د طالبانو د کویټې شوار ته د ISI د غړي اخطارونه
محمد ننګیال
تقریباً څه کم دوه اونۍ وړاندې امریکې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی وښود او عملي بڼه یې هم ورکړه. د دواړو غاړو ترمنځ دغې ناستې د منطیقې په استخبارتي کړیو په خاصه توګه د پاکستان په ISI باندې اوربل کړی دی، شپه او ورځ پدې تکل کې دي چې څنګه وکولی شي چې د خپلو داخلي او بهرني ملګرو پر مټ دغه د سولې پروسه ناکامه کړي.
د د طالبانو د کویټې د شورا یو جګ پوړي غړي چې د طالبانو د واکمنۍ په محال وزیر هم پاتې شوی دی، د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي: (( له امریکایانو سره د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر اوسني مذاکراتو پر دوی (طالبانو) د ISI لخوا فشارونه ډیر زیات کړي دي، څو ورځې وړاندې د پاکستان د ISI یو مشر د کوټې شورا د غړیو سره د خبرې کولو لپاره کویټې ته راغلی وو، نوموړي زموږ سره ډیرې ترخې خبرې وکړې او موږ ته یې وویل چې تاسو به نور له امریکایانو سره د سولې خبرې نه کوئ او که یې کوی هم باید په پاکستان کې او د پاکستان په ګډون یې ترسره کړئ او بل داچې د قطر د سیاسي دفتر مشر او اداري پلاوی موږ ته د منلو وړ نه دی تاسو باید ژر تر ژره د سیاسي دفتر په اداري پلاوي کې بدلون راولئ او باید د سیاسي دفتر مشر داسې څوک وي چې موږ ته اعتماد ولري. او که چیرته تاسو داسې ونه کړئ نو موږ به پر طالبانو ساحه تنګه کړو، ستاسې مشران به بندیان او ووژنو، له دې اخطارونو ورکولو سره مجلس بې نتیجې پای ته ورسید.
د کویټې د شورا غړي داهم وویل: چې په نږدې ورځوکې به د ISI همدغه غړی د قطر هیواد ته سفر وکړي ترڅو له نږدې د طالبانو د سیاسي دفتر له اداري پلاوي سره په همدې موضوع خبرې وکړي)).
دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې ISI به د طالبانو له سیاسي دفتر سره د نوموړې موضوع ترڅنک په نورو موضوعاتو هم خبرې ولري او کنه، خو حالاتو ته په کتو ویلای شو چې کیدای شي له سياسي دفتر سره د دوی په خپل سري کارونو خبرې وکړي، ځکه چې ISI د قطر له سیاسي دفتر څخه تل په دې ګیله من دی چې دوی په خپل سر ملاقاتونه کوي او پر موږ خیال نه راوړي او په همدې وجه یې ملاتړ هم نه کوي.
هېوادوال به په نږدې راتلونکي کې د څلور حالاتو شاهدان وي.
۱. د طالبانو سیاسي دفتر به په مکمله توګه له منځه ځي.
۲. د طالبانو سیاسي دفتر به له قطر څخه بل داسې هیواد ته نقلیږي کوم چې د پاکستان په خوشه وي.
۳. د طالبانو د سیاسي د فتر په اداري پلاوي کې به بدلون راځي.
۴. او یاهم د سیاسي دفتر اداري پلاوی به په خپل ځای پاتې کیږي، که چیرته داسي کیږي نو بیابه د طالبانو مشران د پاکستان له جدي ګواښ سره مخ وي.