دا د پيغمبر ص هغه غزاده چې له نن څخه څورلس سوه ۲۴ کاله وړاندې د هجرت د اتم کال په جمادي الثاني میاشت کې، د ((ذات السلاسل))جګړه دمسلمانانو په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
ددغه جګړې درامنځ ته کېدو لامل، پر مدینې منورې د برید لپاره د مشرکینو دیوې ډلې جوړیدل و.
له دې خبره د پيغمبر اکرم ص له خبریدو وروسته، هغه مبارک یومشېر مسلمانان د یوه مهاجر تر قومانده لاندې له دښمن سره مقابلې ته واستول، خو دغه ډله چې کله د دښمن له پوځي امکاناتو خبره شوه، بېرته راوګرځېدله.
حضرت رسول اکرم ص د دې کار لپاره یوبل کس واستاوه او هغه هم د پخواني په شان له کافرانو سره له مقابلې په شا او بېرته راوګرځېد او د دښمن د ځواکمنتیا خبر یې راوړ.
بالاخره حضرت محمد ص حضرت علي کرم الله وجهه ته دنده وسپارله چې له دښمن سره مقابله وکړي.
حضرت علي کرمه الله وجهه په خپلې وړتیا او هوښیارۍ سره، پر دښمن برید وکړ او هغوی یې تیت پرک کړل او مدینې ته په بریالیتوب سره ستون شو.
د خدای ج رسول ص د حضرت علي له بریالیتوبه دومره خوشاله شو چې د اسلام د لښکر د راستنېدو پر مهال، هغه مبارک په خپله د هرکلي لپاره ورغی.
ډېری مفسرینو او تاریخ لیکوونکو، د عادیات د سورت نزول هم ددغه مهمې او بریالۍ جګړې په اړه بللی دی.

   لیمه وردګ

   د وردګ ګلونه (چی په فیس بوک کی یو علمی ګروپ دی) په مننی سره

  http://www.facebook.com/home.php?sk=group_104315709656953&ap=1