سوال:- څو نفرو په حضرت نوح (ع) باندی ایمان راوړی؟

جواب:- ابن عباس وایی اتیا (80) نفره د خپلو ښځو سره . 

سوال:- دنوح (ع) کوم زوی ایمان را نه وړ او غرق شو؟

جواب:- «کنعان بن نوح».

سوال:- دنوح (ع) قوم څرنګه په هلاکت ورسیدل؟

جواب:- د طوفان په ذریعه.

سوال:- دهغه قوم نوم څه وو چی حضرت هود(ع)ورته راستول شوی وو؟

جواب:- « عاد اِرم» نومیده. 

سوال:- د هغه بتانو نومونه څه وو چی د هود (ع) قوم یی عبادت کولو؟

جواب:- «صمدا، سمورا، وهرا».

سوال:-دهغه منطقی نوم څه وو چی هود(ع) ورته راستول شوی وو؟

جواب:- « احقاف» د اوسنی عمان شمالی طرف. 

سوال:- په قرآن مجید کی د حضرت هود(ع)نوم څو ځله راغلی دی؟

جواب:- څلور ځله. 

سوال:- د حضرت هود(ع) قوم څرنګه په غذاب ګرفتار شوه؟

جواب:- اوه شپی او ورځی د تندو بادنو په وسیله هلاک شول.

سوال:- د حضرت صالح(ع) د قبیلی نوم څه وو؟

جواب:- د ثمود قبیله. 

سوال:- د حضرت صالح(ع) قوم کومه معجزه وغوښته؟

جواب:- داسی اوښ چی له ډبری نه راووځی.

د وردګ ګلونه (چی پپه فیس بوک کی یو علمی ګروپ دی ) په مننی سره

نور بیا

لیمه وردګ