د دریم فصل حدیث شریف پوښتنی

عليكم بالصدق فإن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة وما يزال الرجل يصدق ويتحرى الصدق حتى يكتب عند الله صديقا ) رواه مسلم.

 ۱- سوال: رښتیا ویل څه فایده لری؟

۱- ځواب: رښتیا ویل دا فایده لری چی انسان د نیکو کارونو په لور هڅوی اود نیکو کارونو  کولو ځای جنت دی.

 ۲- سوال: د درغو اضرار او بد عواقب بیان کړی؟

۲- ځواب: له درواغجن سړی نه فاجر او فاسق سړی جوړیږی، او د فاسق سړی ځای دوزخ دی، سربیره پردی خلک د دروغجن سړی په خبرو باور نه کوی، خپل عزت او کرامت له لاسه ورکوی.

 ۳- سوال: د رښتیا ویلو دنیوی او اخروی ګټی بیان کړی؟

۳- ځواب: رښتیا ویل یو له غوره اخلاقو اوښه خویونو څخه ګڼل کیږی، چی د هغه په وسطه انسان ته په دنیا کی ستر عزت او منزلت ور په برخه کیږی، او د خلکو په زړونو کی ځای نیسی او په آخرت کی د زیات اجراو ثواب مستحق ګرځی.

لیمه وردګ