افتخار وردګ
په لوڅ سر لمونځ روا دئ او که نه ، ځکه اوس ډير خلګ په لوڅ سر لمونځ کوي ؟؟؟
محمد عباس قائل: محترمه افتخاره وروره، ما همدا پوښتنه له خپل استاد محترم عبدالواسع صابر څخه وکړه چې ځواب يې داسې راکړ:
داسې احاديث شته چې جوتوي چې رسول الله (ص) دجماعت او لمانځه دپاره پګړى په سرکوله او پدې کار يې مواظبت کاوو، چې ډير روايتونه دا هم ښايي چې رسول الله مبارک به عمامه يا پګړى داسې په سر کوله چې خولى به
پکې نه وه، خو داچې دلمانځه د ادا کولو لپاره دخولى يا پګړى په سر کولو په اړوند صريح فقهي حکم شوى وي داسې څه په احاديثو کې ندي ليدل شوي، نو ځکه اکثر علماء کرام وايې چې په لمانځه کې دپګړى په سر کول د رسول الله ص د مبارکو سنتو پيروي ده.
او خولى په لمانځه د خشوع او خضوع ښکارندوى ده، نو دده مبارک له وينا نه پوهيږو چې پګړى سنت ده او خولى سنت نه ده، همدارنګه په لوڅ سر لمونځ جايز دى ، که خولى دې په سر کړه نو په لمانځه کې دخشوع او خضوع مراعت کولو مرسته کولاې شې، او که د پګړى سره د لمونځ ادا کړ نو دا به افضل وي.
لیمه وردګ
د وردګ ګلونه (چی د فیس بوک یو علمی ګروپ دی) په مننی سره http://www.facebook.com/home.php?sk=group_104315709656953¬if_t=group_activity