پدی لوبه کی اته ماشومان دي ،پردو ډلووېشل کیږي ،څلورماشومان یوه اوڅلور بل لور ته ملګري کیږي ، پرمځکه دڅلور و مترو په اندازه یو ګول خط کاږي ، له دایرې یاخط څخه ۲۵متره لري یوځای د نښان لپاره ټاکي ،وروسته دنوموړو دوو ډلو مشران سره پچه یاشیر-خط ښکېلي دهرچاپه ګټه چي پچه وخته نوهغه ډله دباندي اومقابله ډله یې په دایره کي کښېنې، په دایره کي دناستوکسانوپرسرونوخولۍ پرتې وي ،له دایرې دباندي ډله هڅه کوي، چي په دایره ورګډ سي اوله ناستو ماشومانو څخه خولۍ چل (حمله )کړي او ناست ماشومان له خپلي خولۍ څخه ساتنه په دې ډول کوي ،چي مقابل ماشوم ورباندي حمله کوي نودوی یې په پښه (لغته )وهي، که چیري ناست ماشوم دحمله کونکي ماشوم سره په داسي حال کي چي یولاس به یې پرمځکه نښتی وي خپله پښه ونښلوي نوبیا لوبه سرچپه اوړي یاني ناست ماشومان دباندي وزي اوددباندي ماشومان کښېني اوکه چیري دناست ماشوم دواړه لاسونه له مځکي څخه پورته وه ،نوبیاګټه نه سې راوړلای ،که حمله کونکي ماشوم بې له دې چي دناست ماشوم پښه ورسره وموښلي خولۍ حمله کړه ،نوکوښښ کوي چي ترټاکلي نښي پوري ځان ورسوي ،دخولۍ دحمله کولوپرمهال ټول ماشومان منډي وهي، د دایرې ماشومان هڅه کوي له خولۍ سره لاس ونښلوي چي د راګرزولو(بچاو)لپاره همدا بسنه کوي او دا دباندي ماشومان غواړي له خپل ملګري سره مرسته وکړي څو د مقابلي سیالي ډلي ماشومان وخولۍ ته د لاس رسولو ته پرې نږدي( په یاد ولرئ چي یوماشوم بل ماشوم په لاس سره نه سي راټینګولای بلکه زیاربه یې یوازي اویوازي وخولۍ ته په لاس ور وړلو پسي وي )د همدی منډی په مهال خولی وړونکی ماشوم کولی شی خولی خپل ملګری ته ور واچوی تر څو تر ټاکلی هدف پوری سالمه ورسی.نوکه چیري خولۍ همداسي سالمه ترټاکلي نښان ورسېده ، ماشومان خوشاله وي په خندایوبل ته وایي :
څنګه موورباندي یوسپټی (دتبۍ فطره ډوډۍ)واړول ؟!!
>>>>له محمد خان ورور څخه مننه چی دا لوبه یی له مینوالو سره شریکه کړه
>>>>تاسو هم کولای شی له موږ سره خپلی کلیوالی لوبی شریکی کړی
لیمه وردګ