۲ـ پر مستحاضی باندی د پاکوالی حکم کولو په صورت کی لازمی احکام:
الف: کله چی یی د حیض معینی ورځی پای ته ورسیږی نو غسل پری لازمیږی لکه څنګه چی یی مخکی بیان وشو.
ب: هر لمانځه ته به خپل فرج پریمینځی، او په هغه کی به پنبه او یا د هغه په شان بل شی ایږدی چی وینه بنده کړی، او بیابه د هر لمانځه د وخت د داخلیدلو سره اودس کوی، نظر پدی قول چی پیغمبر(ص) د مستحاضی په باره کی ویلی دی:
ترجمه: د خپل حیض په ورځو کی به لمونځ پریږدی، او بیا به غسل کوی، او د هر لمانځه لپاره به اودس کوی
(ابو داود، ابن ماجه او ترمذی روایت کړی دی)
.او فرمایی:
ترجمه: له ځان لپاره پنبه وغواړه او په دا ځای کی کښیږده.
او کیدلای شی چی اوس دپنبی په ځای هغه خاص طبی نیکرونه٭ استعمال شی چی د همدی غرض لپاره جوړ شوی دی.
نور بیا
دریمه برخه نفاس
03.12.2010
- لیمه وردګ
داستحا ضی احکام:
استحاضه: هغه وینی ته وایی چی بی وخته له یو رګ نه چی (عاذل) ورته وایی ـ راووځی، او د مستحاضی حالت پیژندل ګران دی، ځکه چی د حیض وینه داستحاضی له وینی سره مشابهت لری.
نوټ: مستخاصه: هغه ښځه چی د استخاصی په حالت کی وی.
نو که چیری له هغی نه په دوامداره یا غالب وخت وینه رتلله، نو ایا کومه وینه د حیض ده، او کومه د استحاضی ده چی د هغه په وجه لمونځ او روژه نه پریښودل کیږی؟، ځکه استحاضه د پاکو ښځو...
10.12.2010
- لیمه وردګ
دریم: نفاس:
اول: د نفاس تعریف او موده:
نفاس:هغه وینه ده چی دولادت په وخت کی او وروسته له هغه څخه له رحم نه راځی، او د هغه باقی وینه ده چی په رحم کی د حمل په وخت کی پاته وه، نو چی کله ولادت وشی دا وینه لږه لږه راوځی، او کومه وینه چی له ولادت نه لږ مخکی ښکاره شی او د ولادت نښی پکښی وی نو هغه هم د نفاس وینه ده،او ځینی فقهاؤ هغه له ولادت نه مخکی په دوو او یا درویو ورځو مقیده کړی ده، خو غالبه دا ده چی نفاس له ولادت سره یو ځای وی.
او په زیږ...