ملا ګل وزیر وردک: آیا د ښځې او نر حقوق مساوي دي؟ دغه مساوات که تعریف شي، آیا د قانون په وړاندې مساوات؟ د رب او پالونکي په ړاندې مساوات؟ جنسي مساوات؟ او که هر اړخیز مساوات معنا دا چې ښځه او نر په هر څه کې مساوي دي؟ تاسې په کې څه وایاست؟؟
لیمه حلیم: که یو څوک ووایی چی:
ډوډی خوړل/ نو زما ځواب دا دی چی نر او ښځه مساوی دی
خبری کول / نر او ښځه مساوی حق لری
مشوره او د کور مشکلاتو حل / زه به وایم چی دواړه مساوی دی
د اولاد روزنه / دواړه مساوی دی
د نظر بیانول / دواړه حق لری
د خپل عمل جزا ورکول / دواړه مساوی دی
د کورنی مشری/ نارینه ته مناسبه ده / که ښه هوښیار وی
د دواړو خواوو جګړه / نارینه یی باید ګټونکی وی ځکه چی نارینه د ځنو خواصو له مخی پیاوړی وی
جنس/ دواړه خواوی فرق لری
فطری خواص او غوښتنی/ مختلف دی
-----------------------
زما په نظر د مجازاتو او مکافاتو په وړاندی نر او ښځه برابر دی:
تر اوسه می داسی څه ندی اوریدلی چی که ښځه لمونځ قضا کړی لس غوټی به ورکول کیږی/ او که نر یی قضا کړی ۷۰ اویا
که ښځه زنا وکړی ۱۰۰ دوری د ووهل شی او که نر دا کار وکړی ۲۰۰ یا دری سوه
خو ځنی محدودیتونه او ځنی اختیارات بیا په اسلام کی د نر او ښځی لپاره قرف لری
چی همدلته کفار او مسلمانان د ښځو په حقوقو کی سره برابر یا هم نظره ندی
ډیری سختی جملی می ولیکلی زه خو نه پری پوهیږم/ که تاسی پری پوه شی
Mullah Gul Wazir Wardak ښځه د نر نیمایي میراث اخلي، ښځه مهر اخلي او نارینه یې نه اخلي، دا ټکي څرنګه تاسې د مساوات تر چتر لاندې راولی...مننه ستاسې کلیمې ټاکونکې دي
Lema Halim د یوی انجینری ښځی څخه می اوریدلی وو چی ویل یی ښځه له دوه / دری ځایونو څخه میراث اخلی او هغه د نر د میراث سره برابر راځی/ په ریاضی یی پوه نشوم/ خو ورته خوشحاله شوم
محمد الله کمال: د اوسنیو حالتونو او د جنسیت په نظر کې نیولو له مخې مساوات باید په دغو لاندې برخو کې په نظر کې ونیول شي:
د ژوند ځینې لومړنۍ اړتیاوې لکه خوراک او څښاک، په دې کې باید مطلق مساوات را منځته شي.
په پوښاک یا جامو کې باید د جنسیت په نظر کې نیولو له مخې انصاف وشي، مثلاً ښځو ته د ښځو جامې برابرې کړل شي او نرو ته د نرینه وو (که څه هم د ښځو او نرو د جامو د بیو تر منځ ځمکه او آسمان توپیر موجود دی، خیر دی موږ به د دوی دغه ناز اخلو)
په ښوونه او روزنه کې انصاف باید وشي: که ښځو ته بهر ته د وتلو شرایط مساعد نه وي باید په کور کې د ښوونې او روزنې زمینه ورته مساعده کړو.
Mullah Gul Wazir Wardak کمال صیب تاسې چې کوم مساوات یاد کړی دیته په حقوقو کې طبیعي حقوق وايي، چې ټول انسانان نارینه او ښځینه په دغو حقوقو کې مساوي برخه لري...اسلام هم دا حقوق په کلکه مني...آن دا چې د دې حقوقو مهیا کول یې د ښځې لپاره په نارینه ور اچولي...میړه باید خپلې ښځې ته خوراک، څښاک، لباس او مسکن برابر کړي
Lema Halim ملا صاحب تاسو د طبعی حقونو یادونه وکړه/ بل رقم یی څه ډول دی؟
Mullah Gul Wazir Wardak بل هغه حقوق دي چې دین یا هم قانون ورته ایښې وي...مننه
Farhat Rahat ملا صيب ټولنيز او طبعي حقوق مې وپېژندل خو له قانون څخه ستاسې په مقصد پوهه نه شوم، ځکه نن ورځ له ښځې څخه د رنګا رنګ استفادې په موخه د نړۍ مختلفو قوانينو په بېلابېل ډول استفاده کړې ده، لکه په فرانسه کې د ديموکراسۍ په نوم د مسلمانو ښځو له سرونو څخه د پړونيو توږل او داسې نور...... ستاسې مقصد څه دى، او کله چې اسلامي قانون موجود وي، بيا زه فکر نه کوم، چې ښځې او په ځانګړې توګه مسلمانې ښځې د کوم بل قانون غوښتنه وکړي
Mullah Gul Wazir Wardak قانون معرفي کړي حقوق لکه ښځه باید تر ۱۸ کلنی مخکې واده نشي، لکه یوه ښځه د میړه په نه موجودیت کې تر څلورو کلونو پورې انتظار وباسي او داسې نور...د اسلامي قانون په موجودیت کې د بل قانون منل نا روا دي ستاسو خبره سمه ده...مننه
Ziaulhaq Haidary Warda مونږته لمړي اسلامي قانون محترم دي اوهيڅکله په اسلام کي دنراوښځي حقوق سره برابرنه دي کچيري د ښځي شاهدي، ميراث، نکاح او پيغمبرانو ته وکتل شي چي ښځه نشته پکښي او داسي نورومسايلوته وګورونو دي نتيجي ته رسيږو جي ښځه د نرلپاره الله ج پيداکړيده او د هغه خدمت به کوي داچي نورخلک په مونږباندي خپلي غيراسلامي مفکوري تپي اوپه اسلامي ټولنه کي نارينه دښځينوسره په جنګ اچوي دامونږنه شوزغملاي اوښځي هم بايدفکروکړي دوي ته هم خپلي نيمګړتياوي معلوميږي خوهسي غږنه کوي ترهرڅه به دا ښه وي چي خبل اسلامي شرعي اومحمدي قانون ته مراجعه وکړو اوپه خپله ټول شيان هغلته واضيح دي ځان پري پوه کړو.
Abdullah Wardak زما په خيال اسلام صرف ښځه د نر د خدمت دپاره نه ده پېدا کړې ښځې ته هم اسلام خپل حقوق ورکړي
Mullah Gul Wazir Wardak زه فکر کړم چې خبره سر چپه ده، نارینه دی چې ښځې ته مهر ورکوي، نارینه دی چې ښځې ته نفقه تیاروي، نارینه دی چې د ښځې د هر څه ذیمه وار دی نو اوس تاسې ووایی چې ښځه د نارینه خدمتګاره ده که نارینه د ښځې، زه فکر کړم چې الله جل جلاله دا دوه جنسه د یو او بل د پوره کولو لپاره پیدا کړي، نو یو د بل مکمل دي دواړه خپل حیثیت او ارزښت لري...مننه
محمد الله کمال: بېشکه ملاصیب! تر کومه چې زه هم خبر یم په اسلامي تعلیماتو او احکامو کې داسې نه دي ویل شوي چې نر په ښځه برتره او غوره دی،بلکې د الله تعالی په نزد غوره او برتره بنده هغه څوک ښودل شوی چې متقي او پرهیزګار وي. د متقي او پرهیزګار حکم یوازې نرینه ته نه دی شوی بلکې عام دی. رښتیا هم ښځه او نر دواړه یو د بل له پاره پیدا شوي دي، او ژوند په دواړو تکمیل دی.
که ښڅه په جسماني لحاظ کمزورې ده، دغه راز نر هم کمزورۍ لري، د مثال په توګه که ښځه نه شي کولی شل منه بوجۍ په شا کړي، خو نر هم په جسماني لحاظ نه شي کولی حمل واخلي، نر نه شي کولی دوې ورځې خپل ماشومان و روزي او تغذیه یې کړي.
د انسان طبیعي جوړښت او خلقت ته مه ګورئ، بلکې د انسان زړه ته ور وګورئ چې څومره کمزوری او څومره پیاوړی دی، ښځې ته د مینځې او خدمتګارې په نظر مه ورګورئ، یو ځل د مور په نظر ور وګورئ چې څومره عالي مقام لري او حتی جنت یې د مور تر قدمونو لاندې ښودلی دی.
د وردګ ګلونه (چی په فیس بوک کی یو علمی ګروپ دی) په مننی سره
لیمه وردګ