شواى و. سټيفن[12] پوره پينځه لس كاله زيار وايست. ايله په دې وتوانېد، چې د ريل انجن ته دومره پرمختګ وركړي، چې د اوسپني پر سړك حركت  وكړاى شي.

جيمس وايټ[13] له درې كالو نه وروسته پر دې وتوانېد، چې د ريل ګاډي انجن تېلو ته اماده كړي. والټر سكوټ[14] دومره كتابونه ليكلي، چې كه څوك يې كلونه كلونه ولولي، هم نه خلاصيږي. حال دا چې دى يو عادي ليكونكى و. په خپل وخت به دفتر ته راته، يوازې سهار كې يې چې هر څومره وخت درلوده؛ نو په كې به يې كتابونه ليكل. په دفتر كې به يې چې يو مخ ليكه؛ نو دوه انې به يې وركولې. ده به هره ورځ يو سل او شل مخونه ليكل او هره اوونۍ به يې پينځه لس روپۍ ګټلې. هغه ته به چې كله د كوم ملګري ليك راغى؛ نو سمدستي به يې ورته ځواب ليكه او هېڅ ځنډ به يې په كې نه كاوه. كه څه هم سكاټ ډېره وړتيا درلوده؛ خو بيا به يې هم ويل (( زه خپلې ناپوهۍ ته سخت خفه يم )) د هغه دا وينا څه د دروغو ځان كم ګڼلو لپاره نه وه. هر څوك چې ډېره وړتيا ولري؛ نو هغه ته حقيقت دغسې څرګنديږي. د (( ستر نټي پوهنتون )) مشهور پروفيسور ته به چې محصلين راغلل او ورته به يې وويل چې زموږ زده كړې پاى ته ورسېدې؛ نو هغه به ورته په ځواب كې ويل (( كه ستاسې زده كړې پاى ته ورسېدې؛ نو زما زده كړې اوس پيل شوې ))

سقراط[15] به ويل (( ماته په دومره وخت كې يوازې يوه خبره معلومه شوه او هغه دا چې زه تر اوسه هم په څه نه پوهېږم )) اسحاق نيوټن به ويل (( زه تر اوسه د علم د سمندر په غاړو كې شږې چاڼوم )) لنډه دا چې د انسان غرور د هغه كم عقلۍ او ناپوهۍ نه رازېږي، جان برېټن د عمارت (ودانۍ) پوهه كې ډېر كتابونه ليكلي دي. دى ډېر زياركښ سړى و. د ولټي مور ښار په يوې غريبې كورنۍ كې زېږېدلاى و. د پلار له مړينې څخه وروسته يې تره روزنه پر غاړه واخيسته. په ماشومتوب كې يې هېڅ هم ونه لوستل، كله چې لږ راغټ شو؛ نو تره يې يو ځاى كې په كار وګوماره. كله يې چې تره ناروغ شو او نور يې دى نشو ساتلاى؛ نو يوازې دوه ويشت روپۍ يې وركړې او له كوره يې وويست. تر اوو كالو پورې دى په سلګونو ستونزو او كړاوونو كې راګير و؛ خو بيا يې هم لوستنه پرېنښوده. هغه خپله ليكي (( زه چې په كوم كور كې اوسېدم، هغه ډېر سخت تياره و؛ خو زه اړ وم، چې د مياشتې يې دولس آنې كرايه وركړم. زه به په خپله بستره كې پروت وم او كتابونه به مې لوستل. په يخ ژمي كې هم ما دومر وس نه درلود، چې ځانته اور بل كړم ))  دى به پلى ښار ته، ته او هلته به يې د بوريو اوبدلو كار كاوه. لږ وخت وروسته يې دا ځاى هم پرېښود او پوره مفلس ترې جوړ شو . نه به يې په پښو څپلۍ وې او نه پر تن كالي، څو ورځې وروسته يې بيا د لندن په يوه كارځي كې د بوريو اوبدلو كار پيدا كړ. هلته به يې د سهار له اووبجو د شپې تر يوولسو بجو پورې كار كاوه. د همدې ډېر كار په وجه ناروغ شو او كار يې پرېښود. له دې څو ورځې وروسته بيا په يو ځاى كې د اوونۍ په اوو روپيو ليكونكى (محرر) وګومارل شو. دغه ځاى كې سړى فكر كوي، چې افرين شه دده په دومره ستر شخصيت، چې په دومره ستونزو او كړاوونو كې يې هم ليكوالي پرېنښوده. دې دندې سره اوس هغه ته لږ وخت دا پيدا شو، چې كتابونه هم ولولي. دلته يې په ډېر لږ وخت كې ډېر پرمختګ وكړ. له لږ كار كولو څخه وروسته په يو بل دفتر كې د اوونۍ په لسو روپيو وګومارل شو. په اته ويشت كلنۍ كې يې يو كتاب وليكه، چې نوم يې دى (( د پيزيرو حالات ))، په همدې يې بسنه ونه كړه؛ بلكې له دې وروسته يې تر مرګه اوه اتيا كتابونه وليكل. د هغه يو ستر كتاب په څوارلس ټوكو كې چاپ دى، چې په كې د انګلستان د لرغونو ودانيو په اړه هر اړخيز معلومات خوندي دي. هر څوك چې دا كتاب وګوري او ويې لولي؛ نو د ليكوال ستروالى يې ترې معلومولاى شي.

د سمويل ډرو ژوند هم سخت هېښنده تېر شوى. د هغه پلار ډېر زياركښ مزدور و. كه څه هم دومره وس يې نه و؛ خو بيا يې هم سمويل ډرو او د هغه يو ورور په يو داسې ښوونځي كې داخل كړل، چې د اوونۍ به يې اته فيني (Penny ) فيس وركوه. د ډرو مشر ورور چې جائيز نومېده، ښه په مينه درسونه ولوستل؛ خو ډرو يو ډېر شوخ او شرير انسان و. څه يې چې مور په كور كې ورښودلي و، هماغه يې زده ول او په ښوونځي كې يې ټكى هم زده نه كړ. له شوخۍ او لوبو كولو پرته يې بل كار نه و. كله يې چې عمر اتو كالو ته ورسېد؛ نو اړ شو، چې مزدوري وكړي. د ورځې به يې څلور پيسې ګتلې. كله يې چې مور مړه شوه؛ نو دى نور هم بې سره شو. كله چې لس كلن شو؛ نو پلار يې له يو موچي سره كېنوه. دلته يې نو زښت زيات كړاوونه وګالل، هغه خپله ليكي (( لكه څرنګه چې چنګښې په ډنډ كې اوسي، دغه ډول زه هلته اوسېدم ))

په دې عمر كې دده خوى دا و، چې باغونو ته به ته او مېوې به يې راپټولې. نورې غلاوې به يې هم كولې. ډېر لږ وخت كې د ښار د لوپرانو مشر شو. كله چې اوه لس كلن شو؛ نو له موچي نه وتښتېد او (( بكارډ )) ښار ته لاړ.، هلته هم له يو موچي سره مزدور شو. له دې وروسته بيا (( پلايموت )) ښار كې له يو موچي سره مزدور شو.

 انګلستان ته به چې د نورو هېوادونو مالونه په بېړيو كې راتلل؛ نو يوه معلومه اندازه ماليه به ترې اخيستل كېده؛ خو ډېرى سوداګرو به ددې لپاره چې له دې ماليې نه ځان وژغوري، خپل مالونه به يې په بدماشانو ښكته كول. سمويل ډرو هم ددې مالونو په ښكته كولو كې ښه چالاك او تكړه و. يو ځل يې نيمه شپه كې له يوې بېړۍ مال را ښكته كاوه، دى له خپلو نورو ملګرو سره په يوې وړې كښتۍ كې سپور و، دې وخت كې ناڅاپه توپان راغى، كښتۍ يې چپه كړه، ملګرو يې لاس و پښې واچولې؛ خو ويې نشو كړاى، چې ځان ژۍ ته وباسي، ډېر ملګري يې هماغسې په سمندر كې ورك شول؛ خو ده په سمندر كې هم ځان ونه بايله، له خپل زيار او هڅې يې كار واخيست، كوښښ يې وكړ او ځان يې د سمندر تر غاړې راورسوه. تر غاړې چې راورسېد، همداسې بېهوښه پرېوت. شپه پرې تېره شوه، سهار چې وګړيو وليد؛ نو روغتون ته يې بوت او هلته يې په اصطلاح مړ بدن كې ساه وچلېده.

چا چې د سمويل ډرو دغه حالات لوستلي وي؛ نو هغه ته به معلومه شوي وي، چې دى څومره خراب و او څرنګه يې ځان څومره ښه كړ؟ نو ځكه ويلاى شو، چې د هڅې او زيار ګاللو په وجه شونې ده، چې انسان ځان ډېر بدل كړي. لكه څرنګه چې ډرو د ژوند په پاى كې د يو نوميالي واعظ او تكړه ليكوال په حيث مړ شو.

كله چې ډرو د مرګ له هغې پنجې وژغورل شو؛ نو دومره بدلون په كې راغى چې بيا به ټول وخت خاموشه او غلى و. داسې لكه د څه شي په اړه چې ژور سوچ كې ډوب وي. څه وخت وروسته يې ورور هم مړ شو، چې د هغه مړينې پر ده دومره اغېز وكړ او دى يې دومره بدل كړ، چې اوس هېچا هم فكر نه كاوه، چې دى دې هغه پخوانى ډرو وي. اوس يې په زړه كې د زده كړې شوق راپارېدلاى و؛ خو پخوانۍ زده كړې يې ټولې له ياده ايستې وې، دا مهال دده ليك دومره خراب و، چې يو ملګرى يې په اړه ليكي (( د ډرو ليك داسې دى، لكه د مرغۍ پښه چې په سياهي كې ولړې او بيا يې پر كاغذ راكاږې....))

ډرو د ځان په اړه خپله ليكي (( ما چې څومره لوستنه كوله؛ نو خپلې ناپوهۍ باندې به پوهېدم. زما په زړه كې به د زده كړې هيله ورو ورو زياتېده، ما خپله هره شېبه د زده كړې لپار تېره كړه؛ ځكه زه اړ وم، چې د خپل زيار او هڅو په وسيله يوه مړۍ ډوډۍ پيدا كړم؛ نو ځكه به راته زده كړې ته ډېر لږ و خت پاتې كېده. ما ځان داسې عادت كړاى و، چې بس خوره او لوله. كله چې ما د لاك هغه ليكنه چې د عقل په باره كې يې ليكلې وه، ولوسته؛ نو زما سترګې پرانېستل شوې. له دې وروسته ټول بېكاره خيالونه زما له ذهنه ووتل او له ما يو دويم سړى جوړ شو. ډرو يوازې په اوو روپيو د كور ګوزاره كوله. كه څه هم دا مهال پرې وګړيو باور درلود، لكه يو ځل ورته يو سوداګر يو څه روپۍ پور وركړې؛ خو ده هغه ډېر ژر بېرته وركړې او له ځانه سره يې ژمنه وكړه، چې نور به له هېچا څخه پور وانخلي. هماغه و چې په ډېرو ستونزو كې يې هم چاته لاس اوږد نه كړ او خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شو. هغه له ځان سره ژمنه كړې وه، چې د خپلواكۍ، زيار او كفايت له لارو به پيسې لاسته راوړي. بس خداى جل جلاله هم ورسره مرسته وكړه او په دې نېكې اراده كې يې بريالى كړ.

كه څه هم هغه اړ و، چې د ژوند تېرولو لپاره پيسې وګټي او دا ګټه په ډېرو هڅو او زيار ګاللو كې وه؛ خو بيا هم هغه يو څه وخت دې ته ځانګړى كړاى و، چې رياضي، تاريخ او فلسفې غوندې پوهې زده كړي.

له هټيوالۍ او زده كړو سره سره هغه يو بل كار هم پيل كړ، هغه وګړيو ته نصيحت كول و. پر سياسي موضوعاتو به يې بحثونه كول. ډېرى وخت به ستر ستر پوهان له هغه سره بحث كولو لپاره هټۍ ته ورتلل. كله كله به دى هم اړ كېده، چې هټۍ بنده كړي او بحثونو ته لاړ شي؛ نو ځكه خو به بيا اړ و، چې تر نيمو شپو دوكانداري وكړي. يوه ورځ دى په خپله كوټه كې ناست و، يو څه كار يې كاوه، چې يو هلك ورته راغى او ويې ويل (( اى موچي! اى موچي! د ورځې ګرد ګرځې او د شپې بيا لګيا يې كار كوې )) خو ده په ډېره نرمۍ ځواب وركړ (( سمه ده وروره! سمه ده، انشاء الله نور به داسې نه كوم ))

ډرو ليكي (( ددې هلك غږ ماته داسې ښكاره شو، لكه غيبي غږ چې راباندې شوى وي. هماغه و، چې د نن كار سباته پرېښودو خوى مې بيخي پرېښود )) كله يې چې واده وكړ؛ نو امريكا ته د تللو اراده يې وكړه. په همدغه وخت كې يې د شعر ليكلو هيله هم په زړه كې راوټوكېده. شعرونه يې ليكل، تر اوسه چې د هغه شاعري سړى لولي؛ نو ورته ښكاري، چې د هغه په زړه كې د دونيا د ګډوډ نظام په اړه يو درد شتون درلود. هغه نور هم ډېر كتابونه ليكلي، د يو نوم يې دى (( د اروا بې جسمه او بې زواله كېدل )) دا كتاب ډېر ګټور دى. اوس يې ډېر وګړي په مينه لولي؛ خو هغه يوازې په دوه سوه روپيو دا كتاب پر يو سوداګر وپلوره او فكر يې كاوه، چې ډېره ګټه يې كړې ده. دا مهال هغه ته دا نه وه، معلومه چې كتابپلورنكى به په دې په لكونو روپۍ وګټي.

خو دومره نوم او شهرت هم هغه مغرور نه كړ، له دې سره سره به يې بيا هم سهار سهار د خپل كور مخه جارو كوله. د كور مخې ته به يې خس او خځلې ټولولې او نغري كې به يې سوځولې. يو ځل د هغه يو ډېر ګران ملګري ورته وويل (( دا كار ستا له شان سره جوړ نه دى )) هغه ځواب وركړ (( څوك چې د خځلو په راټولولو شرمېږي؛ نو هغه دې د اور په لګولو هم وشرمېږي ))

يو مهال ډاكتر يوك دى په يوې دندې وګوماره، چې هلته به يې هم كتابونه ليكل او خپرونو ته به يې ليكنې كولې. په همدې وخت كې يې ډېر پرمختګ وكړ، لكه چې خپله ليكي (( زه له يو ډېر ټيټ اكر نه راپورته شوم؛ خو وروسته بيا زما ټوله هڅه دا وه، چې دوستان او ملګري مې عزتمن شي. هغوى هم زما په څېر ايماندار، زياركښ او له خدايه وېرېدونكي شي. الحمدلله چې زما كوښښونه يوې پايلې ته ورسېدل او زما ټول ارمانونه الله تعالى پوره كړل.

د هيوم ژوند ته هم يو څه ځير كېدل پكار دي. دى ډېر ماشوم و، چې پلار يې مړ شو. مور يې (( منټروس )) ښار كې يو دوكان پرانېست او هيوم يې له يو ډاكټر سره د ډاكټرۍ زده كولو لپاره كېناوه. هيوم په ډېره مينه ډاكټري ولوسته او بريليك يې تر لاسه كړ. بيا يې په ۱۸۰۳ ز كال كې جنرل پاول سره كار پيل كړ. كله چې د مرهټه وو او دولت تر منځ جګړه ونښته؛ نو دغه مهال دولت ته د يو ژباړونكي اړتيا وه، بس دلته هم دى سمدستي په همدې دنده وګومارل شو. په همدې دنده كې هندوستان ته لاړ او هلته يې هندوستانۍ ژبه زده كړه. له دې وروسته بيا د فوځ د خپرونو د څانګې مشر شو. ددې ټولو كارونو له تر سره كولو څخه وروسته به هغه ته ايله دومره وخت پيدا كېده، چې هغه به په كې حيران و، چې كوم كار په كې وكړي؟ په دې دنده كې يې نور هم پرمختګ وكړ، د پوست خونې مشر هم وګومارل شو. دې ځاى كې ده ډېره ګټه وكړه، كله چې لس كاله وروسته بېرته خپل هېواد ته راغى؛ نو دلته يې لومړى كار دا و، چې د خپلو دوستانو او ملګرو په اړه يې تصميم ونيوه، چې څوك بايد چېرته پر دنده وګوماري؟

هيوم ځانغوښتونكى انسان نه و، چې د پيسو له پيدا كولو سره ترې ځان ورك شوى واى او هر څه دې يې د ځان لپاره غوښتلاى. د هغه په زړه كې له خپلو هېوادوالو سره مينه راټوكېدلې وه. په همدې پار پرې د نورو هېوادونو اوسېدونكي هم ګران وو او مينه يې ورسره لرله، چې له حالاتو يې ځان خبر كړي. په همدې موخه يې سياحت ته مخه كړه. كله چې په ۱۸۱۲ ز كال كې بېرته له سفر څخه راوګرځېد؛ نو د پارلمان غړى شو او له دې وروسته تر څلورويشت كالو پورې په همدې څوكۍ پاتې شو. كله به هم چې پارلمان كې كومه ناوړه خبره رامنځته كېده؛ نو ده به يې پر وړاندې غږ راپورته كاوه او هڅه به يې كوله، چې په ډېرو قوي دلايلو خپله خبره په نورو ومني.

ده به چې كله وينا كوله؛ نو ډېر روان، ساده او واضح به غږېده. شيفسټري ليكي (( كه په نړۍ كې داسې څوك وي، چې پر خلاف خبرو نه خفه كېږي؛ نو هغه به خامخا هيوم وي. )) د پارلمان ډېر نظرونه به دده پر خلاف ول؛ خو دى به يوازې په بله خوا ولاړ و. داسې هم نه چې دده خبرې به بې دليله وې. كه څه هم هغه مهال به وګړيو پرې خندل او ډېر به يې له قصده پر خلاف ودرېدل. ډېر ځل به داسې هم كېدل، چې دى به په ټول پارلمان كې يوازې پاتې و؛ خو بيا به هم په خپل نظر كلك ولاړ و. هېڅكله يې خپل همت ونه بايله او نه هم نهيلى شو.