دويم څپر كى

همت او زړورتيا

په ټولنه كې د غوره ژوند كولو لپاره چې بل څه اړين دي، هغه همت او زړورتيا ده. كه انسان همت او زړه ورتيا ورلوي؛ نو د ژوند په هر ډګر كې به بريالى وي. د هر كار د ښه تر سره كولو بنسټ همت او زړوتيا ده. لويوالى او سړيتوب هم د همت او زړورتيا تر شا ولاړ وي. همت او زړورتيا ده، چې انسان له ډېر ستونزو او لانجو سره مخ كېدو نه ژغوري او د ژوندانه په مزل كې ډېرو خنډونو نه پښې اړولاى شي. هغه كار چې عقل و فكر يې نشي تر سره كولاى د همت او زړورتيا په مرسته يې تر سره كولاى شئ. د ډېرو كارونو لپاره وړتيا او پوهې ته دومره اړتيا نه وي؛ لكه څومره چې همت او زړورتيا ته وي؛ نو ځكه ويلاى شو، چې زړورتيا د انسان د ټولو ځواكونو مور ده. كه لږه نوره مبالغه وكړو، نو ويلاى شو، چې همدغه شى خپله انسان دى. همدا زړورتيا ده، چې د انسان په وجود كې شته ټول ځواكونه په خوځښت راولي، په هره هڅه او كوښښ كې ساه اچوي. د رښتينو هيلو بنسټ همدا ده او هيلي دي، چې زموږ دا تريخ ژوند يې راته خوږ كړى دى.

د يو ستر او پوه شخص وينا ده (( افسوس پر هغوى چې زړونه يې لوېدلي دي )) كه سترګې پټې نه كړو؛ نو په نړۍ كې تر همت، زړورتيا او پر ځان ويسا څخه بل ستر نعمت نشته. ددې نعمت پر وړاندې نور هر څه هېڅ دي. زه چې كله غريب وګړي وينم، چې ستونزو ته له صبر او حوصلې څخه كار اخلي، د ژوند په هره لار كې له سل او زر خنډونو سره مخيږي؛ خو بيا هم په شا نه ځي او هڅه كوي، چې وړاندې لاړ شي؛ هېڅ ډول ستونزې يې په تندي ګونځې نشي راوستى او نه يې نهيلي كولاى شي؛ هغوى چې يوازې د همدې همت او زړورتيا په مرسته هڅه كوي ستونزو ته حل لارې وګوري؛ نو دغه مهال زه نشم ويلاى، چې څومره خوښېږم؟ زما له خولې بې واكه ورته وځي (( افرين دې وي پر تاسې اى همتناكو او زړورو وګړيو! ))

نهيلي د ځوانانو په زړونو كې پر يو ډول ناروغۍ بدليږي. د همدې ناروغۍ په سبب هغوى خپل خوږ ژوند د خيالي پولاوونو په پخولو تېروي او ټول عمر په داسې پولاوونو جوړولو بوخت وي، چې هېڅ مانا او مفهوم نه لري.

تاسې ته زما وينا داده، چې هر وخت مو د يو كار كولو ته زړه وشو، سبا ته يې مه پرېږدئ، سمدستي پورته شئ او لاس پرې پورې كړئ. دا مهال هېڅكله ناغيړي مه كوئ، تاسې ته پكار دي، چې ټولو ذمو او مسوليتونو ته په خوښۍ غاړه كېږدئ؛ ځكه دا زموږ زده كړو او تجربو لپاره ډېر اړين دي، هګ ملر[1] وايي:

 (( ما يوازې يو ښوونځي كې ښه زده كړه كړې، هغه ښوونځى دا نړۍ ده، چې زيار او ستونزه په كې دوه تكړه او هڅاند ښوونكي وو. هغه څوك چې د خپلې موخې لاسته راوړلو كې وړاندې وروسته كېږي؛ نو هغه دې همدا اوس پوه شي، چې پاتې به راځي. هغه څوك چې ډېره لږه وړتيا لري، هم كه زيار وګالي او هڅه وكړي؛ نو ډېر څه كولاى شي. فويل بكسټن [2] وايي (( هر كار سره چې مخ كېدلې، په ټول ځواك يې تر سره كوه )) دا سړى سره له دې چې ډېر زياركښ او هڅاند و، د خپل برياليتوب وجه داسې ليكي (( زه هر كار ته له هغه كار نه وړاندې د هماغه كار سړى يم؛ يانې كله چې ماته كوم كار يا دنده راسپارل شوې؛ نو خپل ټول ځواك مې راټول كړى، ټول حواس مې راټول كړي، د وجود مرستندوى غړي مې سره يو كړي او هغه كار مې ترسره كړاى ))

زړور او زياركښ انسان چې هر څه سره مخ كېږي، كوي يې او (نه) په كې نه وايي. حيرانوونكې داده، چې دوى ته د هغه كار راتلونكې پايله مخكې له مخكې څرګنده وي. د فرانسې يو پوځي سرتېرى به چې كله په خپله كوټه كې پروت و؛ نو ويل به يې: زه غواړم چې د فرانسې يو ستر واكمن شم او د مارشال نوم وګټم. حيرانوونكې داده، چې هغه رښتيا هم سترواكمن شو او د مارشال نوم يې وګاټه.

 واكر ليكي چې يو مهال زه سخت ناروغ وم، هر څومره درمل مې چې كول، نه ښه كېدم، هماغه و، چې همت مې وكړ او ومې ويل نور ناروغۍ ته نه پرېوځم او بايد ځان په خپله  ښه كړم؛ نو بيا ښه هم شو.

خو دا همت، دا ځواكمنه او ښكلې نسخه داسې هم نه ده ، چې هر مهال دې زړه وغواړي، ويې كاروې. كه څه هم دې كې شك نشته، چې وجود د روح واك لاندې دى؛ خو له جسماني ځواك نه هم بايد دومره كار وانه خلو، چې كمزورى شي او له منځه لاړ شي. يو ځل د هسپانيې واكمن مولي ناروغ پروت و، فوځ و سرتېري يې د پرتګال له هغو سره په جګړه بوخت وو. دى خبر شو، چې نږدې ده، پوځ يې ماتې وخوري؛ نو سمدستي له بسترې راپورته شو، كه څه هم جسماني ځواك يې دومره نه و؛ ځكه ناروغ و؛ خو اروايي ځواك يې ښه و، اروايي ځواك يې پر جسماني ځواك اغېز وكړ او دى يې د جګړې ډګر ته ورسوه. ده هم له خپلو سرتېرو سره يو ځاى جګړه پيل كړه، سرتېرو چې وليدل، مشر يې په ناروغه ځان جګړه كوي، هغوى هم خپل لوېدلاى همت راپورته كړ او له سره يې د زړه له كومې جګړه پيل كړه، هماغه  و، چې ډېر لږ مهال وروسته بريالي دښمن ډګر ورته پرېښود او وتښتېد. له دې برياليتوب وروسته ناروغ مشر بېرته خپلې بسترې ته راغى او مړ شو. له دې كيسې نه هم ښكاري چې ډېرى ځل اروايي ځواك كولاى شي، جسماني كمزورى ځواك هم په خوځښت راولي او ډېر ستر كار ترې واخلي.

موږ وويل د همت په مرسته چې انسان څه  وغواړي، كولاى يې شي او چې څه وغواړي ترې جوړېداى شي. د يو ستر او پوه سړي وينا ده (( تاسې هماغه ياست، چې كېدل يې غواړئ )) كه د الله تعالى مهرباني وي؛ نو انسان چې هر كار ته د زړه له تله مټې رابډ وهي؛ خامخا به په كې بريالى كېږي؛ ځكه داسې هېڅ نه دي ليدل شوي، چې يو څوك دې غواړي صبركوونكى شي، خو هغه دې نه وي شوى.

منطقيان چې د جبر و اختيار په اړه هر څه وايي، سمه ده؛ خو پر دې ټول پوهېږي، چې انسان د ښو او بدو په كولو كې پوره واك لري؛ يانې دى د هيلۍ غوندې د سين په خوښه غاړې ته نشي وتلاى؛ بلكې پردې پوهېږي، چې زه بايد له څپو سره سينه په سينه وجنګېږم او ځان غاړې ته وباسم. موږ بايد پر دې باور ونه اوسو، چې تقدير زموږ پښې او لاسونه راتړلي. موږ خپله هېڅ يوو او هېڅ مو له وسه نه دي پوره. كه پر همدې باور پاتې شو؛ نو خداى مه كړه د تكميل او پوره والي ټولې هيلې به مو له خاورو سره خاورې شي.

د ژوندانه هر وړوكى او لوى ټولګى، هغه كه كورنۍ وي، ټولنه وي، دولت وي او كه نړۍ، ټول پردې باور دي، چې انسان ازاد او خپلواك دى، هر څه چې وغواړي كولاى يې شي. كه دا ونه منو؛ نو موږ د خپلو كړنو پر ځواب ويلو هم اړ نه يوو. كه پورته خبره سمه نه وي؛ نو جرم بيا له كومه شو؟ بيا خو زده كړه، نصيحت او د غلطيو سمون هم كومه ګټه نه لري او بيا قانون د څه لپاره رامنځته كېږي؟

زموږ وجدان (( مميزه ځواك )) موږ ته تل چيغې وهي، چې تاسې خپلواك ياست، تاسې خپلواك ياست. دا خپلواكي موږ ته بل چا نه ده راكړې؛ بلكې زموږ خپله ده، زموږ په واك كې ده. دا زموږ خپله خوښه ده، چې په ښي لاس كې يې اخلو او كه په كيڼ كې؛ زموږ خوښه ده، چې ښه كار كې ترې اخلو او كه .... موږ د نړۍ د ښكلو او په زړه پورې شيانو په واك كې نه يوو؛ بلكې د نړۍ ښكلي او قيمتي شيان زموږ په واك كې دي. موږ د هغو څـښتانان يوو. دا زموږ خوښه ده، چې هغه د ځان لپاره منو او كنه؟ تاسې به پوهېږئ چې كله هم موږ كومه ګناه كوو؛ نو زموږ وجدان (( مميزه ځواك )) موږ ته غږونه كوي، چې (( كمبخته اوس هم ودرېږه ))

     كه موږ غواړو، خپلې غوښتنې د ځان تابع كړو؛ نو دومره وخت نه نيسي، په ډېرې لږې پاملرنې او كم تمرين دا كار شونى دى. دې كې شك نشته، چې د خپلو غوښتنو تابع كولو لپاره چې څومره هڅو او زيار ته اړتيا ده، موږ له هغې ډېر زيار هم ايستلاى شو. يو مهال يو صاحب خپل زوى ته وويل (( بچى د الله په مهربانۍ ته اوس هوښيار يې، ځوان شوى يې، له همدې اوس څخه د خپلې راتلونكې په اړه بايد يوه پرېكړه وكړې، كنه ډېر ژر به د ذلت هغه قبرته ولوېږې، چې خپله دې ځان ته كيندلاى، بيا به دې چيغې هېڅوك هم نه اوري، هلته به پښې و لاسونه ډېر واچوې؛ خو د لټۍ او ناغېړۍ تېږې به له خپل سر نه لرې نشې كړاى )) د بكسټن نظر دى (( كه يو ځوان خپل همت او خپلواكي له لاسه ورنه كړي؛ نو هر څه چې وغواړي، ترې جوړېداى شي )) هغه خپل يو زوى ته ليكلي و (( ګرانه! ته اوس هغه عمر ته ورسېدې، چې كه وغواړې پر سمه لار لاړ شې او كه پر ناسمه، كولاى شې. الله جل جلاله تاته زور او ځواك دركړاى، همت او خپلواكي يې دركړې؛ نو بايد وګړيو ته يې وښيې او هغوى ته ددې كارونه هم وښيې، له دې ځواكونو كار واخله، كنه پوه شه، چې اخر به درنه يو لټ او ناغېړى انسان جوړ وي او كه كله هم خداى مه كړه، دې اكر ته ورسېدې؛ نو بيا ترې وتل دومره اسان نه دي. زه پر دې باور لرم، چې يو ځوان هر څه وغواړي، هماغسې كېدلاى شي. ما چې دومره پرمختګ كړى او بريالى يم، ستر لامل يې دا دى، چې ما همدا ستا په منګ كې ځان بدل كړى و. كه ته هم د زړه له كومې د زړور او زياركښ كېدو هڅه وكړې؛ نو شونې ده، چې ټول ژوند به دې له خوښۍ ډك وي ))

څوك چې خپلې غوښتنې د دونياوي خوندونو پورې تړي، ددې بېلګه داسې ده، لكه دده غوښتنه چې يوه پېرۍ وي، چې دده عقل يې تر لاس لاندې وي. دا ښكلې پېرۍ چې هر څه وغواړي، پر ده يې كولاى شي. كه هماغه غوښتنه د نېكو كړنو او د اروايي ځواكونو د پياوړتيا په لور واړول شي؛ نو غوښتنه به يې پاچا او عقل به يې يو هوښيار او بريالى وزير وي.

دا يو لرغونى متل دى چې (( چېرې چې د چا غوښتنه وي، لاره يې هم هماغسې جوړېږي )) نو همداسې څوك چې ځان د يو كار وړ ګڼي، كټ مټ يې وړ ګرځي. په ستره غوښتنه كې ستر ځواك پټ وي. سوارو به چې څوك پاتې وليد؛ نو ورته به يې ويل (( ستا هيله كمزورې ده ))  ناپليون[3]به ډېرى ځل ويل (( (ناشونې) ويى له ويپانګو بايد و ايستل شي، دا وييونه د بې عقلو په وييپانګو كې موندل كېږي )) زه نه پوهېږم، زه يې نشم كولاى، دا ناشونې ده، دې ډول غونډلو (جملو) نه هغه سخته كركه درلوده او ډېر مهال به يې ويل (( زده كړئ! وكړئ!، كوښښ وكړئ! )) پوهېږئ، چې د هغه تر ټولو ښه وينا كومه وه؟ دا وه (( ښه كارنده كېدل، رښتينې هوښياري ده )) يو ځل د الپس غرونه د هغه د پوځ مخې ته راغلل، وګړيو ويل چې الپس غرونه خنډونه دي او لښكر به وړاندې لاړ نشي؛ خو هغه يې ځواب وركړ (( كه الپس خنډونه وي؛ نو الپس به الپس پاتې نشي؛ ځكه شونې ده، چې پر سر يې لارې جوړې شي. څومره حيرانوونكې ده، چې ناشونى كار هم شونى كېدلاى شي. هغه دومره زياركښ و، چې وګړي ورته ګوته په غاښ كېدل. څلور ليكوونكيو به د هغه ليكنې ليكلې، ستړي به شول؛ خو دى هېڅ نه زړه تورى كېده. وګړيو به چې دده ليكنې لوستې؛ نو نوې ساه به په كې راپيدا كېده. مړه ژواندي به پرې ژوندي كېدل. هغه به ډېرى وخت ويل (( زما جنرالان لومړى د خټې غوندې ول؛ خو ما ترې انسانان جوړ كړل )) خو افسوس پر دې چې همدومره ستر شخصيت د فرانسې هېواد او خپل ځان دواړه تباه كړل. د هغه له ژونده څرګنديږي، چې هغه ځواك چې گټه يې چاته ونه رسي او هغه پوهه چې له نېكۍ خالي وي، د شيطان جامو غوندې دي.

ګرنيول شارپ[4] په انګلستان كې يو ډېر زړور شخص تېر شوى. دده په كوښښونو او زيار له انګلستان څخه د غلامۍ ريښې ووتې. هغه په ماشومتوب كې له يوه رخت اوبدونكي سره كار كاوه، بيا يو دفتر كې عادي ليكونكى شو، ددې دندې پر مهال به كه دى له كومو داسې مسئلو سره مخ كېده، چې نه به پرې پوهېده؛مخ به يې ترې نه اړوه. يو ځل يې له يو موحد عيسوي سره ليدل وشول، هغه د درې ګونې عقيدې په رد كې له ده سره ډېرې خبرې وكړې، د خبرو په پاى كې هغه پورته شو او ويې ويل، چې سپېڅلى انجيل په يوناني ژبه دى او ته پرې نه پوهېږې، تايوازې ژباړې لوستي؛ ځكه ته درې ګونې عقيده لرې. ددې خبرې په اورېدو د هغه زړه كې د يوناني ژبې زده كړې هيله راوټوكېدله. هماغه و، چې په څو ورځو كې يې دا ژبه زده كړه. دغه ډول معامله يې له يو يهودي سره هم رامنځته شوې وه، هغه هم ورته پيغور وركړاى و، چې د تورات ژبه عبراني ده او ستا هغه نه ده زده. د هغه دې خبرې پرې دومره اغېز وكړ، چې عبراني ژبه يې هم په څو ورځو كې زده كړه.

دا چې پر غلامانو څرنګه مهربانه شو؟ او له دوى سره يې څه كړي؟ لنډه كيسه يې په دې ډول ده.

په انګلستان كې يو حبشي غلام و، چې جونتهن استروينګ نومېده، دا حبشي يې بادار په دومره بې رحمۍ وهلاى و، چې له پښو لوېدلاى و او سترګو يې هم ليدل نشول كولاى. كله يې چې بادار وليدل غلام د څه كار كولو جوګه نه دى ؛ نو له كوره يې وايست، دې  غريب به له كړاوه او ناروغيو ډك ژوند په كوڅو كې تېراوه، ناڅاپه يو مهال شارپ دى وليد، زړه يې پرې ودردېد، خپل ورور وليم ته يې راوست، هغه د غريبو ناروغانو درملنه كوله. هغه يې ښه درملنه او پالنه وكړه. غلام بېرته د پخوا په څېر تكړه شو، شارپ ورته يو ځاى كې دنده پيدا كړه، هملته به يې كار كاوه. يو مهال يې پخواني بادار وليد، چې غلام يې بېرته روغ رمټ دى؛ نو بېرته يې د نيولو په هڅه كې شو، تر دې چې دا حبشي غلام يې ونيو او ځان سره يې بندي كړ. حبشي ته د بند په سختو شپو ورځو كې خپل پخوانى مرستندوى ورياد شو، هماغه و، چې له زندانه يې ورته ليك ولېږه، له شارپ څخه د ډېرو بوختياوو په وجه د حبشي نوم هم هېر و؛ ځكه يې خپل يومزدور پر دې وګوماره، چې معلومه كړي دا ليك چا ورته رالېږلاى؟ د شارپ مزدور زندان ته لاړ، له بنديانو نه يې د ليك ليكوونكي پوښتنه وكړه؛ خو هغوى ورته وويل، چې دا ځوان موږ نه پېژنو. له دې وروسته شارپ اړ شو، چې خپله زندان ته لاړ شي. هلته يې حبشي غلام وپېژانده، ورسره يې وليدل، د بېرته راوتو پر مهال يې د زندان مشر ته وويل، تر هغې چې ما لارډ ميور ته ددې زنداني په اړه عريضه نه وي كړې، دا سړى درنه بل څوك ونه باسي. شارپ لارډ ميور ته عريضه وكړه، د هغه چا نوم يې هم وركړ، چې غلام يې بې له كوم قانوني جوازه بندي كړى و. د پريكړې پر مهال روښانه شوه، چې د غلام پخواني بادار غلام له كوره ايستى و؛ خو اوس يې له څه وخته بيا د هغه د ملكيت دعوه كوله، هماغه و، چې لارډ ميور غلام ازاد كړ؛ خو ظالم بادار يې مشر قاضي ته د شارپ پر خلاف عريضه وړاندې كړه، چې زما غلام يې راڅخه اخيستى.

هغه مهال (۱۷۶۷) كې د انګرېزانو خپلواكي يوازې كتابونو كې ليكل شوې وه؛ خو په عملي ژوند كې به ډېر وګړي په زوره نيول كېدل، ختيځ هندوستان او نورو جزيرو ته به لېږل كېدل. د حبشي غلامانو د پلورلو او پېرودلو اعلانونه به د لندن او لوريول ورځپاڼو كې ښكاره چاپېدل. د بېلګې په توګه د۱۷۶۹زكال، د اپرېل پر اتلسمه نېټه يوې ورځپاڼې كې ليكل شوي و (( ګيټ ان هول برن كې د ان وسي په نوم يو تكړه او نېك چلنه حبشي غلام د پلورلو لپاره شته )) كله به چې كوم حبشي غلام د خپل بادار له زور زياتي څخه وتښتېد؛ نو د بيانيونې اعلانونه به يې هم په ورځپاڼو كې خپرېدل، چې كه هر چا دى ونيو، دومره روپۍ به انعام ورته وركړل شي.

لنډه دا چې د غلامانو د پلورلو او پېرودلو بازار ښه ګرم و. په دې اړه له چا سره هېڅ ډول وېره او ډار نه و. په دغسې يو تياره او له ظلمه ډك مهال كې ښاغلي شارپ خپل ټول وخت د غلامانو ازادۍ ته وقف كړ، كه څه هم دى يو عادي ليكونكى (محرر) و، نه يې كوم زور درلود، نه كوم واك، خو دا چې په خټه كې يې خپلواكي، همت او زيار نغښتى و، دا چې موخه يې سپېڅلې وه؛ نو په ډېر لږ وخت كې بريالى راووت او د انګلستان وګړيو ته يې د هغوى خپلواكي، چې تر دې مهاله يوازې پر ژبو وه، عملي وروښوده. ددې ښاغلي د هڅو پايله دا شوه، چې اوس ټول انګرېزان په ډېر وياړ سره دا مني، چې كه هر څوك د چا غلام وي او د انګلستان پر ځمكه يې قدم كېښود؛ نو ازاد شو.

له دې وړاندې (۱۷۲۹ ) مهال كې پادريان پر دې باور و، چې انګلستان ته راتلوونكي غلام خپلواك نه دى.

كله چې د جونتهن اسټروينګ دوسيه مشر قاضي ته وړاندې شوه، شارپ له وكيلانو مرسته وغوښتله؛ خو وكيلان ټول په يو مخ له ده سره مخالف شول، وګړيو به شارپ ته ويل، چې مشر لارډ هم ستا مخالف دى. دا يو داسې مهال وي، چې انسان په كې خپل همت بايلي؛ خو شارپ له مخكې نه په ډېر جوش له خپل نظر څخه دفاع كوله او كلك پرې ولاړ و. هغه خپله ليكي (( هغه مهال هېڅ قانونپوه له ماسره مرسته ونه كړه، زه اړ شوم چې خپله له ځان سره مرسته وكړم؛ خو زه په قانون نه پوهېدم، يو يوازې انجيل كې مې د خداى قانون لوستى و،  خو د دنيوي قوانينو په اړه راسره دومره معلومات نه ول. اخر اړ شوم، كتابپلورنځيو ته مې مخه كړه، د قوانينو كتابونه به مې لټول او پېرودل ))

شارپ به د ورځې خپله دنده تر سره كوله، يوازې د شپې او سهار وختي به يې د قوانينو لوستلو ته وخت مونده. هغه د غلامانو ازادۍ لپاره خپل ځان د ګڼو چارو غلام كړ. هغه خپل يو ملګري ته په يو ليك كې ليكي (( وروره! كه رښتيا درته ووايم، زه په سمه توګه درته ليك نشم ليكلاى، له وېښېدو وروسته چې تر دندې تګ پورې څومره وخت لرم، ټول د قوانينو په لوستلو تېروم، د قوانينو كار داسې دى، چې كه لږه بې پامي دې په كې وكړه، نو ډېر  غټ كار دې خرابېږي. زه د يكشنبې په ورځ هم قوانين زده كوم، دې كې زماكومه ځانګړې ګټه نشته، دا هر څه يوازې د الله تعالى د رضا په خاطر كوم ))

شارپ پوره دوه كاله د شخصي ازادۍ قانون ښه په مينه ولوست، د پارلمان بحثونه او د محكمو پرېكړې يې هم ځان لپاره راټولې كړې وې. ښايي لوستونكي دلته  ووايي، چې ولې له شارپ سره په دومره ګټور او ولسي كار كې چا مرسته نه كوله؟ مرسته خو څه،چې چا لارښوونه هم ورته نه كوله؛ خو له دې سره سره د ښاغلي شارپ دومره هڅو، منډو او ترړلو ته قانونپوهان هېښ پاتې ول. ښاغلى شارپ په خپله ليكي (( د الله تعالى شكر دى، چې د انګلستان د هېڅ يو قانون پر بنسټ دا زباد نشوه، چې د يو چا غلامول دې جايز او روا وي )) شارپ پر دې باور و، چې دده له هڅو وروسته به له انګلستان څخه د غلامۍ ريښې وځي. دې ښاغلي (( په انګلستان كې د غلامۍ جايز ګڼلو زياتى )) تر سرليك لاندې رساله هم وليكله او په ۱۷۶۹ز كال كې چاپ او خپره كړه.

د غلامۍ پر ضد د ښاغلي شارپ له نه ستړي كېدونكو هلو ځلو وروسته،  چې كله د جانتهن اسټروينګ بادار پوه شو، چې له يوه سخت ضدي شخص سره يې مخه ده؛ نو له خپلې دوسيې يې لاس واخيست؛ خو ښاغلى شارپ يې لا هم پرېښودونكى نه و. هماغه و، چې له دعوې څخه د په شاكېدا په دليل يې د دعوې يو پر درې لګښت ترې واخيست.

لنډه دا ښاغلي شارپ به چې چېرې هم واورېدل، چې پلانكى په ظلم نيول شوى هغه ته به يې ځان رسوه او د ازادۍ هڅه به يې كوله. د باربېډوز سوداګرو د يوهيلاس په نوم د يو حبشي ښځه په زوره ترې ونيوله او خپل هېواد ته يې ولېږله، ښاغلي شارپ په خپل سر پرې دعوه اقامه كړه، تر دې چې د هغه ښځه يې بېرته انګلستان ته ورته راوسته او ازاده يې كړه.

د لويس په نوم يو حبشي يوه شپه چېرې يوازې روان و، چې دوه تنو ونيو او په بحري بېړۍ كې يې جميكا ته روان كړ، غوښتل يې هلته يې وپلوري. كوم ځاى نه، چې لويس تښتول شوى و، هلته د بريك په نوم يوه ښځه اوسېده، ښځې چې د دې حبشي چيغې او ژړا واورېده، سمدستي شارپ پسې راغله؛ ځكه هغه مهال دى د حبشيانو په دوست مشهور و. ښاغلي شارپ هم سمدستي هلته ځان ورورسوه؛ خو چې ويې ليدل، بېړۍ په حركت كې ده؛ نو سمدستي يې له لوړو چارواكو نه د بېړۍ د ودرولو امر واخيست؛ تر څو چې بېړۍ او حبشي بېرته راستنېدل؛  شارپ د هغو ظالمو سوداګرو د نيولو امر هم اخيستى و.

كه پورتنۍ كيسې ته لږ ځير شو، ويلاى شو، چې څومره همت او بيړه شارپ كړې، له نورو دومره تمه نشي كېداى. لنډه دا چې په دې دوسيه كې هم له قضايي غونډې نه پس قاضي هغه غلام ازاد كړ. تر همدې مهاله په انګلستان كې د حبشيانو ازادي يو ناحله مسئله وه؛ خو شارپ د خپل ارمان لپاره هماغسې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كولې. په سلګونو حبشيان يې له ظلم او غلامۍ څخه ازاد كړل. دا لړۍ همداسې روانه وه؛ تر څو چې د جېمس سمرسمټ دعوې په انګلستان كې د غلامانو ازادي رسمي كړه. دا كيسه څه په دې ډول ده:

د سمرسمټ په نوم يو حبشي غلام يو سوداګر نيولاى و او انګلستان ته يې راوست، كله چې يې دلته وليدل، چې له دې كمزوري اوناتوانه غلام څخه خپل كار نشي اخيستلاى، ايسته يې پرېښود؛ خو څو ورځې وروسته يې چې هغه بيا وليد؛ نو بيا يې د نيونې په هڅه كې شو. شارپ د حبشي ملاتړ وكړ او محكمه كې يې له بادار سره دعوه واچوله. لارډ مينس فيلډ وويل، چې دا د خپلواكۍ غوښتنې دعوه ده، بايد له ټولو قاضيانو څخه په كې نظر واخيستل شي. شارپ ته دلته معلومه شوه، په سخته قضيه كې ګير دى، بايد كلكه دفاع وكړي. د هغه د پوره زيار او هڅې همدغه وخت و؛ خو د الله مهرباني وه، چې يو ډېر تكړه قانونپوه د شارپ پلوى شو. لنډه دا چې دعوه محكمې ته لاړه او په عمومي ډول پردې بحث وشو، چې په انګلستان كې هر شخص ازاد دى كنه؟ كه دلته هغه ټول بحثونه راواخلو؛ نو بې ځايه به وي؛ خو له ډېرو زياتو بحثونو نه وروسته اخر لارډ مينس فيلډ وويل (( بېشكه دا خبره له هر لوري زباد شوه، چې انګلستان كې هېڅ غلام نشي پاتې كېداى؛ نو ځكه سمرسمت له نن څخه وروسته ازاد دى )) د همدې پرېكړې په مرسته شارپ وكولاى شول، چې په يوازې ځان له انګلستانه د غلامۍ ريښې وباسي. اوسمهال د انګرېز قام دا دعوه سمه ده، چې (( هر غلام چې د انګلستان پر ځمكه قدم كېښود؛ نو هغه د ازادۍ له نعمت نه برخمن دى ))

سبحان الله! د الله پر دې ځمكه څومره نېكان خلك شته، دا د خداى تعالى د يونېك بنده د هڅو پايله وه، چې انګرېزان اوس په خپل كولتور وياړي.

ګرنېول شارپ نور هم ډېر د ياد وړ كارونه تر سره كړي، د ټولو يادول به موضوع ډېره اوږده كړي، همدغه ښاغلي د سرليون په نوم يوه جزيره له هغو غلامانو نه اباده كړه، چې ځاى ځاى له غلامۍ، ظلم او زياتي تنګ شوي وو او دې جزيرې ته راغلي وو. دا مهال به انګرېزانو دغه خواران په زوره نيول او نورو هېوادونو ته به يې د كار لپاره بيول. شارپ ددې پر خلاف هم ودرېد؛ خو ډاكټر جانس[5] يې پر خلاف راپورته شو، دده پر ضد يې يوه داسې وينا برابره كړه، چې ځواب ويل يې ستونزمن و، خپله شارپ يې په اړه ليكي (( سخت سخت وييونه او حيرانوونكي دلايل ما له خپلې موخې نشي اړولاى، داسې دلايل زما سخت زړه نشي نرمولاى، كه څه هم زه به ددې دلايلو د ځواب وړتيا ونه لرم؛ خو بيامې هم زړه راسره دا دلايل نه مني ))

له دې وروسته چې كله د انګلستان او امريكا تر منځ جګړه ونښته؛ نو شارپ د انګلستان حكومت ښه ونه ګڼه او له خپلې دندې لاس په سر شو، دى خپله ليكي (( كه څه هم د اته لس كاله پرله پسې كاركولو په سبب مې خپلې دندې سره ډېره زياته مينه پيدا شوې او اوس زما ژوند هم دې دندې پورې تړلاى دى؛ خو كله چې حكومت خپل د يو نېك او بېګناه تبعې په وژنې كې لاس ولري؛ نو دداسې حكومت سر كار كول زما د ايماندارۍ او عزت خلاف ده ))

دې ښاغلي ډېرې ښې ټولنې هم رامنځته كړې وې، يوه يې هم (( د غلامانو د ازادۍ ټولنه )) وه. وروسته بيا ډېر نوميالي شخصيتونه له ده سره ملګري شول، هغه هيله چې لومړى يوازې دده په زړه كې راټوكېدلې وه، اوس د ډېرو عوامو په زړونو كې هم را وټوكېده. كلاركس[6] ولبرفورس[7] بروهم بكسټن[8]غوندې وګړي دده دوستان او مرستندويان شول. د الله تعالى د همدغو نېكو بنده ګانو هڅې وې، چې له ټول انګلستان څخه د غلامۍ ټغر ټول شو.

په دوى كې يوازې د بكسټن ژوند ته يوه كتنه پكار ده، هغه مهال چې دده پلار قاضي و؛ نو دى خامه خوله ماشوم و. مور يې هم ښه هوښياره ښځه وه، هغې هڅه كوله، چې خپل زوى له بديو وژغوري او د چارو په اړه د پرېكړې ځواك په كې وروزي. داسې چې خپله پرېكړه وكولاى شي، چې ده لپاره څه كول پكار دي؟ كه به كله چا د هغه مور ته وويل چې زوى دې سخت ځانخوښى او ځانمنلى دى، څه يې چې زړه غواړي، هغه كوي؛ نو هغې به ورته ويل چې دا خو بده نه ده، هغه به اوس تاسې ته داسې ښكاري؛ خو يو مهال به وګورئ، چې له هغه څنګه سړى جوړېږي؟ بكسټن په ښوونځي كې څه زده نه كړل. هغه په خپل ښوونځي كې تر ټولو لټ، تنبل او كم عقل ګڼل كېده. ښوونكي به چې ورته كومه كورنۍ دنده وركړه، هغه به يې له نورو هلكانو ليكله. په پينځه كلنۍ كې يې قد له حده زيات لوړ شو. غېږې نيول، ښكار كول، د اس سپرلۍ، په پټيو او باغونو كې ګرځېدل دده كار و. كه څه هم دا ښكاري بكسټن په ليك و لوست دومره نه پوهېده؛ خو ډېر سپين زړى انسان و.

كله يې چې عادتونه ورو ورو ښه كېدل؛ نو دا مهال يې د ګرني كورنۍ له وګړيو سره اړيكه پيدا شوه، دا وګړي ډېر باكولتوره او نېك خويه وو. دى خپله ليكي (( چې همدې كورنۍ سره اړيكو پر ما دومره اغېز وكړ، چې له ژوند نه مې چټلي وايسته او پر پاكه لاره يې روان كړم )) دې كورنۍ هغه زيار او زده كړې ته وهڅوه.

آخر بكسټن په ډبلن پوهنتون كې زده كړې پيل كړې او كله چې له پوهنتون نه بريالى راووت؛ نو د خپلې كورنۍ يوې نجلۍ سره يې واده وكړ او ورسره سمدستي په يو ځاى كې مامور هم مقرر شو. دا داسې زړور او زياركښ انسان و، چې هېڅ كار ته بې زړه شوى نه دى. د ماشومتوب بدخويونه يې اوس پر ښو واوښتل.

اوس يې نو د قد لوړوالى شپږ پښو(فټو) او څلور اينچو ته رسېده، ملګرو به ورپورې خندل او بكسټن فيل به يې باله. دې شخص به چې يو کار پيل كړ؛ نو بيا به يې ضرور پاى ته هم رساوه. يو مهال په يو سوداګريز شركت كې له چا سره شريك شو، ورسره يې كار هم پيل كړ، د همده په سبب هغه مړ شركت راژوندى شو او له برياليو شركتونو څخه ګڼل كېده.

له دې پرته دې ښاغلي قوانينو كې هم ډېره زياته لوستنه كړې، د كتاب لوستنې په اړه دا نوموړى وايي، چې كله مو هم د كوم كتاب لوستنه پيل كړه؛ نو تر پايه يې ولولئ او تر هغې يو كتاب پاى ته نه رسي؛ تر څو يې منځپانګه ټوله ترې خپله نه كړئ. د كتاب هر مخ لوستل او ترې تېرېدل دا د كتاب پاى ته رسول نه دي؛ بلكې له كتابه منځپانګه راايستل او په ذهن كې يې كېنولو ته د كتاب پاى ته رسول وايي. تاسې چې هر مهال كوم كتاب لولئ؛ نو له زړه يې په مينه ولولئ.

كله چې بكسټن شل كلنۍ ته ورسېد؛ نو پارلمان ته ننوت او له دې ځايه يې د غلامانو ازادۍ لپاره هلې ځلې پيل كړې. د (ازلهم) كورنۍ له  يوې ښځې سره يې يو ځل وليدل، ددې ښځې نوم (( پرس سيلا )) و، دا ښځه ډېره هوښياره او نېك خويه وه. په ۱۸۲۱ كال د خپل مرګ پر مهال يې بكسټن ځان ته وغوښت او په ډېر تاكيد يې ورته وويل (( وروره! ګوره چې د غلامانو ازادي له پامه ونه غورځوې )) دې ښاغلي هم د هغې ښځې وصيت هېر نه كړ؛ بلكې ددې پر ځاى چې ټول عمر ورته ياد وي، پر خپلې لور يې هم پرس سيلا نوم كېښود، هماغه و، چې كله په ۱۸۳۴ز كال دده لور واده كېده؛ نو په همدې ورځ د بريتانيې ټول غلامان هم ازاد شول. بكسټن خپل يو ملګري ته ليكلي(( وروره! ناوې لور مې نن خپلې خسرګنۍ كره ځي، نن زما ټولې هلې ځلې يوې پايلې ته ورسېدې او هغه دا چې نن د بريتانيې پر ځمكه يو غلام هم نه دى پاتې ))

له دې سره سره بكسټن داسې كوم هوښيار او پوه شخص نه و؛ خو يو سخت نه ستړى كېدونكى، زياركښ او هڅاند شخص خامخا و. هغه خپل ژوندليك ليكلى، اوسنيو ځوانانو ته پكارده، چې ويې لولي او په ژوند كې ترې ګټه واخلي.

زه فكر كوم، چې د كمځواكۍ او ځواكمنېدا، لوى او وړوكي تر منځ كوم توپير نشته، د دوى ترمنځ يوازينۍ توپير د دوى په همت، زيار او كوښښ كې دى، د دوى په زړورتيا او بې زړه توب كې دى، د دوى په كلكو ارادو او نه په شاتلوونكو هوډونو كې دى. انسان چې هر كار پيل كړي، كه همت او زړورتيا ورسره وي؛ نو خامخا به يې په برياليتوب سر سرته رسوي.  ښه ده، چې انسان په ژوند كې  د مرګ يا برياليتوب فلسفه خپله كړي. ددې دواړو پولو ترمنځ هره چاره بايد تر سره كړي، همدا فلسفه ده، چې انسان ته دا ځواك وركوي، چې د دونيا پر مخ له يوې چارې تر سره كولو څخه هم مخ نه اړوي، كنه دا د دوه پښو لرونكى ژوى كه هر څومره هوښيار شي او هر څومره ځان تر نورو غوره وګڼي؛ نو بيا هم انسان نشي پاتې كېداى.