د لوی خدای په نامه

که خپل شاوخوا ته وګورو طبیعت په خپله موسیقي پنځوي، د نري نري باران ورېدل ټک ټک ټک، د پسرلی نری نری شمال چې د ګلونو څانګې ورو ورو څڼې ورته غورځوي، د ښکلي آبشار غږ، په غرونو کې د شپانه د شپېلۍ ښکلې آزانګه، یعنې که غر نه وي د شپېلۍ غږ ښايي دومره زړه ته پرېوتونکی نه وي. 
له موسیقۍ نه باید انکار ونه شي، خو موسیقي باید د شهوت پاروونکې نه وي، باید سالمه وي چې له مخې یې نړۍ ته د امن پیغام لېږدول کېږي         

یاده د وی چی موسیقي او غناء یو د بل سره فرق لري، موسیقي د آلاتو غږولو ته ویل کیږي او غناء د سندرو ویلو ته، تغني په غږ سره د سندرو موسیقي برابرولو ته ویل کیږي، او خپله موسقیي د آلاتو غږول دي

د موسیقي د آلاتو په هلکه دوه نظره موجود دي، پخواني علماء او ځینې معاصر علماء لکه ابن باز د سعودي مخکینی مفتي، په دي نظر دي چې موسیقي حرامه ده، او دوی وایي چې په دې هکله د علماوو اجماع راغلې، او دیته لهوالحدیث یا بیهوده خبرې وايي چې په قرآن کې یې منع یاده شوې.

دوهم نظر د دوکتور یوسف قرضاوي ، غزالي او ابن حزم دی، دا علماء وايي دموسیقي آلات په ځینو شرایطو جواز لري، لمړی دا چې محرک نه وي یعنې د فحشاء لامل ونه ګرځي،

دوهم دا چې ډیر وخت پرې ضایع نشي،

دریم دا چې په مجلس کې یې نور ناروا کارونه ونشي لکه شراب او د ښځو اختلاط، او داسې نور،

څلورم: د لمانځه او نورو شرعي امورو د ځنډ لامل ونګرځي،

پنځم:د شعر بڼه باید داسې نه وي چې د خلکو احساسات را پاروي،

شپږم: د ښځې او نر غږ یو بل ته پاروونکی دی، او ځینې نور. 


دلته که فکر وکړو نو داسی ښکاری چی اصلا موسیقی حرامه نده بلکه هغه څه حرام دی چی د موسیقی سره یو ځای په ځنو مجلسونو کی ترسره کیږی - لکه ...... چی نن په هره ټولنه کی علنی لیدل کیږی.

له بلی خوا که فکر وکړو نن موسیقی ده چی کولای شی لدی لاری ټولی نړی ته پیغام ورکړی. او د نړی په کچه بدلونونه را منځ ته کړی.

زموږ د علماوو یوه ډله په همدې نظر ده، آحادیث چې ځنی خلک یی د موسیقی په اړه بولی د یوسف قرضاوي چې په نن عصر کې د اسلامي نړی لوی عالم دی له قوله د سند او یا هم د متن له اړخه ثابت نه دي، په هر صورت د لا زیاتو معلوماتو لپاره کیدای شي (الحلال والحرام فی الاسلام) وګوری...غزالي او ابن حزم هم د موسیقي لپاره شرایط ویلي دي چې اکثریت یې پورته یاد شویدي، د دینه پرته هره موسیقي دوی ناروا بللې که هغه په اوسنی زمانه کې وي که په پخوانی زمانه کې...یاد شوي شرایط چې په کې نه وي بیا نو موسیقي نه بلکې فحشاء او شراب خوري ورته ویل کیږي.

زه خپله ډیر پری روږدی نه یم - د قران تلاوت می ډیر په زړه ښه لګی - او ځنی محمدی نعتونو ته غوږ نیسم  

 لیمه وردګ  

  د وردګ ګلونه (چی په فیس بوک کی یو علمی ګروپ دی) په مننی سره    http://www.facebook.com/home.php?sk=group_104315709656953&ap=1