تا په خدای باندې سپارمه،درنه ځمه
بس یو وار دې ښکلومه،درنه ځمه
د ژوندون او د ځواني غوندې به ځغلم
نور صنمه،تا پریږدمه،درنه ځمه
که هر څومره منتونه راته وکړې
درنه ځمه،درنه ځمه،درنه ځمه
دا په ما باندې دې کومه بلا کړې
ټوله ورځ درته راځمه،درنه ځمه
په والله چې زړه مې چوي،زړه مې چوي
ستا له غمه،له ستمه،درنه ځمه
ته به راشې مابه بیرته درپخلا کړې
په دې هیله په دې تمه،درنه ځمه
چې ته نه یې نو په دې دنیا به څه کړم
بس ګوهره درنه مرمه،درنه ځمه
انعام الله ګوهر
30.12.2011
- انعام الله ګوهر
ما نه غوښتل خو بس بې ارادې رایادیدې
یو وخت وه چې د ورځې او د شپې رایادیدې
چې هر ځل به مې ستا د هیریدلو کوشش وکړ
جانانه هومره ډير رایادیدې،رایادیدې
منمه،ملامت یمه چې بیرته درته راغلم...
03.01.2012
- انعام الله ګوهر
یار مې ښکلې په زړه پورې ،راته ګوري
زړه مې ریږدې،زړه مې ښوري،راته ګوري
یو څو ښکلې مې د زړه اسمان کې مېشت دې
بس له ورایه لکه ستوري ،راته ګوري
زه خو دا له خدایه غواړم چې جانان مې
راته ګوري،راته ګوري،راته ګوري
چې جانان مې راکتل نه،ها وخت تېر شو
اوس خبري کوي نوري،راته ګوري
زه دولت ځکه نه غواړمه چې بیا به
ډیر مایوسه، ډیر کمزوري،راته ګوري
وې ځه بل وخت به خوله درکړمه ګوهره
اوس ډیر خلک له هر لوري راته ګوري...