ګوهره ! له اوبو نه هم پرېمانه شوله وینه

په مځکه د پښتون څومره ارزانه شوله ،وینه

چې کله به قدرت زموږ په حال باندې رحمیږي

له سترګو نه مو دا دې را روانه شوله ،وینه

چې توی شوه په نفرت کې نو بې قدره شوله وینه

چې توی شوله په مینه کې نو ګرانه شوله وینه

پښتو چې په کې نشته او غیرت چې په کې نشته

والله چې وجودونو کې ستومانه شوله وینه

ګوهره ! له هر څاڅکې یې اواز خاته د میني

چې وروسته مې له مرګه هم ګویانه شوله وینه

ـــــ

انعام الله ګوهر