• سوال:- دحضرت صالح (ع) اوښه چا حلاله کړه؟

    جواب:- «قاد بن سالف».

    سوال:- د حضرت صالح (ع) قوم څرنګه په عذاب ګرفتار شول؟

    جواب:- د تالندی او برغکی په وسیله «رعد وبرق» او مهیب ږغ. 


    سوال:- «ابوالانبیاء» د کوم پیغمبر لقب دی؟

    جواب:- د حضرت ابراهیم (ع). 

    سوال:- د حضرت ابراهیم(ع) کنیه لقب څه وو؟

    جواب:- «ابوالضیفان».

    سوال:- د حضرت ابراهیم (ع) دتولد ځای کوم دی؟

    جواب:- د بابل ښار. 

    سوال:- د ابراهیم (ع) د وخت باچا څوک وو؟

    جواب:- نمرود بن کنعان. 

    سوال:- لمړنی ښځی چی ابراهیم(ع) ازدواج ورسره وکړ، څوک وه؟

    جواب:- بی بی ساره د اسحاق (ع) مور. 

    سوال:- د حضرت ابرهیم (ع) قبر چیری دی؟

    جواب:- د الخلیل ښار . په فلسطین کی. 

    سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی د دارائی وزیر شو؟

    جواب:- حضرت یوسف (ع).


    سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی تر اوسه ژوندی دی؟

    جواب:- حضرت عیسی (ع) . 

    سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی زندان ته لاړی؟

    جواب:- حضرت یوسف (ع).

د وردګ ګلونه (چی په فیس بوک کی یو علمی ګروپ دی ) په مننی سره
لیمه وردګ