د استرالیا حکومت د مهاجرت تګلارې د ناقانونه کډوالو په مخنیوې کې بریالۍ ثابته شوي، خو په ورته وخت کې د دغه تګلارو له امله سلګونه شمیر کډوال له یو نامعلومه برخلیک سره هم مخ شوي.
د عبدالعزیز په نوم یو سوډانۍ پناه غوښتونکی وايي، کله چې په ۲۰۱۳ کال کې هغه د قاچاق وړونکو لخوا په کشتۍ کې د اسټراليا د کرسمس ټاپو ته ورسول شو، نو هغه په دې نه پوهېده چې د هغه له رسیدو څو اوونۍ دمخه د استرالیا حکومت د مهاجرت تګلارو ته تغیر ورکړی او د سمندر له لارې راغلي کډوال نور نه قبلوي.
د نوموړي په وینا، د یو سوډاني پناه غوښتونکي په توګه او د یو داسې کس په توګه چې له ډیرو ستونزو او ګواښونو یې ځان ژغورلې وه او استرالیا ته په دې هیله راغلې وه چې ځانته نوی ژوند پيل کړي، خو دغه امیدونه یې د استرالیا د کرسمس ټاپو ته په رسیدو هغه مهال په اوبو لاهو شو کله چې د استرالیا د مهاجرت له نوو تګلارو خبر شو.
د استرالیا حکومت د ۲۰۱۳ کال د جولۍ په نولسمه د مهاجرت تګلارو ته بدلون ورکړ او اعلان یې وکړ چې پس له دغه نیټې استرالیا کې هغه کډوال چې دغه هیواد ته په ناقانونه ډول د سمندر له لارو راځې په هیڅ صورت نه قبلوي، هغوۍ به نیسي او د استرالیا له خاورې سلګونه کیلومتره لېرې د مانوس او نایرو مهاجرت توقیف خونو ته به یې لیږي.
که څه هم هغه مهال دغه تګلارې ظالمانه وبلل شوې او له امله یې د استرالیا حکومت له سختو نیوکو سره هم مخ شو، خو اوس پنځه کاله وروسته داسې څرګندیږي چې دغه تګلارې بریالۍ ثابتې شوي او د ناقانونه کډوالو د هغه بهیر مخه یې په بشپړه توګه نیولې چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې به په اوسط ډول یوه کښتۍ استرالیا ته داخلیده.