شمارلي یې په تا د اسمان ستوري او که نه !
زړه ووایه چې ښکلي دي سر زوري او که نه !
په ما خو ساډوبي راځي چې یار ته مخامخ شم
ستا څه حال وي ملګریه زړه دي شوري او که نه ؟
بیا به د خاطر غوندې جانان په لاس کې راشي
ته صبر چې په شا باندې راګوري او که نه
که دلته حالات داسي وه یوه ورځ به ته ګورې
چې کاڼي په وطن باندې را اوري او که نه
زه چې له کلونو کوم سړي ته غزل لیکم
ګوهره خدای خبر هغه یې ګوري او که نه !؟
23.08.2011
- انعام الله ګوهر
غزل
لږ ســـــــــــــــاده و.لیونی نـــــــــــــــــــه و ملګروګوهر دومره بـــــــــــــد سړی نـــــــــــه و ملګرو
دا پــــــه زړه مې چې د کوم خنجر ګوزار دیدا اشنـــــــــــــــا ښکا...
24.09.2011
- انعام الله ګوهر
غفلت په خوب ویده دې لکه مړي
ځیني ځیني پښتانه دي لکه مړي
دا زمونږ د پاک وطن پاک شهیدان ټول
دا ژوندي دي، داسي نه دي لکه مړي
ځیني خلک په عزت کې څومره سپک دي
بس په وزن کې درانه دي لکه مړي...