غزل

 

یــــــار ! په خپل ځان نه پوهیږم دغه څه راباندي وشول
دا په چــــــــــــــا پسې ژړیږم ،دغه څه رابـــــــاندي وشول

هر یو چل مې په زړه اوکړ،چې تــــــــــا هېر کړمه جانانه
نه صبریږم،نه صبریږم،دغـــــــــه څه رابـــــــــاندې وشول

هغــــــه یو کس بس یو ځل،بې وفـــــــــــــایي راسره کړې
اوس له مینې نـــــــــــــه یریږم،دغه څه رابـــــاندې وشول

لیونتوب نـــه دی نو څه دي،چې کوڅه کې دې روان یم
له خپل ځـــــــــــــــان سره غږیږم ،دغه څه راباندې وشول

نن مې ځـان ته ژړا راغله،په خپل ځان مې زړګی اوسو
د نــــــــــــــــارنج غوندې زیړېږم،دغه څه راباندې وشول

هره شپه دې پــــــــــه فراق کې ،لکه شمع تر سهـــــــــــاره
ویلي کیږم او سوځیږم،دغه څــــــــــــــــه راباندې وشول

هـــــــــــله زر شه پسې لاړ شه،جـــــــــــــــانان راوله ګوهره
پــــــــــــــــــه ایمان لیونی کیږم،دغه څــه راباندې وشول