له ستونزو او مسائلو سره څنګه مخامخ او حل يې کړو؟ -------- ژباړن: نذير احمد ولسمل
اصلي خبره په ژوند کي د مسائلو سره مخامخ کېدل او په ځيرکتيا او اغېزناکه توګه د هغوى حل دئ.
په دې ځاى کي يو بېل او ډېر ښايسته بحث مطرح دئ، هغه دا چي څوک به په ژوند کي د مسائلو سره مخامخ او هغه په ځيرکتيا سره حل کړي؟ آيا يو معمولي انسان، لکه د کوڅو هغه؟ او يا کوم بل ښکلى انسان! لکه تاسي؟
هو، خبره ستاسي ښاغلي لوستونکي ده، هغه څوک چي هوډ مو کړى دئ چي د يوه متحول انسان په توګه، د نوي زړه او نوي باور په لرلو سره په ژوند کي د مسائلو سره مخامخ سى.
تاسي هغه څوک ياست، چي د جسمي قدرت پر کارولو سربېره د خپل فکر او غير شعوري ضمير څخه هم کار اخلى، او دا ستاسي او نورو خلکو تر منځ يو لوى توپير دئ. او تاسي هغه څوک ياست، چي په مراتبو سره په ژوند کي د مسائلو د حل په موخه د غير شعوري ضمير څخه ګټه اخلى. غير شعوري ضمير (د هغه کوچني په توګه چي يو لاس يې ستاسي په لاس کي او په بل لاس کي يې ستاسي د ژوند د جوړېدو او ورانېدو اتمي قدرت دئ) ستاسي په اختيار کي دئ.
تاسي - د فکري ټکنالوژۍ د بريالي زده کوونکي په توګه، حتماً باور لرئ چي هره شېبه بايد د خپل غير شعوري ضمير څخه ګټه واخلئ، ترڅو د سلو کالو لاره په يوې شپې کي ووهئ.
غير شعوري ضمير ستاسي په بدن کي د خدا ى (ج) د نمايندګي د دفتر په توګه کولاى سي چي د هري ستونزي د پيدا کېدو په وخت کي په ټوله نړۍ کي وګرځي، د کايناتو سره اړيکي ټينګي کړي، او داسي وسايل را ټول کړي، چي پر هرڅه واک پيدا کړئ، او مسائل مو په ښه توګه حل سي.
خو په دې ځاى کي يوازي يو ټکى پاته دئ، هغه دا چي تاسي څنګه کولاى سئ پر غير شعوري ضمير- چي په ساده ګي او په عين حال کي په اغېزناکه توګه ستاسي په خدمت کي دئ- واک پيدا کړئ او داسي لارښوونه ورته وکړئ، چي د خپل ټول پراخ قدرت په کارولو سره ستاسي سره مرسته وکړي. په دې ځاى کي د غير شعوري ضمير تشبيه د يوه کوچني سره علمي دليل لري. ځکه چي غير شعوري ضمير بېله کوم قضاوته ستاسي فرمان ته غوږ وي، چي تاسي څه واياست او دې ضمير ته څنګه لارښوونه کوئ؟
نو د انسان لوى هنر دا دئ، چي په خپل فکر، حرکاتو او خبرو سره داسي دې ضمير ته لارښوونه وکړي، چي ستره ګټه ځني پورته کړي. لاندني بيان سوي آرونه د غير شعوري ضمير د دې ځانګړتياپه اړه دي. موږ له دې اصولو څخه په استفادې سره غير شعوري ضمير ته لارښوونه کولاى سو، چي د مسائلو په حل کي مرسته راسره وکړي.
لومړى اصل: مسئلې ته يوه کتنه:
دا تعريف او توضيح څرګندوي چي زموږ نظر د يوې مسئلې او يا ستونزي په اړه، چي په ژوند کي راته پېښه سوې ده، دا نه دئ، چي مثلاً خداى (ج) پر موږ په غوسه سوى دئ، او موږ يې په دې ډول د ستونزي او مسئلې سره لاس او ګرېوان کړي يو ترڅو موږ په دې نړۍ کي په عذاب اخته کړي. بلکي زموږ نظر دا دئ چي (الخَير فى مْا وَقع) دا د رحمان خداى (ج) لخوا موږ ته خير او ستونزه (فرصت په بل ډول لباس کي) ده چي حل او تجربه ترلاسه کړو او له هره اړخه پرمختګ وکړو.
ځکه نو د ژوند مسئلې زموږ په نظر هغه فرصتونه، په ځانګړې توګه هغه طلايي فرصتونه دي، چي موږ په هغو کي بريالي او ګټه ځني پورته کړو. يقيناً زموږ دغه ځانګړى نظر د غير شعوري ضمير په لارښووني او هدايت کي ډېر ښه رول لري. داسي نظر زموږ په بدن کي اميد او خوځښت را زېږوي.
دوهم اصل: په وييونو کي بدلون:
نن ورځ تاسي ډېر ښه پوهېږئ، چي هر ويى (لغت) چي کاروى، پر غير شعوري ضمير باندي خاص تاثير لري. هغه څوک چي وايي: (زه ستومانه يم) دا ويى (ستومانه) د هغه پر غير شعوري ضمير باندي نامطلوبه اغېزه ښندي، او دا ساده کوچنى چي هيڅ قضاوت نسي کولاى، د (ستومانه) ويي په وړاندي يوه ستومانه روحيه پيدا کوي.
څوک چي وايي: (زه آرام يم)، د (آرام) لغت د هغه په غير شعوري ضمير کي ترسيم کېږي او په هغه شخص کي يوه آرامه روحيه پيدا کوي. څوک چي واي: (ما ماته وخوړه)، د ماتي ويى د هغه په غير شعوري ضمير کي يوه ستومانه او ماته روحيه پيدا کوي. په داسي حال کي چي که د (ماتي) لغت پر ځاى وويل سي چي ما تجربه ترلاسه کړه، د تجربې لغت د غير شعوري ضمير له پاره د زده کړي مفهوم تداعي کوي، نو نه يوازي دا چي روحيه نه خرابوي، بلکي د اميد او خوشحالۍ روحيه رازېږوي.
له دې بحث څخه و دې نتيجې ته رسېږو، چي لومړنۍ اړينه مسئله چي تاسي يې بايد په نظر کي ونيسى – که څه هم چي د هغې مسئلې په اړه بېل نظر ولرى – دا ده چي هيڅکله بايد د مسئلې په اړه نامناسبه ويى ونه کاروئ.
هيڅکله بايد ونه واياست، چي له څه ډول بدبختۍ سره لاس او ګرېوان سوم. او يا دا چي څه يو مصيبت دئ او يا زه ولي ستونزي لرم. بلکي خپلو وييونو ته ځانګړې پاملرنه ولرئ، او وواياست چي ماته يوه مسئله راپېښه ده، حل به يې کړم او بريالى به سم.
ښايي د ستونزي او مسئلې کلمې به دواړي يو مفهوم ولري، خو غير شعوري ضمير ته د مځکي څخه تر آسمانه اختلاف لري. ځکه غير شعوري ضمير ته د ستونزي کلمه يعني يوه داسي پديده چي ډېره سخته وي، او حتى د حلېدو وړ نه وي.
خو کله چي د (ستونزي) پر ځاى (مسئله) وواياست، نو غير شعوري ضمېر پوهېږي، چي مسئله څه مانا لري، او حتماً د حل لاره لري. لکه ټولي هغه مسئلې چي د زده کړي په دورې کي مو يا خپله حل کولې، يا ستاسي زده کوونکي، او يا هم ښوونکي. په دې ډول به تاسي د مسائلو په حل پيل وکړئ. په هر حال؛ (مسئله) د (حل) مترادف ويى دئ.
خو د ستونزي کلمه لومړى د غير شعوري ضمير په واسطه په تاسي کي د ستونزي لرونکي انسان روحيه پيدا کوي، او وروسته دا ضمير د هغې ستونزي د حل په اړخ کي هيڅ کار نه سي کولاى او نه يې کوي. خو که (مسئله) وواياست، غير شعوري ضمير لومړى په تاسي کي يوه ښه روحيه رازېږوي، تر هغه وروسته په ټوله نړۍ او کايناتو کي په داسي اشخاصو يا امکاناتو پسي ګرځي، چي د دې مسئلې په حل کي ستاسي سره مرسته وکولاى سي.
په دې اساس د فکري ټکنالوژۍ په واسطه يو متحول انسان تر هرڅه مخکي د خپلو په کار وړونکو وييونو خيال ساتي. په ځانګړې توګه په ژوند کي د مسائلو او ستونزو سره د مخامختيا په وخت کي، چي په دې توګه به د غير شعوري ضمير د پراخه قدرت څخه ګټه واخلي.
د سهراب په وينا:
سترګي بايد پرېولو، بل ډول بايد وګورو
وييونه بايد پرېولو، وييونه بايد خپله باد او باران وي.
دريم اصل: د رحمان خداى (ج) يادول، پر هغه توکل، او د هغه پر قدرت او مرستي اعتماد درلودل:
کله چي انسان د مسائلو سره مخامخ کېږي، نو تر هرڅه مخکي يوې ډېري ښې روحيې، اميد او د قدرتمني منبع ملاتړ ته ضرورت لري. په دې اړه که کوم څوک په ښه توګه د خداى (ج) څخه مرسته وغواړي، پر هغه توکل وکړي، او يقين ولري، چي خداى (ج) د هغه سره مرسته کوي، داسي انسان د خپل آخرني وس او توان په کارولو سره د ستونزو په وړاندي درېږي، او نه يوازي دا چي خپله روحيه نه بايلي، بلکي له يوې نړۍ اميد او ډاډ سره د هغې مسئلې سره مخامخ کېږي، حل کوي يې او د ژوند څخه خوند اخلي.
تل پر هغه تکيه وکړئ، او له هغه څخه مرسته وغواړئ، ځکه چي خداى (ج) ستاسي غوښتنه درپوره کوي. (فتوکَل على الله وَ کَفْى بِالله حَسيبْا). او پوه سئ چي هغه انسانان چي د خداى (ج) تقوا خپله پېشه ګرځوي او پر هغه تکيه کوي، خداى (ج) هغوى ته د نجات لاره ورښيي. (وَ مَن يَتَقِ الله يَجعَل لَهُ مَخرَجْا).
څلورم اصل: پر خپل نفس او ځان باندي باور:
پر نفس او ځان باندي باور د ژوند په مسائلو کي د برياليتوب يو ښه عامل دئ. هغه انسانان چي پر ځان باور لري، په ژوند کي د مسائلو په وړاندي د يوه غره په شان درېږي، حل کوي يې او له ژونده خوند اخلي. پر ځان باندي باور د قوي روحيې په رامنځته کولو او د مسائلو په وړاندي د خپلي ټولي توانايي څخه ګټه اخيستنه ده. د فکري ټکنالوژۍ په واسطه يو متحول (بدلون موندلى) انسان لکه تاسي، چي د باور کولو نظام مو له سره رغولى، او د داسي نظام بنسټ چي نوم يې پر نفس باندي اعتماد دئ، په خپل ځان کي ايښودلى دئ، په يقين سره د ستونزو په وړاندي خپل ځان لوى احساس کوئ. فکر کوى او د حل لاره پيدا کوى، پر خپل ځان باور او پر خداى تکيه کوى، او يوې عالي روحيې ته رسېږى، د حل بېلابېلي لاري تر څېړني لاندي نيسى، او تر ټولو ښه هغه يې انتخاب کوى. (فکر کوى؛ خلق کوى).
پنځم اصل: د (ولي) پر ځاى (څنګه)!
د کمزوري نفس څښتنان د هري ظاهري نامطلوبي پېښي په وړاندي له نړۍ او زمان څخه ګيلې او شکايتونه کوي، او وايي: ولي؟ ولي دا ټکه زما پر سر راولوېده، ولي خداى زما سره بد کوي، ولي ماته هرڅه خرابېږي، ولي وماته ...؟ زه ولي بدبخت يم؟ ولي زه پر هيچا نه يم ګران؟ زه ولي هر وخت ماتېږم؟ ولي ...؟ داسي خلک په (ولي) سره نه يوازي دا چي خپله روحيه خرابوي، بلکي د خداى (ج) د رحمت ټولي دروازې پر ځان باندي تړي.
د انسان غير شعوري ضمير نه يوازي دا چي د (ولي) لغت په وړاندي په ساده ګۍ سره ماته خوري، او په انسان کي يوه خرابه روحيه رازېږوي، بلکي د هغې مسئلې د حل په موخه هيڅ تلاښ نه کوي. په پايله کي انسان د ستونزو په تنګۍ کي راګير او هيڅ خواته نه سي تللاى.
د (ولي) لغت پر ځاى (څنګه) لغت سته، چي د بشر د برياليتوب له ډېرو ښو وييونو څخه شمېرل کېږي. د (څنګه) ويى نه يوازي په انسان کي ښه روحيه پيدا کوي، بلکي د خداى (ج) د رحمت دروازې د انسان پر مخ راخلاصېږي.
بريالي او نېکبخته انسانان هغه کسان دي چي له ځان څخه پوښتنه کوي چي (څنګه؟!) څنګه خپل مسائل په ښه توګه حل کولاى سم؟ ښې اړيکي څنګه ټينګي کړم؟ خپل هدف ته څنګه رسېدلاى سم؟ يو څوک له ځانه څنګه راضي کولاى سم؟ د ځان له پاره څنګه يو ښه راتلونکى طرح کړم؟ او څنګه؟....
په ژوند کي په ښه ډول د مسائلو د حل يو اصل پوښتنه ده. په دې مانا چي انسان د خپلي روحيې د ښې ساتني تر څنګ د مسئلې د حل له پاره ښې او مناسبي د حل لاي پيدا او د مسئلې په حل لاس پوري کړي.
هغه څوک چي ځان په (ولي) کي غرق کوي، په حقيقت کي د ځان له پاره يو دام جوړوي، او خپل ځان په هغه کي راښکېل کوي. (ولي) هيڅ درد نه سي دوا کولاى. (څنګه) تاسي ته لاره در ښيي. تل د (څنګه؟) پوښتنه کوئ.
شپږم اصل: زريني (طلايي) پوښتني:
د غير شعوري ضمير په پېژندني او د هغه د کار کولو په څرنګوالي اوس ډېر ښه پوهېږو، چي زموږ پر غير شعوري ضمير باندي هره پوښتنه څه ډول تاثير لري، او يوه پر ځاى او مناسبه پوښتنه څنګه کولاى سي چي زموږ غير شعوري ضمير په حرکت راولي، او زموږ مسئله په ښه ډول حل کړي.
دا يوه ډېره حياتي موضوع ده، چي په کار او ژوند کي د ستونزو او مسائلو سره څنګه مخامخ او د خپل ځان څخه پوښتنه وکړو. مخکي مي تاسي ته ويلي ول، چي: (ستاسي د ژوند څرنګوالى د هغو پوښتنو ډول تعينوي، چي تاسي يې له خپل ځان څخه کوى.)
د دې موضوع يو ښکاره مورد د انسان په ژوند او کار کي د ستونزو د پيداکېدلو وخت دئ. د فکري ټکنالوژۍ په واسطه يو متحول انسان لکه تاسي، چي کله د يوې مسئلې سره مخامخ کېږي، د مسائلو سره د مبارزې د ټولو قوانينو او اصولو په نظر کي نيولو سربېره بايد له ځان څخه څلور اساسي پوښتني وکړي، ترڅو د داسي پوښتنو د جوړولو په وخت کي خپل غير شعوري ضمير داسي عيار کړي چي د خپلو ټولو مسئوليتونو لکه د امېدوارۍ او آرامۍ روحيې ساتنه، د ټولي نړۍ او کايناتو سره اړيکي ټينګي او يوه ښه ترينه او مناسبه حل لاره پيدا او د انسان ذهن ته يې ور ورسوي.
موږ د لاندنيو پوښتنو وړانديز کوو:
لومړۍ پوښتنه: (دا پېښه ماته کوم مثبت پيغام لري؟). لکه څنګه چي وينئ دا پوښتنه له يوه اړخه ډېره مثبته مطرح کېږي، او د دې پوښتني هر لغت پر غير شعوري ضمير باندي مثبت اغېز ښندي، چي اې ضميره! لومړى خو ماته يوه بدبختي، ستونزه او يا کومه حادثه نه ده راپېښه سوې، چي ته وغواړي زما روحيه را خرابه کړې او خپله هم مايوس سې او ما يوازي پرېږدې، بلکي دا يوه پېښه ده (پېښه کېداى سي يوه ښايسته او خوښوونکې حادثه هم وي. لکه: د يوه کوچني زېږېدنه يوه پېښه ده، او يو واده هم يوه پېښه ده.) او ستاسي پوښتنه د غير شعوري ضمير څخه دا ده، چي اې ضميره! پلټنه وکه او وګوره، چي دا پېښه ماته کوم مثبت پيغام لري.
غير شعوري ضمير د دې پوښتني په موندلو سره په ډېري ساده ګۍ سره دا قبلوي چي دا پېښه يا مسئله اصلاً کومه خطرناکه موضوع او يا بدبختي نه ده، بلکي يوازي يوه پېښه ده، چي بايد په ټوله نړۍ کي وګرځي او د هغې مثبت پيغام تاسي ته را انتقال کړي.
داسي پوښتنه د انسان د پياوړي او قدرتمني موضع څخه سرچينه اخلي، نه د يوې ضعيفي او کمزوري هغې څخه. نو د دې ډول پوښتني لومړنۍ لاسته راوړنه د غير شعوري ضمير په واسطه د يوې ښې روحيې زېږېدنه ده.
دوهمه پوښتنه: د دې مسئلې په حل کي زما له پاره کوم ښه او په زړه پوري ټکى وجود لري؟ دا پوښتنه په غير شعوري ضمير کي داسي تداعي کېږي، چي راپېښ سوى حالت يوازي او يوازي مسئله ده، چي حتماً حل کېداى سي، او پر دې سربېره په دې مسئله کي ښه او په زړه پوري ټکي وجود لري، او غير شعوري ضمير بايد په ټوله نړۍ کي د هغو په پلټنو پيل وکړي، لومړى يوه ښه روحيه جوړه کړي، او وروسته د حل ګټوري او مناسبي لاري ولټوي او وړاندي يې کړي.
دريمه پوښتنه: زه بايد څه وکړم، چي دا مسئله لکه څنګه چي زما خوښه وي، هماغسي حل سي؟ دا پوښتنه هم د غير شعوري ضمير په واسطه دا اقتدار رازېږوي، چي زه د دې مسئلې اسير نه، بلکي مسئله او ستونزه زما اسيران دي، او زه په دې لټه کي يم، چي څنګه دا مسئله د خپلي خوښي سره سم حل کړم، نه دا چي هرڅه پېښ سي. داسي پوښتني انسان د کمزوره کولو پر ځاى لا پياوړى کوي. ياني زما مسئله به حل سي، هغه هم داسي چي زه يې غواړم. داسي له ثمره ډکي او د روحيې پياوړي کوونکي پوښتني په انسان کي پر نفس باندي باور او اقتدار راپيدا کوي.
څلورمه پوښتنه: زه بايد فوراً څه اقدام وکړم، چي د مسئلې پر حل سربېره د هغې د حل کولو له مراحلو څخه هم خوند واخلم؟ داسي ايسي لکه د لومړنيو درو پوښتنو وروسته چي د مسئلې د حل له پاره د اقدام وخت را رسېدلى وي. خو د فکري ټکنالوژۍ په واسطه د يوه بدلون موندلي انسان له پاره لکه تاسي، لازمه نه ده، چي د مسئلې د حل په بهير کي تشويشي واوسئ چي آيا مسئله به حل سي که نه، او کله چي بيا حل سي ډېر خوشحاله سى چي ګواکي مسئله مو نو حل کړه. تاسي ډېر ښه پوهېږى چي د يوې مسئلې سره مخامخ سوي ياست او مسئله د حل کېدو امکان لري، او حتماً به هغه حل کړئ، ځکه نو د مسئلې د حل په بهير کي د خواشينۍ او تشويش کولو هيڅ اړتيا نه ليدله کيږي، چي يوازي يې تر حل وروسته خوشحاله سئ. يو مثبت فکر کوونکى انسان په ايمان او ميني سره د مسئلې د ښه ترا حل له پاره د مسئلې د حل کولو له پيله بيا تر هغه وخته چي په کامله توګه ختمه کېږي د اميد له نړۍ څخه خوند اخلي.
خداى (ج) په خپلو لومړنيو پيغامونو کي چي انسان ته يې ورکوي، د خپل ملاتړ يادونه کوي او وايي: (ادعوني استجب لکم) زما څخه يې وغواړئ زه يې تاسي ته درکوم. دا د دې واقعيت څرګندويي کوي چي کريم خداى (ج) د بې نهايته قدرت او عظمت منبع دئ، چي په هره لحظه کي د انسانانو سره مرسته کوي، او هغه تر ټولو ښه تکيه ګاه او د خپلو بندګانو غمخور دئ. رحمان خداى (ج) مطمئن ترينه تکيه ګاه ده، چي د انسان له پاره د اميد او ملاتړ ښه منبع کېداى سي. دا هغه انسانان احساس کولاى او ګټه ځني اخيستلاى سي، چي د هغه سره رازونه لري. د خداى (ج) د ملاتړ داسي احساس انسان ته زړه ورتوب، شجاعت او شهامت وربخښي، چي د کار او ژوند د مسائلو په وړاندي ټينګ ودرېږي، هغه حل کړي او له ژونده خوند واخلي.