۱- سوال: د ونزویلا خلکو د کوم کال څخه تر کوم کاله پوری د هسپانویانو په مقابل کی جګړه وکړه؟
۱- ځواب: ونزویلا لومړنی هیواد دی چی د هسپانویانو پر ضد یی په (۱۸۱۰م) کال کی قیام وکړه او تر(۱۸۲۰م) کال پوری یی ځنډ څخه پرته له هغو سره جګړه وکړه تر څو یی خپلواکی تر لاسه کړه.
۲- سوال: ونزویلا په څوحوزو ویشل شوی ده؟
۲- ځواب: په څلورو حوزو ویشل شوی ده
۱- د ماراکایبو د جهیل ژوری ځمکی.
۲- د شمال او شمال لویدیځ غرنی سیمی.
۳- په شمال کی د اوریبوکو له وښو څخه ډکی دښتی.
۴- په جنوب او جنوب ختیځ کی په ځنګلونو باندی پټی ځمکی.
۳- سوال: د اورینو کوسیند په ونزویلا کی څه ارزښت لری؟
۳- ځواب: د اورینو کو سیند د دغه هیواد د اتیا فیصده څخه زیاته زراعتی ځمکه خړوبوی، چی ددی له امله دا سیند د وینزویلا هیواد په کرهڼه او اقتصادی پرمختګ کی مهم رول لری.
۴- سوال: د ونزویلا د اوسیدونکو شمیر اوپراخوالی په باره کی څه پوهیږی؟
۴- ځواب: د ونزویلا د اوسیدونکوشمیر(۲۴۲۰۰۰۰۰) تنه ده او د ونزویلا د هیواد پراخوالی(۹۱۲۰۵۰) مریع کیلو متره دی.
۵- سوال: د ونزویلا د کرهڼی په باره کی یوه مقاله ولیکی؟
۵- ځواب: اورینوکو سیند او مرستیالان یی د ونزویلا هیواد ۸۰٪ ځمکی خړوبوی، ددی هیواد کرهڼیز تولیدات لکه قهوه، وریجی، میوی، او ګنی دی چی دا ټول په خپل وار د هیواد د پرمختګ لپاره ډیر ګټور دی.
۶- سوال: د ونزویلا صادرات او واردات کوم شیان دی؟
۶- ځواب: د ونزویلا صادرات تیل، د اوسپنی ډبری او قهوه دی.واردات یی ماشین الات،کیمیاوی او استهلاکی مواد دی.
۷- سوال: د ونزویلا په اقتصاد کی دکانی منابعو اهمیت ووایاست؟
۷- ځواب: د ونزویلا په هیواد کی تیل،اوسپنه، سره زرډیر زیات اهمیت لری، ونزویلا د تیلو د تولید له پلوه په نړی کی پنځم هیواد دی.
لیمه وردګ