داستحا ضی احکام:

استحاضه: هغه وینی ته وایی چی بی وخته له یو رګ نه چی (عاذل) ورته وایی ـ راووځی، او د مستحاضی  حالت پیژندل ګران دی، ځکه چی د حیض وینه داستحاضی له وینی سره مشابهت لری.

نوټ: مستخاصه: هغه ښځه چی د استخاصی په حالت کی وی.

نو که چیری له هغی نه په دوامداره یا غالب وخت وینه رتلله، نو ایا کومه وینه د حیض ده، او کومه د استحاضی ده چی د هغه په وجه لمونځ او روژه نه پریښودل کیږی؟، ځکه استحاضه د پاکو ښځو حکم لری، نو د هغی په خاطر د اسحاضی دری حالته دی:

اول حالت:

که ښځه مخکی لدی نه چی استحاضه ورته راشی، یو معین او معلوم عادت ولری، چی له استحاضی نه مخکی به مثلا: پنځه(۵) اویا اته(۸) ورځی د میاشتی په اوله او یا مینځ کی حیض ورته راتلی ، نو دی ته د خپل حیض ورځی معلومی وی، نو دا ښځه به د خپل ټاکلی عادت په اندازه حیض ګڼی، او لمونځ او روژه به پریږه دی، او د هغی لپاره دا د حیض د احکامو اعتبار لری، او چی کله یی د عادت ورځی ختمی شوی، غسل به کوی، او لمونځ به کوی، او کچیری وینه تر اوږده مهاله بهیده نو باقی راتلونکی وینه استحاضه ګڼل کیږی، نظر پدی قول د پیغمبر(ص) ام حبیبه ته.

پیغمبر ص فرمایی:

ترجمه: ستا د حیض د ورځو په اندازه کښینه او انتظار وکړه، او بیا غسل وکړه، او لمونځ وکړه.

 

(مسلم روایت کړی دی)

 

او نظر پدی قول د پیغمبر(ص)  چی فاطمه بنت ابی حبیش ته یی فرمایلی دی:

ترجمه: دا(استحاضه) د یورګ(وینه) ده، او حیض ندی، نو کله چی دی حیض راغلی، نو لمونځ پریږده.

(بخاری مسلم روایت کړی دی).

 

دوهم حالت:

که چیری هغی ښځی کوم معلوم او معین عادت نه درلود، خو وینه یی معلومداره وه، یعنی ځینی د هغه وینی به د حیض صفت لرلو، یعنی توره به وه، او یا به ټینګه (ګاټه) وه، او یا به یی بوی درلود، او نوره(باقی) وینه به دحیض د وینی په شان نه وه، یعنی سره به وه، او یا به یی بوی نه درلود، او یا ټینګه (ګاټه) نه وه، نو پداسی حالت کی هغه وینه چی د حیض د وینی صفات پکښی وی هغه حیض دی، په هغه کی به لمونځ او روژه پریږدی، او ماسوا لدی نه نوره وینه داستحاضی وینه ده، د حیض د وینی په آخر کی به غسل کوی، او لمونځ به کوی، روژه به نیسی، او دا د پاکی ښځی حکم لری،نظر پدی قول دپیغمبر(ص) وفاطمه بنت ابی حبیش ته: 

ترجمه: که چیری حیض وی، نو د هغه (وینه) تور رنګی وی پیژندلی شی، نو لمونځ مه کوه، او که چیری بل څه ؤ، نو اودس وکړی لمونځ وکړی.

 

(ابوداود اونسایی روایت کړی دی، او ابن حبان او حاکم هغه صحیح حدیث ګڼلی دی).

 

نو پدی حدیث کی دا(خبره) واضح ده چی مستحاضه به د وینی صفت او حالت ته ګوری، او په هغه سره به د حیض او استحاضی په مینځ کی فرق کوی.

 

 

دریم حالت:

که چیری ښځی نا معلومه عادت درلود، او ورته معلوم نه ؤ، او وینی څه خاص صفت او حالت نه درلود چی په هغه سره د حیض او استحاضی تمیز وکړی، نو دابه د حیض اکثره او غالبه موده یعنی شپږ(۶)، یا اووه(۷)، ورځی له هری میاشتی نه حیض ګڼی، ځکه دا د اکثرو ښځو د حیض موده ده، نظر پدی قول د پیغمبر(ص) وحمبه بنت جحش ته:

ترجمه: دا (استحاضه) د شیطان له خوا یو حرکت دی، نو ته شپږ او یا اووه ورځی حیض وګڼه، او بیا غسل وکړه، او چی کله پاکه شوی، نو څلورویشت(۲۴) او یا درویشت(۲۳) ورځی لمونځ وکړه، او روژه نیسه،دا ستا له پاره روا ده، او همدارنګه عمل وکړه لکه څنګه چی یی نوری ښځی په حیض کی کوی.

او د مخکنیو خبرو خلاصه دا ده، چی عادت لرونکی ښځه به خپل عادت ګوری، او کومه چی وینه یی خاص صفتونه لری هغه به د هماغه صفتونو له مخی تصمیم نیسی، او کومه چی دا دواړه نه لری، دریو واړو روایتونو په مینځ کی جمع او توافق راځی چی د پیغمبر(ص) نه د مستحاضی په باره کی راغلی دی.

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمت الله علیه وایی: او کومی علامی چی علماؤ پدی باره کی ذکر کړی دی، هغه شپږ علامی دی: یا به عادت وی، او عادت له ټولو نه قوی علامه ده،ځکه چی دلته اصل د حیض حالت دی، نه بل څه.

او یا به تمیز وی، ځکه چی توره، خټه (ټینګه) او بویه وینه کی د حیض احتمال له سری وینی نه زیات دی. او یا د اکثرو ښځو عادت ته اعتبار ورکول دی، ځکه چی اصل دا دی چی یو فرد باندی د اکثریت په حکم پوری وتړل شی، او دا دری علامی په احادیثو او قیاس سره ثابتی دی. او بیا یی نوری پاتی علامی ذکر کړی، او په آخر کی وایی: او په ټولو کی راجح او حق قول دا دی: چی هغه علایمو ته اعتبار ورکول شی کومی چی په احادیثو کی راغلی دی، او پرته لدی نه نور علایم لغو شی.