مهم درسونه
لومړنی خبری
له پیغمبر(ص) څخه په صحیح حدیث کی راغلی دی چی فرمایی: ترجمه: اسلام په پنځو (ستنو) ولاړ دی:
- اقرار کول چی بی له الله (ج) څخه د عبادت وړ او حق معبود نشته، او محمد(ص) د الله (ج) پیغمبر دی،
- لمونځ کول
- زکات کول
- روژه نیول او
- د کعبی شریفی حج کول ( د هغه چا لپاره چی هغی ته د تللو وس او توان ولری).
دا حدیث شریف د اسلام پنځه ارکانو ته شامل دی، او هغه دادی:
لومړی رکن: ددی کلمی (لااله الاالله محمدرسول الله) ویل: معنی یی دا ده چی بی له یو الله (ج) څخه بل هیڅوک د عبادت وړ او معبود نشته. نو (لااله) دټولو هغو معبودانو(خدایانو) نفی کوی چی بی له الله(ج) څخه یی عبادت کیږی لکه بوتان، یا ځنی نور چی عیسی مسیح ته د خدایی رتبه ورکوی، او(الا الله) دهغه الله(ج) لپاره چی شریک نلری د عبادت اثبات کوی، الله(ج) فرمایی:
ترجمه: الله(ج) او ملایکو او د علم خاوندانو پدی شایدی اداکړی ده چی بی له الله(ج) څخه بل هیڅوک د عبادت وړ او حق معبود نشته، پداسی حال کی چی (په عدل سره دکایناتو) پالل او تدبیر (دهغه) په لاس کی دی، نشته بی له الله(ج) څخه بل د عبادت وړ معبود ، هغه ښه غالب او ښه حکمت والادی.[ال عمران ۱۸]او د(لااله الا الله) په ویلو،او شاهدی ورکولو کی، په دریو شیانو سره اقرار کول دی:
- د الوهیت توحید: او هغه دادی چی یواځی الله(ج) د ټولو عبادتونو او بندګی مستحق وبلل شی، او په هیڅ ډول دا (عبادتونه) بی له الله(ج) څخه دبل چا لپاره ونه شی. او دا هغه توحید (یوازیتوب) دی چی ټول مخلوقات دهغه لپاره پیدا شویدی، الله ج فرمایی :
ترجمه: او ما پیریان او انسانان ندی پیدا کړی مګر د دی لپاره چی دوی زما عبادت وکړی.
(الذاریات ۵۶)او د همدی هدف لپاره الله(ج) پیغمبران را لیږلی، او کتابونه یی نازل کړی، الله(ج) فرمایی:
ترجمه: او په تحقیق سره موږ په هر(پخوانی) امت کی یو پیغمبر(ص) لیږلی ؤ (چی دوی ته امروکړی پدی) چی تاسو (یوازی) دالله(ج) عباد ت وکړی، او باطله معبودانو څخه ځان وساتی.
او شریک د توحید ضد دی، نو کله چی د توحید معنی دا شوه: یوازی ښایی د الله(ج) عباد ت وشی، نو بیله الله (ج) نه بل چاته په کی په ډیره کمه اندازه عباد ت کول هم شرک ګڼل کیږی، نو که څوک په خپل اختیار سره بیله الله(ج) نه د بل چا هر ډول عباد ت وکړی: مثلا د هغه لپاره لمونځ وکړی یا روژه ونیسی، یا سوال ځنی (د مریضی لپاره د شفأ او یا هم نور) وکړی، یا نذ ر ورته ومنی، یا کوم څاروی ورته حلال کړی، یا مړی نه مدد او مرسته وغواړی، او یا داسی نور، نو دا په حقیقت کی له الله(ج) سره شریک نیول دی، او شرک له ټولو نه لویه ګناه ده چی (مسلمان) ټول نیک اعمال له مینځه وړی.
۲- دوهم: د ربوبیت توحید : او هغه دادی چی انسان پدی اقرار وکړی چی یواځی الله(ج) د (مخلوقاتو) پیداکونکی، روزی ورکونکی، ژوند بښونکی، مرګ راوستونکی، (د کایناتو) پالونکی، او د اسمانونو او ځمکو څښتن دی. او پدی سره اقرار کول د هغه فطرت (تقاضا) ده په کوم چی الله(ج) مخلوقات پیدا کړیدی، تردی پوری چی په کومو مشر کینو کښی چی زموږ پیغمبر محمد(ص) رالیږل شوی ؤ، هغوی هم پدی توحید اقرار کاوه اوترینه منکر نه ؤ، الله(ج) فرمایی: ترجمه: (ای پیغمبره ووایه مشرکینو ته)څوک تاسو ته له آسمان او ځمکی نه روزی درکوی؟ او څوک د غوږونو او سترګو مالک دی؟ او څوک ژوندی له مړی نه او مړی له ژوندی څخه راوباسی؟ او څوک د(ټولو) کارونو تدبیر او پالل کوی؟ نو ژر به هغوی ووایی: چی الله(ج) (دا ټول کارونه کوی) نو ورته ووایه چی آیا تاسو (د الله(ج) څخه) نه ویریږی؟ او له انسانانو نه ډیر کم داسی خلک شته چی د ربوبیت له توحید نه یی په ښکاره انکار کړیدی، او په باطن کی له خپل ځان سره په هغه باندی عقید ه لری، خو یواځی تکبراو عناد په وجه یی له هغه نه (په ظاهره) انکار کړی دی، لکه څرنګه چی الله(ج) فرمایی: ترجمه: او ددغو (آیاتونو څخه ) دوی د ظلم او سرکشی د وجهی انکار وکړ، پداسی حال کی چی زړونو یی په هغه یقین او باور درلود.
(النمل: ۱۴)
۳-دریم: د اسماؤ (نومونو) او صفاتو توحید: د اسما او صفاتو توحید دادی چی دالله(ج) په هغو صفاتو ایمان ولرو چی د خپل ځان لپاره یی ثابت کړی، او یا پیغمبر(ص) دالله(ج) لپاره دغه نومونه او صفتونه ثابت کړی وی، او هغه پداسی شکل سره ثابت کړو چی دالله (ج) دشان او شوکت سره لایق او مناست وی، بی لدی چی د هغه په کیفیت او څرنګوالی پوه شو، او یا یی بیان کړو، او بیله دی چی هغه د مخلوقاتو له صفاتو سر مشابه او یو شان وګڼو،او یا یی اصلی معنی کی تغیر راولو، او یا ورته انکاوکړو، الله(ج) فرمایی:
ترجمه: دالله(ج) په شان او څیر بل هیڅ شی نشته، او هم هغه ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی.
(الاعراف:۱۸۰)نو په(لااله الاالله) ویلو کی ددی (پورتنیو) دریو شیانو اعلان او په هغو اقراردی، نو هغه څوک چی (لااله الاالله) په خوله سره ووایی او په معنی یی پوه شی، او د هغی مطابق عمل وکړی، یعی الله(ج) ته شریک پیدانکړی، او یواځی هغه د عبادت لایق وبولی، نو دا (سړی) حقیقی مسلمان دی، او څوک چی دغه کلمه په خوله سره ووایی، او د هغی مطابق په ظاهره سره عمل وکړی، خو په زړه کی په هغی عقیده ونلری، نو دا (سړی) منافق دی، او هغه څوک چی دغه کلمه په خوله ووایی، او د هغی خلاف عمل وکړی، نو دا (سړی) کافر دی، که څه هم دا کلمه په وارو وارو ووایی (بیاهم مسلمان نه بلل کیږی).
نور بیا
لیمه وردګ