منظم خوب؛ ورځنۍ ستړياوي رفع کوي ----------- ژباړن: نذير احمد ولسمل

خوب د خوړو، اوبو او هوا په څېر د انسان له پاره ضروري دئ. يعني په هغه اندازه چي بدن ته د خوړو او اوبو نه رسېدنه تاوانونه رسوي، خوب هم که چيري تر اندازې لږ يا بې کيفيته وي، انسان ته ستونزي پېښوي.

لږ خوب او رواني فشار يو له بل سره اړيکي لري، يعني کله چي رواني فشار ډېرېږي، او انسان هوساينه او آرامي ونه لري، نو په بې خوبۍ اخته کېږي.

څېړنو ښودلې ده، که د انسان بدن او دماغ په عادي حالت کي، او له فشاره ليري وي، په ځوانۍ او منځني عمر کي له شپږو څخه تر اوو ساعتو خوب ته اړتيا لري. که خوب تر دغي اندازې ډېر سي، نو د راتلونکي ورځي ستوماني او ناآرامي به لږ وي.

اوسمهال زموږ ډېرى هيوادوال د خوب د بې نظميو سره مخامخ دي، دا بې نظمۍ کېداى سي د بدخوبۍ، يا د خوب په کيفيت کي د ځينو اختلالاتو له امله وي.

ځيني ساعتونه ساعتونه خوب کوي، د ځينو بيا خوب لږ وي ډېر خوب نسي کولاى، او ځيني بيا له دې څخه ګيله کوي، چي هرڅومره خوب وکي، بيا هم ستړى، ستومانه او کهاله وي.

د رواني فشار په اړه د څېړنو له مخي، خوب د فشار د لږولو له مراحلو څخه شمېرل کېږي. لکه څنګه چي خوړل، چيښل، د نورو سره اړيکي، د نورو قبلول او خپلول يا د هغوى په واسطه قبلېدل او ... په راکړه – ورکړه او معاملاتو کي د فشار د کچي په راټيټولو کي مرسته کوي، په هماغه ډول خوب هم، که د ځانګړو شرايطو سره وسي، د فشار د يوه مهم راټيټوونکي عامل په توګه کار کوي.

د فزيولوژي له اړخه، کله چي انسان د کوښښ او تلاښ په حالت کي وي، زړه يې تر بل هر وخت ډېره وينه پمپوي او ډېر فعاله وي. نو زړه د استراحت له پاره يو اندازه وخت ته اړتيا لري، چي په دغه وخت کي د معمول په پرتله کرار فعاليت کوي. په دغه وخت کي زړه لازم استراحت کوي، ترڅو د ويښوالي په وخت کي خپله حياتي دنده په سمه توګه ترسره کړي.

هغه کسان چي خوب يې سپک او بې کيفيته وي، دا چي خوب يې ژوري مرحلې ته نه داخلېږي، او د ورځنيو چارو تشويشونه يې د خوب په حالت کي ورسره وي، نو د ډېر کښته آواز په اورېدو سره له خوبه راغورځي او ويښېږي. په پايله کي زړه، څونده چي اړينه ده، هغونده استراحت نسي کولاى. دغه کسان د ورځنيو فشارونو له کبله د خوب څخه خوند نسي اخيستلاى. دا چي خوب يې لږ د ژوروالي مرحلې ته رسېږي، د خوندورو او خوږو خوبونو له ليدلو څخه محروم وي. هغوى ډېرى وختونه خپلي ورځنۍ بوختياوي په خوب کي ويني...

تاسي ته د ښه خوب له پاره لاندنۍ سپارښتني کوو:

١: - د خوب وخت بايد مشخص وي:

زموږ بدن د خوب له وخت سره عادت کېږي، يا په بل عبارت؛ که چيري تاسي يوه شپه پر لسو بجو، بله شپه پر دوولسو بجو، او بله شپه بيا پر دوو بجو د خوب بسترې ته ځى، بدن د خوب مشخص وخت نسي پېژندلاى. د ارواپوهانو له انده، په دغسي حالت کي بدن په يوه خاص ساعت کي له بيدېدلو سره نه عادت کېږي. که تاسي په هر وخت کي چي وي، يو معين ساعت د بيدېدلو له پاره ځانګړى کړى، د وخت په تېرېدو سره بدن خپله پوهېږي، چي د خوب وخت څه وخت دئ، او ځان د يوه ښه خوب له پاره چمتو کوي.

۲: د ویده کیدلو ځای باید مشخص وي:

 

کوښښ وکئ چي په يوه ځاى کي بيده سئ. که پر چپرکټ بيدېږى، پر هغه ځاى خوب ته دوام ورکړئ. که پر مځکه بيدېږئ، هم يې د بدلولو هڅه مه کوئ. په بل عبارت، بيا هم د ارواپوهانو له انده؛ د خوب له پاره ځان له يوه معين ځاى سره عادت کړئ، او پر هغه ځاى بيده سئ.

دلته غواړم د لومړۍ او دوهمي شمېرې د لا ښه تشريح له پاره يو مثال درته وړاندي کړم: آيا د ښوونځي وختونه مو په ياد دي، چي په مهالوېش کي يې د ورزش له پاره يو ساعت ځانګړى کړى و؟ تاسي به په هغه پرون لا خوشحاله واست، چي سبا د مثال په ډول د دوشنبې په ورځ د سهار پر اتو بجو د ورزش ساعت پيلېږي، او دغي خوشحالۍ به تر هغه وخته چي ورزشي جامې مو اغوستلې او لوبغالي ته داخلېدلاست، ادامه درلوده، او تر ټولو خوږې او خوښوونکي لحظې به هغه وې، چي کله مو جامې اغوستې او د لوبو ډګر ته ور داخلېدلاست. دغه مثال د وخت او ځاى پر مشخصولو دلالت کوي. دا چي تاسو ډېر ځله پر يوه وخت او يوه ځاى يو کار ترسره کړى، کله چي په هغه وخت کي هغه ځاى ته رسېږى، د خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوى. پر يوه ځاى او يوه معين وخت کي د خوب کولو موضوع هم دغه مثال ته ورته ده.

۳: د بيدېدلو له پاره تر ټولو ښه وخت:

د څېړنو له مخي، د خوب له پاره تر ټولو ښه وخت، چي فزيکي شرايط له بدن سره متناسبه وي، د ماښام له دوولسو بجو څخه د سهار تر شپږو يا اوو بجو پوري دئ. که د ماښام له دوولسو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پوري خوب وکړل سي، نو د ورځي به انسان ډېر ښېرازه او تازه وي.

تر دوولسو بجو وروسته د خوب ځنډول:

که د شپې له دوولسو بجو څخه هرڅومره خوب وځنډول سي، د ورځي يې بايد دوه چنده خوب وکړل سي، ترڅو د تېري شپې بدخوبي جبران سي. د مثال په توګه؛ يوڅوک د شپې د دوولسو بجو پر ځاى پر درو بجو بيدېږي. نو هغه بايد د پورته ليکل سوي مطلب پر بنسټ د ورځي لخوا د سهار تر شپږو يا اوو بجو وروسته شپږ ساعته بيده سي، ترڅو د تېري ورځي ستوماني يې رفع سي. ځيني وختونه داسي هم پېښېږي، چي يوڅوک تر پورته يادکړل سوو ساعتونو د ورځي ډېر بيدېږي، خو بيا يې هم د هغي تېري ورځي ستوماني نه رفع کېږي. نو ځکه بايد هڅه وکړو، چي د شپې له دوولسو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پوري خوب وکړو.

د راويښېدلو له پاره له يوې راويښوونکي آلې څخه کار واخلئ:

ډېرى خلک په طبيعي توګه له خوب څخه د راکښېنستلو سره عادت دي. هغوى ناببره له خوبه راپاڅېږي، ساعت ته ګوري. ځکه د دې وېره ورسره وي، چي خوب يې ډېر دوام ونه کړي او د ورځنيو چارو په وړاندي خنډ ونه ګرځي. دغه تشويش خپله د خوب کيفيت راټيټوي. يا په نورو الفاظو؛ د خوب مختلفو مراحلو ته د ورداخلېدو مخنيوى کوي. موږ تر يو-نيم ساعت وروسته د خوب ژوري مرحلې ته ورننوځو. که چيري انسان تشويش ولري او ناببره له خوبه را کښېني او بيرته بيده سي، د خوب و ژوري مرحلې ته د ننوتلو له پاره له ستونزو سره مخامخ کېږي. دغسي حالت له يوه سپک خوب څخه د خوب مختلفو مراحلو ته او بالاخره يوه ژور خوب ته د ورننوتلو بهير کرار کوي. د خوب ژوري مرحلې ته نه ورننوتل خپله انسان له ځينو ستونزو سره مخامخ کوي، د مثال په توګه: هغه ښه خوب نه ويني، بدني او ذهني ستړياوي يې نه رفع کېږي، فکر يې خراب وي، قهرجن وي او ... نو له خوبه د راپاڅېدلو له پاره له ګرځنده او يا بلي زنګ وهونکي وسيلې څخه ګټه واخلئ او تر سهاره آرام بيده سئ. ډېرى خلک د خپل ګرځنده تليفون زنګ پر غوښتل سوي وخت، د مثال په توګه د سهار د لمانځه يا کار ته د تلو له پاره تنظيموي، او پر غوښتل سوي وخت راکښېني. په دې ډول انسان روحاً ډېر آرام وي او په آرامۍ سره خوب کولاى سي. دغي تجربې د مشورې ورکولو په اکثرو مرکزونو کي ښې او مثبتي پايلي درلودلي دي.

ورزش د سهار لخوا نه بلکي د ماپښين يا شپې لخوا وکړئ:

ډېرى خلک د سهار لخوا د ورزش يا سپورټ سپارښتنه کوي، په داسي حال کي چي په روغتيايي تجربو کي په ثبوت رسېدلې ده، چي د سهار ورزش تر ډېره وخته دوام نه کوي. نن ورځ ډېرى خلک د ورځنيو زياتو کارونو  له امله نسي کولاى چي د سهار لخوا په شوق سره له لذته ډک ورزش وکړي. ځکه نو موږ د خپلو کاري تجربو پر بنسټ تاسي ته دا سپارښتنه کوو، چي د ماپښين يا ماښام لخوا د نسبتاً لنډي مودې له پاره ورزش وکړئ. کله چي تاسي په دغو وختونو کي د نيم يا يو ساعت له پاره تُند بدني فعاليتونه لکه: ځغستل، له تناو څخه غورځېدل او ... ترسره او خولې تويي کړئ، ستاسي بدني شرايط د خوب له پاره ښه چمتو کېږي. نو د ښه او کيفيت لرونکي خوب درلودلو له پاره د شپې لخوا ورزش، او وروسته په خولو لوند بدن سره بيدېدل، توصيه کېږي.

د خوب پر بسترې باندي بېله خوبه بل هيڅ کار مه کوئ:

ډېرى خلک د خوب پر ځاى يا بسترې باندي د مطالعې عادت لري، ځيني بيا تر بيدېدو مخکي راډيو ته غوږ وي، وچي مېوې خوري، او په لسونو نور کارونه کوي. که چيري تاسي د خوب پر ځاى باندي دغسي کارونه ترسره کړئ، نو بدن او روان سرګردانه کېږي، چي آيا دغه د بيدېدلو ځاى دئ، که د وچو مېوو د خوړلو يا راډيو ته د غوږ نيولو هغه. تاسي بايد ځان داسي عيار کړئ، چي کله د خوب ځاى ته ځى، بدن مو داسي احساس وکړي، چي نور نو د استراحت وخت دئ، او بايد بيده سي.