ما نه غوښتل خو بس بې ارادې رایادیدې
یو وخت وه چې د ورځې او د شپې رایادیدې
چې هر ځل به مې ستا د هیریدلو کوشش وکړ
جانانه هومره ډير رایادیدې،رایادیدې
منمه،ملامت یمه چې بیرته درته راغلم
خو څه وکړم چې نه مې هیریدې،رایادیدې
ماښام چې میکدې نه راوتم،ننوتم
د ستا د بیلتانه ترخې شیبې،رایادیدې
بیګا مې بیا په اوښکو باندې لوند خیشت وه ګریوان
بیګا مې بیا په زړه راوریدې،رایادیدې
دا مینه هم جانانه عجیبه ده ستا له لاسه
په مخ مې روڼې اوښکې بهیدې،رایادیدې
تا هسي ماته یو ځلې په شا و راکتلي
خو ماته بیا اشنا ډيرې مودې،رایادیدې
زړه به مې چې کله شو خفه مسافرۍ کې
تر هر چا به هغه ورځ ته ادې ! رایادیدې
انعام الله ګوهر
19.12.2011
- انعام الله ګوهر
دا رانه مه پوښته چې بدې او که ښې تيري شوې
له تانه پرته مې هم ورځې تیرېدې،تيرې شوې
له کوم سړي سره مې چې مینه په ساعت کې وشوه
لا مې هېر نه دی ګوره څومره زمانې تېرې شوې
لکه منشور نه چې د لمر رڼا اوو رنګه ووزي...
01.01.2012
- انعام الله ګوهر
تا په خدای باندې سپارمه،درنه ځمه بس یو وار دې ښکلومه،درنه ځمه د ژوندون او د ځواني غوندې به ځغلم نور صنمه،تا پریږدمه،درنه ځمه که هر څومره منتونه راته وکړې درنه ځمه،درنه ځمه،درنه ځمه دا په ما باندې دې کومه بلا کړې ټوله ورځ درته راځمه،درنه ځمه په والله چې زړه مې چوي،زړه مې چوي ستا له غمه،له ستمه،درنه ځمه ته به راشې مابه بیرته درپخلا کړې په دې هیله په دې تمه،درنه ځمه چې ته نه یې نو په دې دنیا...