محمود سعید: سلامونه!
لاندې د ښځو پر حقوقو او له نارینه وو سره د هغوی د برابرۍ په اړه بحث روان وو. ما ته هم یوه پوښتنه چې مخکې مې غوښتل وېې پوښتم، مخې ته شوه:
ښځه له نر سره په عقلي، اخلاقي او ذهني ډګر کې څومره توپیر لري او یا ېې نه لري؟
د ځواک له مخې خو څرګنده ده چې ښځه له نر څخه کمزورې ده.
Mullah Gul Wazir Wardak پیغمبر وايي: ښځې د عقل او دین له اړخه ناقصې دي...په حدیث کې د دین خبره حل ده ځکه چې دیني امور نسبتا د نر نه ښځې ته کم ښودل شوي، دا طبعي خبره ده، خبره د عقل ده چې په عقل ولې کمزورې دي، په بل حدیث کې وايي: (هغه قوم به کامیاب نشي چې د امورو واګې یې د ښځو په لاس کې وي)له دې څخه هم د ښځې کمزوري څرګندیږي، په علمي دلایلو سره یې نشم بیانولی ځکه په دې اړه معلومات نلرم...
Lema Halim عقل ته په ساینس کی څه وای؟
که عقل ته آی کیو ووایو نو ددغه لاندی تحقیقی معلوماتو څخه ښکاری چی نر او ښځه په منځنی توګه یو ډول آی کیو لری.
په انګلیسی ډیر نه پوهیږم/ دا لینک ستاسو سره شریکوم
http://www.iqcomparisonsite.com/SexDifferences.aspx
نتیجه:Conclusion
Male and female mean IQs are about equal below the age of 15 but males have a higher mean IQ from age 15 on. The effect of sex differences in IQ is largest at the high extreme of intelligence. Since many of the more prestigious roles in society are associated with high IQ, the lack of female representation in these roles may be partially due to fewer females being competitive at the highest levels. This does not mean that females should not be given equal opportunity to demonstrate their abilities as this would create anworsened artificial 'glass ceiling
لیمه حلیم: زموږ ښځی چی په کور کی ناستی وی/ د مشوری او تصمیم حق ونلری/ فکر یی و نه روزل شی/ درانه مسولیتونه ور په غاړه نشی/ یا یی بل څوک پر سر تصمیم ونیسی/ نو پورتنی حدیث دری لکه واری صحت لری/ دا زما خپل نظر دی/ چی ښځی نرم زړه لری/ مهربانه دی/ خو ډیر څه کولای هم شی چی ورته و سپارل شی/ دا حدیث شریف موږ ته ډیر خلک په مخ را موښی/ حال داچی څه موده مخکی می له خپل سړی سره د زیات لغتونو د حفظ او بیرته بیانولو مسابقه وه/ هغه چی له پوهنتون څخه فارغ هم دی له ما څخه یی ډیر لغتونه حفظ نشو کړای/ الله ښه پوهیږی
Mullah Gul Wazir Wardak دا هیڅکله هم د ښځینه وو د سپکاوي لپاره نه دی، کیدای شي ډیر ښځې تر نارینه وو ښه ذهن ولري، کیدای شي ډیر ښځې تر نارینه ښه علم ولري، د بیلګې په توګه عایشه به په دین ښه پوهیده که د نن ورځې دیني علماء، ښځه د تصمیم او مشورې پوره حق لري، خبره د کنترول او ښه سمبالښت ده، چې ښه کنترول، کره سمبالښت غوره تصمیم د ښځو نه نارینه ښه ترسره کولی شي، دا اکثره خبره ده، کنه کیدای شي ځینې ښځې تر نارینه وو په ادې اړه غوره وي...مننه
محمدالله کمال آی کیو ـ یا ذکاوت فکر کوم په ښځو او نرو کې یو شان دی او ـ عقل بیا مستقیماً د مسایلو په اړه د پرېکړو کولو پر وخت معلومیږي، ښځې عقل لري، ای کیو لري او هرڅه لري، ددې تر څنګ د ښځو عاطفي احساس قوی دی، چې د پرېکړو کولو پر وخت احساساتي کېږي، احساسات داسی شی دي چې د عقل او تفکر مخه نیسي او له مخې یې پرېکړې زیاتره وخت ناسمې وي. نو ځکه خو په اسلام کې دوی ته د قاضي کېدو یا هم د امیر المؤمنین کېدو اجازه نشته.
lema halim محمد الله کمال صیب. ستاسو په فکر ښځه تر کومی چوکی پوری باید دنده ترسره کړی؟
مدیریت
ریاست
معاونیت
وزارت
قاضی کیدل
والی کیدل
ولسوال کیدل
قومندان کیدل
په ښاروالی کی د دفترونو د میزونو او څوکیو پاکول ----- آخری سړی
په کور کی مالونو روزنه. او د شپالونو پاکول کاله کول ---- آخری سړی
له پټو او ځمکی څخه د شوتلی او ریشقی را وړل ------ آخری سړی
زه فکر کوم په پدی ټولو برخو کی ځنی نارینه د ښځی تر مشری لاندی راځی بیا دا څنګه کیږی؟
بغیر د هغه حالتونو کی آخری سړی می ورته لیکلی دی. ځکه دلته ښځه هیڅ امکان نلری چی د چا په سر امره مقرره شی
زیږ وردګ صرف او صرف شژزینه معلمه او نور بس!!!!!!!!!!
Abdul Samad Fulad حلیم خورې زما په نظر خو د ښځو دین له دې مخې هم ناقص ښودل شوئ چې هغوی میاشتنۍ مریضي لري سره له دې چې دا طبعي خبره ده ولې په هر صورت ناپاکوالئ دئ او عقل خو ېې تر ډیره څرګند دئ چې د سختو حالاتو زور نه لري تا به هم لیدلي وي چې په نه خبره ژاړي او عاطفه ېې تر نرانو ډیره زیاته ده له همدې امله سمې او پر ځای پریکړې په خپل وخت نه شي کولای
Abdul Samad Fulad که د طب له مخې هم د نر او ښځط جوړښت ته وګرئ ډیر زیات توپیر لري د نرانو ماغزه په عموم ډول ۱۰۰ ګرامه تر ښځو زیات دي د نرانو ایچ بي یا د وینې غلظت هم څلور درجې تر ښځو زیات وي د نرانو په وینه کې ادرینالین او د فوري پریکړې هورمون تر ښځو ډیر او زر افرازیږي او په سلګونو دا ډول نورې بیلګې هم شته
Farhat Rahat که خبره د مساواتو وي، نو بيا خو له نرانو سره يو ځاى بايد هم شپلونه پاک کړى، هم بوټي راوړى، هم کورونه جوړ کړى، هم رياستونه وکړى، هم وزراتونه او هم ولسمشرۍ ته لاړې شى، او که خبره د عدالت وي، نو بيا خو له ښځو سره بايد عدالت وشي، يوازې هغه کارونه چې ښځه يې کولى شي
د وردګ کلونه (چی پپه فیس بوک کی یو علمی ګروپ دی ) په مننی سره
لیمه وردګ