د ښځی د جسمی زینت اړوند احکام

 

بسم الله الحمن الرحیمْ

۱- د فطری سنتو احکام:

 

پرښځی لازمه ده چی هغه فطری سنتونه چی پدی پوری مخصوص دی پر ځای کړی لکه  د نوکانو اخیستل او د هغه پاک ساتل، ځکه د نو کانو اخیستل د علماؤ په اتفاق سره سنت دی، او له هغو فطری سنتونو څخه دی چی په حدیث کی را غلی دی: او د نو کانو په اخیستلو کی پاکی او ښکلاد ه چی په اوږدو پریښودلو سره بد(او ناولی) ښکاری، او له ځناورو سره مشابهت لری، او د هغو لاندی خیری او ناپاکی یو ځای کیږی، چی د هغی دبیخ ته ( د غسل او اودس په وخت کی) داوبو رسیدلو مخه نیسی.

خو ځینی ښځی د کفارو دتقلید او د سنتوڅخه د بی خبری په وجه نوکان اوږدوی.

اوهمدارنګه د ښځی لپاره د تخرګ او د نامه لاندی ویښتان لری کول سنت دی، لکه څنګه چی په حدیث شریف کی را غلی دی: ځکه پدی کی (دبدن) ښا یست دی، او بهتره دا ده چی هره اونی دا کار وکړی، او له څلویښتو ورځو نه زیات پاتی نه شی.

 

۲ـ د ښځی د سر او وروځو دویښتانو،  نکریزو، او دویښتانو درنګولو احکام:

 

الف ـ ښځه باید د خپل سر ویښتان اوږده کړی، او بی له ضرورته خرییل یی حرام دی.

شیخ محمد بن ابراهیم وایی: او د ښځی د ویښتانو خرییل ناروا دی، او دلیل یی هغه حدیث دی کوم چی نسایی له علی (رض) څخه  او بزار په خپل مستند کی له عثمان (رض)  څخه  او ابن جریر په خپل سند له عکرمه (رض)  څخه روایت کړی چی وایی: پیغمبرص لدی نه منع کړی چی ښځه خپل ویښتان و خرییی.

 او کله چی رسول د خدای ص د کوم شی په باره کی منع وکړی نوهغه حرام وی تر هغه پوری چی د هغه د روا والی دلیل نه وی ثابت شوی.

 ملا علی قاری د مشکات په شرح کی لیکی: د راوی دا قول چی ښځه یی د ویښتانو خرییلو څخه منع کړی ده، د هغه وجه داده چی د ښځی لپاره کوڅی په ښایست او ظاهری شکل کی د نارینه د ږیری په شان ده.....

(مجموع فتاوی الشیخ محمد بن ابراهیم ۴۹/۲)

 

 اما د سر د ویښتانو لنډول، کچیری د ښایست لپاره نه وی، او د ضرورت په وجه وی، نو کله چی ساتل یی ورته ګران وی، او یا ډیر زیات اوږده شی، نو د ضرورت په اندزه یی لنډول روا دی، لکه څنګه چی د پیغمبرص ځنو ښځو د هغه ص له وفات وروسته دا کار کړیدی، ځکه چی هغوی د پیغمبر ص له وفات نه وروسته زینت پری ایښی ؤ، او د ویښتانو اوږدولو ته یی هم حاجت او ضرورت نه ؤ.

خو که چیری د ویښتانو د لنډولو څخه د ښځی مقصد د کافرو او فاسقو ښځو، او له نارینه وو سره د شباهت په موخه وی، نو دا بی له شکه حرام دی؛ ځکه د کفارو سره د مشابهت او هم د نارینه ؤ سره د مشابهت په کلکه منع راغلی ده، او که یی موخه د ښکلا او زینت وی، نو داسی ښکاری چی دا هم نا روا وی.

کومی ښځی چی ویښتان ډیر لنډوی، دا د انګریزانو لار ده، او د مسلمانو او مخکی له اسلام نه د غربو ښځو د لاری سره سمون نلری، او دا د هغو انحرافاتو څخه دی چی د عامو خلکو په دینداری او اخلاقو کی را پیدا شوی دی، او د ځنو خلکو ددی ادعا په ځواب کی چی وایی د محمد ص ببیانو هم خپل ویښتان داسی  لنډول چی  د سر د پاسه یی راټولیدل داسی وایی چی: د پیغمبر ص ببیانو د هغه ص له وفات نه وروسته خپل ویښتان لنډ کړل، ځکه چی دهغوی ښایست او ډول ته حاجت نه ؤ، هغوی یواځی د پیغمبر ص  په ژوند کی سینګار کؤ او د هغه ص له وفات وروسته د هغوی ټولو لپاره یو خاص حکم دی چی  په هغه کی د دنیا  یوه ښځه هم ورسره  برابره نده، هغوی د پیغمبر له وفاته وروسته د همیش لپاره له واده کولو څخه منع کړل شوی وی، او  ټولی ببیانی د پیغمبر ص سره د واده کولو له امله د هغوی تر مرګه پوری د طلاق شوو میرمنو په شان وی، او د عدت موده یی تر مرګه غزیدلی وه؛

الله ج فرمایی:

او تاسو ته نده روا چی د الله ج  پیغمبر ته ضرر او تکلیف ورسوی، او تاسو ته نده روا چی دده ښځی د هغه له وفات وروسته په نکاح کړی، بیشکه دا د الله ج په نزد ډیره لویه ګناه ده.

( د االاحزاب سورة ۵۳ آیه)

 

 

په اضوأ البیان کی راغلی چی: ښځی ته روا ندی چی د سینګار  په برخه کی د میړه د ناروا امر اطاعت وکړی، ځکه د الله په مخالفت کی دمخلوق اطاعت روا ندی.

 

نو په ښځه باندی لازمه ده چی د خپل سر ویښتان وساتی، او سمبال یی کړی، او دا ورته روا نده چی هغه د سر د پاسه د خولی په شان را ټول کړی. شیخ محمد بن ابراهیم رحمت الله علیه وایی: او دا چی ځینی مسلمانی ښځی پدی زمانه کی خپل ویښتان د کفارو په شان له یوی خوانه را ټول کړی او دڅټ لخوا یی راغونډ کړی، او یا یی د سر دپاسه راغونډکړی،نو دا کار رواندی، ځکه چی پدی کی د کفارو د ښځو سره مشابهت دی.

او له ابوهریره (رض) څخه ررایت دی چی وایی: پیغمبر(ص) فرمایی: ترجمه: په دوزخ کی دوی ډلی دی چی ما(هیڅ) ندی لیدلی:یو هغه قوم دی چی دغوا دلکی په شان شلاخی (قمچینی) ورسره وی او خلک په وهی، او(بله ډله) هغه پټی بربنډی،کږی وږی، ښځی دی چی سرونه یی داوښونو دکاږه بوکونو په شان وی، (دا دوی ډلی به) جنت ته نه ځی، او نه به د جنت بوی ورته رسیږی، اوبی شکه (دجنت) بوی له دومره دومره مسافی څخه احساسیږی.

 لکه څنګه چی مسلمانه ښځه دویښتانو له خرییلو، او بی ضرورته لنډولونه منع ده، همدارنګه په ویښتانو پوری د نورو ویښتانو تړلو نه هم منع ده، لکه څنګه چی په بخاری او مسلم روایت دی: ترجمه: پیغمبر(ص) پر ویښتانو تړونکی، او ویښتانو اخیستونکی دواړو باندی لعنت ویلی دی. (الواصله) هغه ښځی ته وایی چی خپل ویښتان د بلی ښځی له ویښتانو سره ونښلوی، او (المستوصله): هغی ښځی ته وایی چی د بلی ښځی ویښتان له خپلو ویښتانو سره نښلول غواړی، او دا کار ځکه حرام دی چی پدی کی جعل کاری (ډوکه بازی) ده،او په اوسنی وخت کی د مصنوعی سراغوستل هم له همدی ناروا کار(جعلی ویښتانو تړلو) له جعل څخه دی، بخاری او مسلم او نورو د حدیث کتابونو روایت کوی چی معاویه(رض) چی کله مدینی ته راغی نو خطبه یی وویل، او یوه غنچه ویښتان یی راوویستل او ویی ویل: ستاسو ښځو ته څه پیښه ده چی په خپلو سرونو کی داسی ویښتان ږدی،ما د پیغمبر(ص) څخه اوریدلی دی چی وایی

ترجمه:هیڅ یوه ښځه په خپل سر کی د بل چا ویښتان نه ایږدی، مګر داچی دا کار به جعل کاری او ساخته کاری وی،او مصنوعی ویښته هغه دی چی د سر د ویښتو په شان جوړشوی وی، او په سراغوستل یی جعل کاری (ډوکه بازی) ګڼل کیږی.

نور بیا

(ب) مسلمانی ښځی ته رواندی چی د وریځو ویښتان ټول او یا یو څه واخلی او یا یی کم کړی