دریم: نفاس:

اول: د نفاس تعریف او موده:

نفاس:هغه وینه ده چی دولادت په وخت کی او وروسته له هغه څخه له رحم نه راځی، او د هغه باقی وینه ده چی په رحم کی  د حمل په وخت کی پاته وه، نو چی کله ولادت  وشی دا وینه لږه لږه راوځی، او کومه وینه چی له ولادت نه لږ مخکی ښکاره شی او د ولادت نښی پکښی وی نو هغه هم د نفاس وینه ده،او ځینی فقهاؤ هغه له ولادت نه مخکی په دوو او یا درویو ورځو مقیده کړی ده، خو غالبه دا ده چی  نفاس له ولادت سره یو ځای وی.

او په زیږیدلی ماشوم باندی انسانی خلقت ظاهره وی، او کمه موده چی په هغه کی د ماشوم انسانی  خلقت واضحه کیږی(۸۱) ورځی ده، او ډیره موده دری میاشتی ده، نو که چیری دی مودی(۸۱ورځو) نه مخکی ماشوم وشی(نقصان وکړی)، او له هغه سره وینه راشی، نو هغه ته دی توجه نه کوی او د هغه لپاره به لمونځ او ورژه نه پریږدی، ځکه چی دا فاسده وینه ده، او داستحاضی حکم لری.

زیاته موده د نفاس غالبا (۴۰) ورځی ده، چی له ولادت سره او یا دوی دری ورځی له هغه نه مخکی شروع کیږی، لکه څنګه چی یی مخکی ذکر وشو، نظرپدی حدیث کی چی ام سلمه (رض) وایی:

ترجمه: زچه (نفاسداره ښځه) به د پیغمبر(ص) په زمانه کی څلویښت ورځی کښینا ستله.

او علماؤ پدی باندی اتفاق هم کړی دی، لکه څنګه چی ترمذی او نورو هغه نقل کړی دی.

او که چیری له څلویښتو ورځو نه مخکی پاکه شی او وینه یی ودریږی،نو غسل به کوی او لمونځونه به کوی،د نفاس د کمی مودی معینه اندازه نشته ، ځکه چی د هغه تعین یی ندی راغلی، او که چیری څلویښت ورځی پوره شوه او وینه یی بنده نه شوه، که یی د حیض ورځی وی، نو حیض ورځی ګڼل کیږی، او که یی د حیض ورځی نه وی، او وینه جاری وه نو دا استحاضه ده، او عبادت (لمونځ،روژه، او نور) به له(۴۰)ورځو نه وروسته نه پریږدی، او که چیری وینه له (۴۰) ورځو نه واوړی خو دوام ونکړی، نو پدی کی د علماؤ اختلاف دی.

ب: د نفاس متعلق احکام:

نفاس په لاندنی  احکامو کی د حیض حکم لری:

۱ـ په څلویښتی کی ښځی سره جماع کول حرام دی، لکه څنګه چی له حایضی سره جماع حرامه ده، اوبی له جماع څخه نور خوند اخیستل(له دواړو سره) روا دی.

۲ـ په څلویښتی کی ښځی ته د حایضی په شان روژه نیول او لمونځ کول، او د کعبی طواف حرام دی.

۳ـ په نفاس لرونکی ښځی د حایضی په شان د قرانکریم مسه کول او د هغه تلاوت حرام دی، مګر که د هیریدلو ویره ورسره وی بیا روا دی.

۴ـ په نفاس لرونکی ښځی د حایضی په شان د فرضی روژی قضایی راوړل فرض دی.

د دی مسایلو دلایل په لاندی ډول دی:

حدیث  شریف ترجمه: زچه (نفاس داره ښځه) د پیغمبر(ص) په وخت کی څلویښت ورځی کښیناستله.

مجد ابن تیمیه رحمت الله علیه وایی: «زه وایم: د حدیث معنا دا ده: پدی باندی ورته امر کیدی چی تر څلویښتو ورځو پوری کښینی، تر څو حدیث دروغ ونه ګڼل شی، ځکه چی ممکنه نده د یوه عصر ټولی ښځی په نفاس او حیض کی یو شانتی عادت ولری (المنتقی ) (۲) له ام سلمه (رض) نه روایت دی چی وایی:

حدیث شریف

ترجمه: د پیغمبر(ص) له ښځو نه به یوه په نفاس کی څلوښیت شپی کښیناستله،او پیغمبر(ص) به ورته د څلویښتی د لمونځ د قضایی امرنه کولو.

مساله ۱:

که زچه(نفاس لرونکی) ښځی وینه له څلویښتو ورځو نه مخکی بنده شی، او غسل وکړی، او لمونځ وکړی او روژه ونیسی، او بیا په څلويښتو ورځوکی د ننه وینه راشی، نو صحیح دا ده چی دا نفاس ګڼل کیږی کښینی به، او کومه روژه یی چی د پاکی په ورځو کی نیولی ده هغه صحیح ده، قضایی پری نشته.

 مساله ۲:

شیخ عبد الرحمن بن سعدی رحمت الله علیه وایی:«له وړاندی خبرو نه داظاهره شوه چی د نفاس د وینی سبب ولادت دی، او داستحاضی وینه هغه عارضی وینه ده چی د مرض په وجه وی، او د حیض وینه اصلی وینه ده، (ارشاد اولی الا بصار والالباب ۲۴)

د ګولیو خوړل:

څه باک نشته که ښځه د حیض د منع کولو ګولی وخوری که هغه د هغی صحت ته تاوان او ضرر ونلری، نو کله چی ګولی وخوری او حیض یی رانشی، نو بیا لمونځ کول، روژه نیول، او د کعبی شریفی طواف کول، دا ټول د نورو پاکو ښځو په شان ورته روا دی او صحت لری.