زما درد ونو کړ ا و نو ته دوا مور جانې
راته پنځه وخته لمانځه کې کړې دعا مور جانې

زه دې د ډیرو احسا نو نو پوره وړی یمه 
خدای دې ژوندۍ راته لره په دې دنیا مور جانې

ماته دې ژوند او خوشالي څومره په ویاړ را کړې
مهرباني دې څومره ډیره ده په ما مور جانې

زه چې ماشوم وم راته یاددي چې مریض به شومه 
زما د هر فریاد سره وه ستا ژړا مور جانې

په ډیرنازونواوخوښۍ به دې روزلمه زه نه پوهیدم 
هروخت دې کړه راته په ورین تندي خندامورجانې

دا خو رښتیا ده چې جنت د مور د پښولاندې دی 
زه ښکلوومه ستادپښو ګرد په رضا مور مورجانې

تل یې نصیحت را ته کو لو د نیکۍ په لورې
ډیره ښکلا وه ستا خبرو کې رښتیا مور جانې

ستا په روزنه کې زه څومره لوړ مقام ته لاړم 
بخښنه ډیره کو ه ما کړې خطا مور جا نې

زه (حیران) که ترې هر څومره ځان قربان کړ م
حق دې گران دی راته عفوه کړه زما مور جانې

محمدولی حیران کامه وال له تهرانه