د نیکاراګوا هیواد امریکا پّ لویه وچه کې پروت دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو

۱- سوال: په نیکاراګوا باندی ولی دا نوم ګیښودل شو؟

۱- ځواب: هسپانویانو په (۱۵۲۲م) کال کی لومړی ځل له نیکاراګوا څخه لیدنه وکړه، په هغو ورځو کی یو سورپوستکی چی نیکاراګوا نومید، په دی خاوره حکومت کاوه ځکه نو د دی هیواد نوم یی نیکاراګوا کیښودل.

۲- سوال: نیکاراګوا په کوم کال کی کشف شوه؟

۲- ځواب: په (۱۸۲۱م) کال کی کشف شوه.

 ۳- سوال: د نیکاراګوا د خلکو دین او ژبه څه ده؟

۳- ځواب: د نیکاراګوا استوګن د کاتولیک د مذهب پیروان او په هسپانوی ژبه خبری کوی.

 ۴- سوال: د نیکاراګوا د کرنی عمده محصولات کوم دی؟

۴- ځواب: د کرنی عمده توکی کیله، جوار، لوبیا، تنباکو، قهوه، ګنی، وریجی، او داسی نوردی.

 ۵- سوال: د نیکاراګوا صادرات او واردات ولیکی؟

۵- ځواب: کیله، مالوچ، بوره، کیمیاوی تولیدات، غوښه، قهوه نورو هیوادونو ته صادروی، او په بدل کی یی کیمیاوی او درمل خوراکی او کرنیز تولیدات ،د حمل نقل وسایل، کالی، او تیل له نورو هیوادونو څخه وارد وی.

 ۶- سوال: د نیکاراګوا پراخوالی اود وګړو شمیر څومره دی؟

۶- ځواب: پراخوالی یی (۱۳۰۷۰۰) مربع کیلو متره دی، په (۲۰۰۰م) کال کی یی د وګړو شمیر (۵۱۰۰۰۰۰) تنو ته رسیده.

 ۷- سوال: د نیکاراګوا د خلکو نژاد کوم دی؟

۷- ځواب: نژاد یی ګډ دی چی سوراو سپین دی ۱۷٪ یی د سپین ۹٪یی توراو ۵٪ یی د سور نژاد څخه دی.

 ۸- سوال: د نیکاراګوا پلازمینه او د حکومت ډول ووایاست؟

۸- ځواب: پلازمینه یی د ماناګوا ښاردی د حکومت ډول یی جمهوری دی

لیمه وردګ