جانان له ما دی پرېشان زه له جانان، پرېشان

عجبه نه ده چې خپل ځان وي له خپل ځان پرېشان

بس چې ماښام شي نو په ما هم شي خوره تنهایي

لکه د شپې له خوا چې ستا وي ،تور زلفان پرېشان

له کومه وخته چې مې ستا مینې ته ملا تړلې

له هغې وخته یمه زه داسې حیران،پرېشان

موږ مینان یو،شاعران یو،مسافر یو ګله !

ته نو په څه خبره ګرځې،ستا قربان ! پریشان

دغه حالاتو او دې خلکو ته چې ګورمه زه

له خپله ژونده شمه یاره په ایمان،پریشان

ګوهره یاره ! څه خبره ده ! خیرت خو به وي !

دا ډېري ورځې ګرځې داسې پرېشان،پرېشان