د هاندوراس هیواد د امریکا په لویه وچه کې پروت دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو

 ۱- سوال: کرستف کولمب په کوم کال کی هاندوراس کشف کړ؟

۱- ځواب: کرستف کولمف په (۱۵۰۲م) کال او په خپل وروستنی سفرکی هاندوراس ته ورسید.

۲- سوال: هاندوراس په کوم کال کی خپلواکه شو؟

۲- ځواب: ۱۵۰۲م کال کی خپلوکه شو.

 ۳- سوال: د هاندوراس هوا څنګه ده؟ یو مقاله په دی باره کی ولیکی؟

۳- ځواب: حاصل خیزه دری،غرنی سیمی،جلګی سیندونه،اونری ساحلی دښتی د هاندوراس هیواد جوړوی، هوا یی په ساحلی د ښتوکی مرطوبه او توده اوپه لوړواووچو سیموکی سړه ده.

 ۴- سوال: د هاندوراس د پایتخت نوم واخلی؟

۴- ځواب: د تیګوسیګالپا ښار یی بلازمینه ده.

۵- سوال:هاندوراس څوکیلو متره پراخوالی لری؟

۵- ځواب:(۱۱۲۰۸۸) کیلو متره پراخوالی لری.

۶- سوال: د هاندوراس صادرات او واردات کوم شیان دی؟

۶- ځواب: کیله،قهوه،سپین زر، صدف، مالوچ، غوښه بهرنیو هیوادونو ته صادروی،او په بدل کی یی نقلیه وسایط، ماشین الات او د تیلو تولیدات له بهر څخه واردوی.

 ۷- سوال: د هاندوراس دوګړو شمیر څومره دی او په کومو ژبو خبری کوی؟

۷- ځواب: (۵۱۱۰۰۰) تنه دی او په هسپانوی او ځینی محلی ژبو باندی خبری کوی.

۸- سوال: د هاندوراس مهم زراعتی او صنعتی توکی کوم دی؟

۸- ځواب: د هاندوراس ډیری وګړی په کرنه لګیا دی کیله، قهوه، جواراو لوبیا یی مهم زراعتی پیداواردی، صنعتی توکی یی ټوکران، د کالیو تولید،سمنټ،د لرګیو مصنوعات،او سګرټ دی.

لیمه وردګ