اقتصاد څه معنی؟
ذکریا شنیزی: د اقتصاد لپاره هم ګڼ تعریفونه شته خو دلته دری مهیم تعریفونه یی په لاندی ډول دی:
. لومړی: اقتصاد یوه ټولنیزه پوهنه ده چیرې چې د تولید، توزیغ(یانې د توکو یا موادو ویشل او توزیع کول) ، او د توکو مصرف او خدمتونو په اړه لولې
.دویم: اقتصاد یوه ټولنیزه پوهنه ده جی د یوه ټولنې د وګړو ترمنځ د توکو د کمښت په پام کې نیولو سره د هغه په تولید او توزیع باندې کارکوي
که څه په دواړه او نورو تعریفونو کې داسې کوم توپیر نه مالومیږي نو په اسانې سره کولای شو چې ووایو چی اقتصاد په یوه ټولنه کې هڅه کوي ترڅو د خلکو د اړتیا وړ توکې لکه خواړه ، کالي ، سرپناه او آن تر لیږ رالیږد وسایل او نور شیان برابر وي او د خلکو د کارولو لپاره یی وړاندي کوي د دې لپاره کولای شو یو ساده مثال ورکړو لکه انسان نشی کولای له خپلی کروندې چاپیریال او یا له بل ځایه ځان ته جامی جوړې کړی چی د انسان یو له سترو اړتیاوو څخه ده نو دلته اړتیا پیدا کیږي چی انسان د دې څیزونو تولید وکړي او هغه خام مواد چی په چاپیریال کې په اسانی سره پيدا کیږي لکه مالوچ او داسی نور راټول کړی او ټوکر جامی او نور شیان ورځنې جوړ کړې او بیا یی په بازارونو کې په خلکو وپلوری، د غه تمایل چی یی انسان د خپلو ورځنیو او اوږد مهالو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لري تل هڅه کوی چې په لږ زیار او یا خرڅ سره ډیره ستره پایله لاسته راوړي، چې دغه کړنه د اقتصاد اصل بلل کیږي، نو ځکه خو اقتصاد هغه پوهه بلل کیږي کومه چی د انسان اړیکې له هغو د اړتیا وړ مادي توکو سره څیړي کوم چې انسان یی نشي کولای په آسانې سره له چاپیریاله ومومي.
اقتصاد بیا په دوه ډوله دی لوی اقتصاد او کوچنی اقتصاد
کیدای شی یو څه نوری برخی هم ولری لکه مارکیت اقتصاد، سیاسی اقتصاد او داسی نور
محمد الله کمال: دغه DPI څه ته وايي؟ فکر کوم دغه شی هم د هېواد په اقتصاد پورې اړه لري.
دغه شی د ملګرو ملتونو په ریپوټونو کې راځي، له مانه هم ښايي غلط شوی وي، ډي پي آی ـ دی که آي ډي پي دی ـ زه غواړم په دې وپوهېږم چې دغه څه مانا او د څه شي مخفف دی.
Jawed Habibi کمال صاحب، ملا صاحب او ټولو وروڼو ته سلامونه:
DPI = disposable personal income
په یوه ټاکلې موده یا معمولاْ په یوه کال کې د عادي مصارفو او پس انداز لپاره د یوه کورنۍ ټولټال عوایدو ته ډي پي آي ویل کیږي. ډي پی آی د یوه هیواد د اقتصاد په لنډمهالي ثبات او اوږدمهالې ودې او پرمختیا کې ډیر مهم رول لوبوي. زیاتره اقتصادپوهان د ډي پي آی له مخې د یوې هیواد د اقتصادي ودې کچه معلوموي او پرې خپلې څیړنې تر سره کوي.
لیمه وردګ
د وردګ ګلونه ( http://www.facebook.com/home.php?sk=group_104315709656953¬if_t=group_activity ) څخه په مننی سره