حجاب د ښځی لپاره د هغه د عزت، او ابرو د خوندیتوب او همدارنګه د شخصیت جوړونی لپاره ښه وسیله ده.
په حجاب سره نارینه طبقه که په هره ټولنه کی وی (اسلامی یا کفری)، د حجاب داره ښځی ډیر درناوی او احترام کوی. خدای پاک د وکړی چی موږ او تاسو ټول ددی الهی امر او پیرزوینی په عملی کولو خوښ او بریالی شو ځکه نن د غربیانو بی غیرته دیموکراسی په هر لور خوریږی او هر ځای یوازی په اسلامی مقدساتو تعرض کوی.
درنو خویندو، دلته به نن د ترکی حجاب په اړه تاسو ته لږ څه معلومات وړاندی کړم پدی هیله چی ستاسو خوښ او په ورځنی ژوند کی ددی سټایل څخه هم استفاده وکړی.
ترکی حجاب د یو منظم یونیفورم په څیر ښکاری چی په ټکری کی یی ټول سر، غوږونه، او غاړه را پټ کړی وی؛ د ټکری سره د تندی په برخه کی یو پلاستیک هم ملګری کوی ترڅو چی له یوی خوا د حجاب شکل او څیره ښکلی شی او له بلی خوا د لمر د وړانګو مخنیوی هم وکړی. که تاسو د ترکی حجاب اغوستلو ته زړه کیږی تاسو کولای شی چی په کور کی پخپله په ډیره سادګی سره ترکی حجاب برابر کړی، یوه خبره چی دلته یی ضرور بولم هغه د ټکری سره د تندی په برخه کی پلاستیکی رپک دی، تاسو کولای شی چی دا پلاستیکی رپک له خپل حجاب (ټکری) سره وګنډی یا یی هم جلا ور سره استعمال کړی چی پدی ډول یو پلاستیکی رپک د مختلفو رنګونو سره کارولای شی. د یادونی وړ ده چی کچیری رپک د حجاب سره ګنډلی نه وی شاید چی د اغوستلو په وخت کی لږ ستونزمن وی.
نوټ: د پلاستیکی رپک د ټینګولو لپاره ټکری غبرګ ونیسی او دا پلاستیکی رپک یی په منځ کی راولی چی هم ښه محکم او هم ښکاره نشی.
په لاندی شکل کی ترکی حجاب ښودل شوی دی