غزل
خدای شته پـــــه اوښکو دې لمانځم جانانه هر ماسخوتن
راته یـــــــــــادیږې ستــــــــــــــــــا خبري بس اکثر ماسخوتن
پــــاس په سپوږمۍ کې راته ستا ښکلې څهره ښکاریږي
چې ویده کیږم ،پــــــــــــه بالښت لګوم سر ،مـــــــاسخوتن
ډیر مې یــــــــــــــــــادیږي کاشکی تللی یار په خوب ووینم
خــــــــدایه ورځ تېره کړې نن زر ،چې راشي زر ماسخوتن
بیګا مې ستـــــــــــــــــا شایسته مخ اولید نو چیغه مې کړه
له کومې خوا راوخوت خلکو دغــــــــــــــه لمر ،ماسخوتن
ستا پـــــــــــــــــاکه مینه لکه وینه پـــــــــــــــــه رګونو کې زما
زړه مې کوي ستا د نـــــــــــــــــــــامې ذکر سحر،ماسخوتن
خلک ویــــــــــــــــده شې خودی ژاړي تر سهـــــــــــاره پوري
دغه حـــــــــــــــــــــالت بس سروکال وي د ګوهر،ماسخوتن