مالیزیایی حجاب
مالیزیایی حجاب لکه زموږ او تاسو د ټکری په څیر خو لږ څه بدل شکل لری، او هغه دا چی لویوالی یی کم او بل داچی پلو نلری بلکه له دواړو اوږو څخه په مساوی اندازه ټکری د سینی خواته را لویږی او د زنی لاندی یی په یوه قیدک باندی تړی. مالیزیایی حجاب ډیر سپک، آزاد، آرامه او ډیر ښکلی ګندل شوی وی. پدی ډول حجابونو کی د ټکری د رپک برخه په ډول ډول ګنډ باندی ښکلی شوی وی یا هم ګلدوزی شوی وی، چی دا کار په ترکی یا عربی حجاب کی نشته. بله خبره داده چی د مالیزیایی حجاب رخت معمولا نازک او نری وی خو پداسی اندازه نه چی یا یی غاړه او یا هم ویښته تری ښکاره شی.
که له یوی خوا ترکی حجاب لکه یو منظم یونیفورم غوندی ښکاری او لږ قید هم دی له بلی خوا مالیزیایی حجاب بیا لکه د کور د کالیو په څیر ازاد دی چی په اغوستو یی ښځه مجبوره نده چی باید منظمه یا لکه رسمی کس و اوسی بلکه خپل ازاد ژوند کولای شی. لاکن په ترکی حجاب کی باید ښځه منظم حرکت او منظم سلوک ولری (په لنډه توګه مالیزیایی حجاب په کلی، کور، او ښار کی ښه دی او ترکی حجاب په پوهنتون او یا هم په کارځای کی)
(مالیزیایی نجونی او میرمنی ډیر زحمت کشه طبقه ده)
لاندی شکل کی د مالیزیایی حجاب نمونه ښودل شویده