د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن په باور د ملګرو ملتونو د نړیوال مهاجرت نوی طرحه شوی تړون د استرالیا له ملي ګټو سره په ټکر کې دی او له همدې امله د استرالیا حکومت به دغه تړون په اوسني شکل کې لاسلیک نه کړي.
دغه تړون د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لخوا په دې موخه طرحه شوې چې د نړي په کچه د کډوالو لپاره د مهاجرت یو خوندي او منظم سیستم رامنځته شي، د نړۍ د کډوالۍ بحران حل شي او همداراز د کډوالو په وړاندې په شته اوسنۍ نړیوالې حکومتدارۍ کې اصلاحات رامنځته کړي.
د دغه تړون وروستنۍ مسوده د جولاۍ میاشتې په یولسمه نیټه خپره شوه.
په دغه مسوده کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هیوادونو غوښتل شوي چې د کډوالو په اړوند په خپلو موجوده قوانینو بیا کتنه وکړي او هغه اصلاح کړي. په مسوده کې همداشان راغلي چې د کډوالو توقیف باید د قانون پر بنسټ وي او له هغې باید د یو عامه خنډ او مانع په بڼه کار وانخیستل شي. همدارنګه غړي هیوادونو باید د کډوالو له توقیف خونو یوازې هغه وخت استفاده وکړي چې کومه بله چاره موجوده نه وي.
خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن د جولۍ په ۲۵ تاریخ له 2GB راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د ټرنبل حکومت به دغه ډول تړون چې د استرالیا د خوندي سرحدونو تګلارې پکې قرباني کیږي، لاسلیک نه کړي.
ډوتن ویلي، « مونږ نه غواړو چې خپل ملي حاکمیت نورو ته تسلیم کړو او دې ته هیڅکله اجازه نه ورکوو چې د ملګرو ملتونو هغه غړي چې د استرالیا د خلکو لخوا نه دي انتخاب شوي د استرالیا د قوانینونو په هکله پریکړې وکړي.»