دوهمه برخه :-

(ب)د وروځو نری کول :

مسلمانی ښځی ته رواندی چی د وروځو ویښتان ټول او یا یو څه واخلی او یا یی کم کړی، اویا داسی مواد استعمال کړی چی ویښتان ټول او یا لږ لیری کوی، ځکه دا هغه نارواکار دی چی پیغمبر(ص) د هغه پرکونکی لعنت ویلی دی، او پیغمبر(ص) پر هغی ښځی چی دبل چا د وروځو ویښتان د ښایست په مقصد اخلی، او پر هغی ښځی باندی چی بل څوک یی د وروځو ویښتان اخلی لعنت ویلی دی، او دا کار د خدای (ج) د خلقت او جوړښت بدلول دی په کوم چی شیطان قسم کړی چی انسان به په هغه سره ګماری، لکه څنګه چی الله(ج) له هغه نه حکایت کوی:

ترجمه: (شیطان وایی) او زه به حتماً دوی پدی وګمارم چی د خدای(ج) خلقت او جوړښت بدل کړی.

(د الساً سورت ۱۱۹ آیت)

او په صحیح حدیث کی له ابن مسعود(رض) نه روایت دی چی وایی: ترجمه: الله(ج) پر هغو ښځو چی بل چا ته شنه خالونه وهی او هغه چی خپل ځان ته شنه خالونه وهی، او پرهغو ښځو چی د بل چا ورځی اخلی، او چی خپلی ورځی اخلی، او پر هغو ښځو چی د غاښونو مینځونه د ښا یست لپاره آزادوی، او د الله(ج) جوړښت بدلوی، لعنت ویلی دی.

او بیا ابن مسعود وویل: آیا پر هغه چا چی پیفمبر(ص)لعنت ویلی دی لعنت ونه وایم، او هغه د الله(ج) فرموده ده چی فرمایی:

 ترجمه: او هغه څه چی پیغمبر(ص) تاسوته درکړی دی هغه واخلیً (عمل پر وکړی) او له کومو شیانو نه چی یی منعه کړی یاست ډډه وکړیً.

(الحشر سورت ۷ـ آیت)

او پدی خطرناک افت چی لویه ګناه ده نن ورځ ډیری ښځی اخته شوی دی،تر دی پوری چی د وروځو اخیستل (د ښځو په نظر) د ورځنی ضروریاتو څخه شمیرل کیږی. او ښځی ته روانده چی په دی کار کی د خپل خاوند د غوښتنی اطاعت وکړی، ځکه چی دا ګناه ده.

(ج )د غاښونو د منځ آزادول: ـ

مسلمانی ښځی ته حرام دی چی خپل غاښونه وتوږی تر څو  تر منځ یی وړی وړی مسافی پیداکړی چی ښکلایی زیاته شی، خو که چیری غاښونه بد شکله وی، او هغه د له مینځه تلو لپاره عملیات ته ضرورت وی، او یا چنجن وی او اصلاح او جوړولو ته ضرورت ولری، نو بیا څه پروانشته، ځکه دا تداوی او د بدشکلی دلیری کولو حکم لری، او دا کار به د متخصصی ډاکټری په لاس تر سره کیږی.

(د) د خالونو وهل:

ښځی ته حرام دی چی په خپل بدن کی خالونه ووهی، ځکه پیغمبر(ص) پرهغی ښځی چی بل چا ته او پر هغی ښځی چی خپل ځان ته خالونه وهی، لعنت ویلی دی، او (الواشمه) هغی ښځی ته ویل کیږی چی د بل چا لاس او یا مخ په ستنو وهی، او بیا دا ځای په رانجو او یا رنګ سره ډک کړی، او (المستو شمه) هغی ښځی ته ویل کیږی، چی دبل چا په ذریعه په خپل جسم کی خالونه وهی، او دا کار حرام او ناروا دی، او دغټو ګناهونو څخه شمیرل کیږی، ځکه پیغمبر(ص) پر هغه چا چی خپله دا کار کوی، او یا یی بل څوک په کوی، دواړو باندی لعنت ویلی دی، او لعنت بیله لویی ګناه څخه په بل څه باندی نه وی. د یادولو وړ ده چی نن ورځ په غربی ټولنو کی میشت مسلمانان هم د (ټټو) وهلو ته زړه ښه کوی چی دا کار هم حرام او د خدای د لعنت موجب ګرځی. یعنی ټټو وهل هم حرام دی!

 

ټټو: هغه رنګه ټکپی چی ځنی لوغاړو په خپله شا، ټټر، مټ او یا د بدن په بله برخه کی وهلی وی.

(هـ) ـ د ښځو لپاره د نکریزو کول، او د ویښنان رنګول، او د ګاڼو استعمالولو حکم:

۱ـ نکریزی کول:

امام نواوی وایی: د لاس او پښوپه نکریزو سره کول د واده شوی ښځی لپاره مستحب دی، ځکه پدی باره کی مشهور احادیث راغلی دی..

(المجموع ۱ـ ۳۲۴)،

 

او امام نواوی هغه حدیث ته اشاره کوی چی ابوداود روایت کړی دی: « چی یوی ښحی له عایشی (رض) څخه د نکریزو په باره کی پوښتنه وکړه، هغی وویل: څه باک نشته، لکن زه یی بد ګڼم، ځکه زما ګران پیغمبر(ص) د هغه بوی بد ګاڼه»، او دا حدیث نسایی هم روایت کړی دی، او له عایشی(رض) څخه همدارنګه روایت دی چی وایی: « یوی ښځی چی لیک یی په لاس کی وو ـ د پردی د شانه ـ پیغمبر(ص) ته اشاره وکړه، نو پیغمبر(ص) یی لاس ونیواو ویی ویل: چی نه پوهیږم چی دا دسړی لاس دی،  او که د ښځی لاس؟ هغی وویل: د ښځی لاس دی، ورته  وویل: که ته ښځه وای نو نوکونه به دی بدل کړی وای، یعنی په نکریزو به دی رنګ کړی وای.

لیکن نوکان دی پداسی شی نه ررنګوی چی د پوښ به شکل پری پاتی شی ،او په اوداسهیا هم غسل  کی نوکانو ته د اوبو د رسیدو مخه نیسی.

۲- د سر ویښتان رنګول:

اما د ښځی  لپاره د سر د ویښتانو رنګول کچیری  ویښتان یی سپین وی نو د تور رنګ څخه پرته بل رنګ دی ورکړی، ځکه له تور رنګ څخه پیغمبر ص عامه منع کړی ده؛ امام نواوی په ریاض الصالحین  (ص ۳۲۶) کی دنارینه او ښځو لپاره د تور رنګ د استعمال د ممنوع والی په باره کی یو باب ذکر کړی دی، او په (المجموع) کی وایی: د تور رنګ په استعمال کی ممانعت  د نارینه او ښځی لپاره یو شان دی، او دا زموږ مذهب دی.

او د ښځی  لپاره د سر د ویښتو رنګول چی د تور رنګ نه بل رنګ ته واوړی، زما په نظر روا ندی، ځکه چی هغه ته څه ضرورت نشته، او توروالی د ویښتانو ښکلا ده، او بدرنګوالی ندی چی تغییر ته اړه ولیدل شی، او همدا رنګه په هغه کی د کافرو  ښځو سره مشابهت هم دی. (مؤلف)

۳- د سیم او زر (ګاڼو) کارول:

د علماؤ په اتفاق سره ښځی ته روا د ی چی د معمول سره سم د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼه و کاروی، لکن هغوی ته روا ندی چی خپل ګاڼه پردو یا غیر محرم نارینه وو ته ښکاره کړی، بلکه له هغوی نه به یی پټوی. په ځانګړی توګه د کور نه د وتو او د نارینه و سره د مخامخ کیدو پرمهال؛ ځکه دا د فتنی سبب ګرځی، او ښځه لدی څخه منع شوی ده، چی د پښو د زیوراتو (لکه د پایزیبونو) آواز چی تر جامو لاندی (ګاڼه دی)، نارینه و ته واوروی، نو دا ښکاره ګاڼه به څرنګه (پردو نارینه و ته ښودل روا وی)؟.

الله ج فرمایی: او نه دی وهی پښی خپلی په ځمکه تر څو چی  هغه زینت (ښکلا) یی معلوم نشی چی دوی یی پټوی.

(د نور سورة ۳۱ ایه)

یادونه:

1-   محرم هغه چاته ویل کیږی چی د نجلی نکاح ورسره روا نه وی.

2-   غیر محرم (پردی) هغه چاته ویل کیږی چی د نجلی نکاح ورسره روا وی.

ددی لیکنی لیکوال ډاکټر صالح بن فوزان الفوزان او ژباړونکی یی عبدالنافع دی.

لیمه وردګ